
ليکنه : مؤمن مهاجر muhajir222@yahoo.com
دنړۍ په عصري کېدواوپرمختګ سره مطبوعات دژوندپه هرډګرکي دملادتيرپه څېردي له سياسته نيولې،تراقتصاد،ښوونې روزنې،پوځي چارو،ملکي برخوان دشخصي ژوندپه ډېروڅانګوکي درسنيواومطبوعاتوله اغېزمن روله سترګې نه شي پټېدای . دنړۍ په هغو برخو کې چې هلته په ټولنه کې دتعليم اوپه ننۍ اصطلاح دروڼ اندۍ کچه لوړه ده ټول خلک هرڅه دمطبوعاتوپه خوله تلي ديوشخص،ټولنې اوحکومت په اړه ددوئ قضاوت پرهغو مالوماتو بناوي چې ددوئ مطبوعات يې ورته رسوي لنډه داچې په متمدنوياپه بله ويناپه غالب اعتبارغربي ټولنوکي دپرېکړي کولومعيارددوئ دمطبوعاتوله خواپرورکړل شويو مالوماتو بنادی
سره له دې چې مطبوعات ديوې ټولنې داذهانوپه تنوير،پرمختګ،علمي کچې په لوړولو، حقائقوپه رسولو،دټولنيزواوانفرادي ناخوالوپه له منځه وړلو ،دملي وحدت په رامنځ ته کولو،ټولنيزعدالت په پلي کولو،عامه خدماتوته دخلکوپه هڅولو،دظالم دظلم پرخلاف داوازپه اوچتولواوبالاخره ديوې غوره معياري ټولنې په جوړولوکي تراټکل لوړرول لري، خوکه همدامطبوعات په ناوړه ډول وکارول شي نوزيان يې هم دومره زيات دی چې مخامخ پوځي يرغل دومره ډېرزيان نه لري .
اوس مهال چې داسلام اوصليب ترمنځ په څومحاذونوکي مخامخ توده جګړه روانه ده نو د صليب پلويان هڅه کوي چې دنظامي ډګرترڅنګ تبليغاتي ډګرهم له خپل وس سره سم پياوړی کړي،که څه هم صليبيانوپخوالادمطبوعاتوپه نوم اسلامي ټولنه ترخپل ګوزارلاندي نيولې وه اوپه دې وسيله يې دروڼ اندي،ډيموکراټ اوازاد ژورناليزم په نوم ډېرخلک دځان ملګري کړي ووخودې ډګرته هغه مهال صليبيانوخپله پاملرنه نوره هم زياته کړه چې په سيمه کي يې دمسلمانانوپه وړاندي عملاًپه يرغل لاس پوري کړ.
په همدې ترڅ کي موږوليدل چې له يوې خواپه هيوادکي دننه په سلګونو ورځپاڼې، مجلې، ټلويزوني جالونه،راډيوګانې اوانټرنيټي ويب سائټونه رامنځ ته شول له بلې خواپه بهرکي هم ځينودازادۍ په نوم راډيواوويب پاڼې رامنځ ته کړې څودزهرجنوتبليغاتوپه مټ په افغاني ټولنه کي دغرب دپلوۍ لپاره ذهنونه چمتو کړي،اسلامي کولتورله منځه یوسي،دلوېديځ بوينې ډيموکراسۍ ته وده ورکړي اوپه هرڅه کي یې دپرديوتقليدته وهڅوي . دهمدې هڅو په لړکې دپولې هاغاړې دمسلمانو پښتنولپاره هم غربي لېوانو دخپلو پوچو او زهرجنو تبليغاتو خوله پرانيسته اوامريکادخپلوموخو د لاس ته راوړلوپه خاطردډېوې په
نوم راډيويي سټېشن فعال کړ.
دادی دجنوري پر۱۵ لسمه اروپاهم دپورې غا ړې پښتنولپاره دمشال په نوم راډيويي خپرونې پيل کړې،دوئ ددې کاردترسره کولوهدف دا وښود چې غواړي په قبائلي سيموکي دسخت دريځودايډيالوژيکي فعاليت مخه ونيسي،دهغه ځای داوسېدوونکواذهان تنويرکړي اودې ته یې وهڅوي چې دخپل ژونداساسات دډيموکراسۍ پرمعيارونوبناکړي څوله يوې خواپه سيمه کي روان تاوتريخوالی له منځه ولاړشي له بلې خوادبشراوښځودحقوقوتعليمي سطحې دلوړولواوبيداري راوستوپروسه ګړندۍ شي خوداټول هغه شعارونه دي چې په وسيله یې اسلام دښمن ځواکونه غو اړي په اسلامي ټولنه کي په دې نومونوفحشا،غربي تهذيب، ماديت پالنه او دنياپرستۍ داسې مفکوره خپره کړي چې داسلامي ټولنې وګړي دغرب هرڅه نه پيداکېدوونکي طلاوبولي اودهغودترلاسه کولوپه موخه دخپل هرڅه خوشي کولوته چمتوشي .
لوېديځ اوس غواړي په دې محاذکي زياته پانګونه وکړي اوان دهرې سیمې لپاره دهماغوئ په سيمييزه لهجه نشرات ورسوي،لوېديځوال په دې ