اقتصاد پېژندنه/  شپږمه برخه

۳- په محدودو وسايلو د نامحدودو غوښتنو پوره کول
 د لندن (سکول اف اکنامکس) مشهور استاد (رابنز) په (۱۹۳۴)زېږديز کال کې په خپل کتاب کې د اقتصاد د علم نوعيت او اهميت کې، په پرمختګ او ښه والي نيوکه وکړه او خپله رايه يې داسې څرګنده کړه: د اقتصاد علم يې په دې ډول راوپېژند: اقتصاد يو داسې علم دی چې انسان خپلې نامحدوده غوښتنې په خپلو محدودو وسايلو پوره کړي او وسايل په بېلا بېلو لارو وکاروي، او اقتصاد ته يې د علم درجه ورکړه.
د پروفيسور (رابنز) په تعريف کې اړین ټکي:
۱-نامحدوده غوښتنې(Unlimited wants): د انسان غوښتنې نامحدوده دي او د وخت په تيرېدو سره په کې ډېروالی راځي، انسان تل په هڅه کې وي څو خپلې غوښتنې پوره کړي، کله چې يوه غوښتنه پوره شي، بله رامنځته کېږي، او دا سلسله همداسې ادامه مومي، نو له دې کبله موږ نه شو ويلی چې د انسان غوښتنې پوره کېدونکې دي.
۲- د غوښتنو په اهميت کې توپير: د انسان ټولې غوښتنې يو شان نه وي، ځينې ډېرې او ځينې نورې بیا لږې اړینې  وي، د خوارک، لباس او د اوسېدو ځای ډېر اړین دی، غالۍ ، ټلېفون او داسې نورې غوښتنې لږې اړینې دي، چې د وسايلو د کمښت له امله موږ لومړی قدم کې ډېرې اړینې او په دويم قدم کې لږې اړینې غوښتنې پوره کوو.
۳- محدود وسايل(limited resources/means): په نړۍ کې وسايل محدود نه دي، لېکن د اړتياوو په پرتله کم دي، يو هوښيار سړی خپل وسايل داسې کاروي چې خپلې ډېرې اړتياوې پرې پوره کړي. د محدود وسايلو برعکس نامحدود وسايل هغه وسايل دي چې د انسان له غوښتنو څخه ډېر وي او د هغو د لاسته راوړولو لپاره قیمت نه ادا کوي. لکه: هوا، باران او د سمندر اوبه.
د پروفيسور (رابنز) په وينا د اقتصاد علم له دا ډول وسايلو سره اړيکه نه لري، ځکه انسان هغه په وړيا ډول تر لاسه کوي.
۴- د محدودو وسايلو متبادل کارول: د (رابنز) په وينا وسايل د بېلا بېلو غوښتنو د پوره کېدو لپاره کارول کيدای شي. د ساري په ډول: د ځمکې يوه ټوټه کېدای شي غنم پرې وکرل شي، يا پرې کور جوړ شي او يا يې هم د هټۍ لپاره وکارول شي خو دا امکان نه لري چې دا ټول په يو وخت کې وشي او که کېدای شوی، نو بيا به ستونزه نه وه.
اقتصادي مسايل څنګه پيدا کېږي؟ د پروفيسور (رابنز) له نظره اقتصادي مسايل د لاندې اړتياوو پر بنسټ پيدا کېږي:

  • د انسان غوښتنې نامحدوې دي: که چېرته داسې فکر وکړو چې د انسان غوښتنې يوازي يو څو دي، نو له پوره کېدو وروسته يې هغه اړ نه و چې خپلو غوښتنو ته ترتيب ورکړي.
  • د غوښتنو په اهميت کې توپير: که چېرې د انسان ټولې غوښتنې يو ډول وای، نو بيا زموږ په ذهن کې د برترۍ عنصر له منځه ځي او موږ  هېڅ ډول ټاکنه نه شو کولی، ځکه ټولې غوښتنې به يو شان وای او ټاکنه هغه وخت کېږي چې د غوښتنو په اهميت کې توپير وي، ځکه که د انسان ټولې غوښتنې يو شان وای، نو بيا به اقتصادي مسايلو شتون نه درلود.
  • محدود وسايل: له محدود وسایلو څخه موخه دا ده چې وسایل د اړتياوو په نسبت کم دي، يو هوښيار انسان خپل وسايل داسې کاروي چې ډېر افاديت لاسته راوړي او خپلې ډېرې غوښتنې پرې پوره کړي.
  • د محدودو وسايلو متبادل کارول: که د انسان په لاس کې وسايل يوازې د يو کار لپاره کارول کېدل، نو بيا  هېڅ اقتصادي مسله نه پيدا کېده.
د ساري په ډول: که ځمکې يوازې غنم کول، نو بيا به د بل فصل د کرلو  هېڅ خبره نه وای او اقتصادي مسئله به هم نه وای.
د (رابنز) د تعريف ښه والی
د پرفيسور (رابنز) تعريف لاندې ښه والی لري:
  • ټوله يیز: د پروفيسور (رابنز) تعريف ټوله یيز او په ټولو پخوانيو تعريفونو يې برتري لرله، ټول مسايل يې وڅېړل چې کومه اقتصادي مسله ده او کومه نه؟ په اقتصاد کې انسان نا محدودې غوښتنې د محدودو او متبادلو وسايلو په وسيله د امکان تر حده رفع کيږي او په دې اړه موږ  هېڅ خبره نه کوو چې غوښتنې انسان خوشالوي او که نه؟
  • د ساري په ډول: که چرسو او افيون ته په بازار کې تقاضا وي، نو اقتصاد يې مطالعه کوي ولو که هغه هر څومره مضر وي، همدارنګه که کوم شی وړيا وي او ډېر ګټور هم وي، خو بيا يې هم اقتصاد نه مطالعه کوي. لکه: د سمندر اوبه. د (رابنز) له تعريف څخه د اقتصاد د علم حدود وټاکل شول چې په اقتصاد کې کوم شيان مطالعه کېږي.
  • حقيقت: همدارنګه (رابنز) د اقتصاد علم ته حقيقي بڼه ورکړه او هغه حقايق يې په کې راوستل چې موږ يې په ورځني ژوند کې ګورو.
  • ناپېيلی: پروفيسور د اقتصاد علم ناپېيـلی وګاڼه اقتصاد علم يې نه په ښو او نه په بدو پسې وتاړه بلکه هغه يې يو خپلواک علم وګاڼه هغه وويل په اقتصاد کې انسان خپلې کړنې په خپله خوښه تر سره کوي، د کړنو په ټاکلو کې خپلواک دی، په اقتصاد کې هغه کړنې شاملې دي چې انسان څنګه خپلې نامحدودې غوښتنې په متبادلو محدودو وسايلو پوره کړي.
  • پراخه دايره: نوموړي په اقتصاد کې ټول هغه مسايل شامل کړل چې د وسايلو د کمښت له امله رامنځته شوي، که د انسان لپاره ګټور وي يا نه.
  • ټولپوه: د (رابنز) تعريف نه يوازې دا چې ټولپوه دی، د هر لوستي انسان د ذهني معيار مطابق هم دی، (رابنز) د اقتصاد علم په ځانګړې بڼه رامخته کړو.
  • د (رابنز) د تعريف نيمګړتياوې: رابنز چې کله د اقتصاد علم لپاره تعريف وړاندې کړ،  نو هغه دا دعوه هم وکړه چې دده له خوا وړاندې شوی تعريف له ټولو تعريفونو څخه غوره دی، ليکن د څو اقتصاد پوهانو له خوا چې پروفيسور (هکس) او (فريز) يې د يادونې وړ دي، د (رابنز) په تعريف کې لاندې نيمګړتياوې په ګوته کړې:
    • د اقتصاد علم له انساني پرمختګ سره بې اړيکې نشي پاتې کيدای. پروفيسور (رابنز) اقتصاد يوازې علم الحقيقت وباله، دا په دې مانا چې د ځينو واقعیتونو او حقايقو د رامنځته کېدو وسايل څه شی دي؟ که د اقتصاد د علم دنده يوازې د حقايقو رابر سېره کول وي او د انسان د ژوند د ښه والي په اړه له مسايلو سره اړيکه نه لري، نو بيا د اقتصاد د علم مطالعه څه ګټه لري.
    د ساري په توګه: که په يو هېواد کې د خوړو کمښت راځي اقتصاد پوه به يوازې خلکو ته وايي چې د خوړو کمښت دی او د کمښت لامل به يې خلکو ته وايي، د کمښت د مخنيوي لپاره به يي هېڅ رنګه اقدام نه تر سره کوي.که د اقتصاد علم د انسان د ژوند په ښه والي کې انسان ته لارښونه نه کوله، نو بيا يادول يې څه ګټه لري؟
    پروفيسور ايلي د پروفيسور (رابنز) د تعريف د لويو نيمګړتياوو په مقابل کې وايي: د اقتصاد علم د علم الحقيقت څخه لږ څه ډېر دی او د هغه مطالعه يوازې تر فکر او ذهن پورې محدوده نه ده، بلکې له انسان سره همدردي هم د اقتصاد د علم يوه دنده ده. همدارنګه پروفيسور (پيګو) هم د پروفيسور (رابنز) د تعريف په اړه وايي: د اقتصاد علم له فلسفې سره نه، بلکې د طب له علم سره ورته دی، د کوم موخه چې د زخم خرابول نه بلکې جوړول دي.
    • بې مانا تعريف: په ځينو وختونو کې د (رابنز) تعريف بلکل بې مانا ثابتيږي، د ساري په ډول: له يو شخص سره څلور ګړۍ وخت دی او د هغه غوښتنې په دې ډول دي:
    • د خپل ملګري ليدل
    • د اقتصاد د علم لوستل
    • د فلم کتل
    ۱-د دې شخص موخې د خپل ملګري سره کتل، د اقتصاد د علم مطالعه او د فلم کتل دي.
    ۲- ځينې موخې ډېرې اړینې او ځينې نورې بیا لږې اړینې دي.
    ۳- له دغه شخص سره وسايل (څلور ګړۍ) محدود دي.
    ۴- دغه شخص چې څنګه وغواړي دغه وسايل کارولی شي.
    د پروفيسور (رابنز) د نظريې مطابق ټول شرايط موجود دي، خو بيا هم کومه اقتصادي مسله نه ده پيدا، ځکه اقتصادي مسله هغه وخت پيدا کېږي چې شتمني په يوه مسله کې دخيله شي.
    • نا اړينه پراختيا: پروفيسور (رابنز) د اقتصاد علم مطالعې ته غيرې اړينه پراختيا ورکړه، ډاکتر مارشال او د هغه ملګرو داسې عقيده لرله چې په اقتصاد کې هغه کړنې شاملې دي چې د مادي برياليتوب لامل ګرځي او هغه کړنې چې د مادي برياليتوب لامل نه ګرځي، په اقتصاد کې نه راځي. د ساري په توګه: په اقتصاد کې د موسيقۍ چوپړتياوو نه شمېرل، لېکن (رابنز) د اقتصاد علم هغه چې خلک څنګه په محدودو وسايلو نامحدودې غوښتنې پوره کړي، د اقتصاد علم له مادي برياليتوب او غيرې مادي برياليتوب، اخلاقي او غيرې اخلاقي له ټولو ناپېيـلی دی. چې ددې نظريې مطابق چور، غلا او ډاکه دا ټول د اقتصاد په علم کې شامل دي، ځکه دوی هم د کمو وسايلو په مرسته د امکان تر بریده د نامحدود غوښتنو پوره کول غواړي، نو له همدې کبله (رابنز) د اقتصاد د علم موضوع ته نا اړينه پراختيا ورکړې ده.
    • د اقتصاد علم له طبيعي علومو څخه بېل دی: پروفيسور (رابنز) د اقتصاد علم د فزيک او کيميا په څېر حتمي او قطعي کړی وو، لېکن اقتصاد يو ټولنيز علم دی چې قوانين يې حتمي او قطعي نه دي، د ساري په ډول: که د نړۍ په هر کونج کې تيږه پورته واچوو بېرته ځمکې ته رالوېږي او د اقتصاد علم د انسان په غوښتنو پورې اړه لري چې هر وخت په کې تغير راځي. موږ د  هېڅ انسان د کړنو په اړه حتمي پرېکړه نه شو کولای، نو له دې کبله د اقتصاد علم د فزيک او کيميا په څېر ګڼل اشتباه وه.
    •  د اقتصاد علم غيرې ناپېيـلی نه دی: (رابنز) د اقتصاد علم د غوښتنو او موخو ترمنځ بې پرې وګاڼه او د اقتصاد د علم په اړه يې وويل چې اقتصاد علم د انسان د غوښتنو په ښه والي او بد والي پورې اړه نه لري چې دا يې د اقتصاد له علم سره لويه جفا کړې ده، ځکه د اقتصاد علم تل د انسان د برياليتوب او پرمختګ لپاره کار کوي نو  هېڅ اقتصاد پوه د هغو کړنو پلوي نه کوي چې د انسان د ښېګڼې لپاره نه وي. پروفيسور (تهامس) موضوع څېړلې او ليکي چې: د يوې موضوع په اړه معلومات ترلاسه کول، د يو اقتصاد پوه کار نه دی بلکې د موضوع په اړه د مثبتې يا منفي رايې ورکول د اقتصاد پوه دنده ده، نو له دې څخه څرګندېږي چې د يوې موضوع تر خبرېدو وروسته د هغې د اصلاح لپاره ګام پورته کول د اقتصاد پوه دنده ده او اقتصاد پوه لپاره د داسې اقداماتو اجازه نه شته چې د انسان د ژوند په ښه والي کې مرسته نه کوي، ځکه موږ ويلی شو چې اقتصاد يو بې پرې علم نه دی.
    • نا څرګند: د (رابنز) په تعريف کې د غوښتنو او وسايلو ترمنځ توپير څرګند نه دی، ځکه کله يو شی زموږ غوښتنه وي او کله بل د غوښتنې د پوره کېدو وسيله، د ساري په ډول: کله چې موږ غواړو کور جوړ کړو نو د کور د جوړولو لپاره شګه ،سيمټ، خټګر او نور د وسايلو په توګه کارول کېږي، کله چې کور جوړ شي، نو هغه په کرايه ورکوو چې کرايه زموږ موخه او کور يې وسيله ګڼل کیږي.
    • انساني وسايل محدود نه دي: (رابنز) په خپل تعريف کې وړاندې کړي چې هر ډول وسايل محدود دي، خو کله چې موږ پرمختللو او پرمختيايي هېوادونو ته وګورو، نو ډېر خلک بېکاره دي، له دې به څرګندېږي چې انساني وسايل ډېر دي.
    • د وسايلو ډېروالی: د پروفيسور (رابنز) په وينا؛ د انسان سره وسايل محدود دي او هغه متبادل کارولی شي، خو اضافه والی په کې نه راځي، ليکن اوسمهال ټول پرمختللې او پرمختيايي هېوادونو څخه د خپلو وسايلو لپاره اقتصادي پلانونه جوړوي، په وسايلو کې زياتوالی راځي او د خلکو د ژوند کچه لوړوي.
    د پورتنيو ټولو نيمګړتياوو سره سره د پروفيسور (رابنز) تعريف تر ټولو واضح او جامع وو چې د اقتصاد په علم کې ډېر پراخوالی راغی او ډېر اهميت يې پيدا کړ.
    (لارد جي ايم کينز): (کينز) د (رابنز) په تعريف نيوکه کوي وايي چې د (رابنز) په کتاب کې د روزګار او بيکارۍ په اړه  هېڅ بحث نه دی شوی چې په اوسني وخت کې ډېر اړین مسايل دي.
    کينز په خپل کتاب (روزګار،سود او د پيسو ټوليز نظريات) کې د اقتصاد علم داسې تعريف کړی:
    اقتصاد يو داسې علم دی چې موږ په محدودو وسايلو کار پيدا کړو او د ملي عوايدو د ډېروالي لپاره يې وکاروو.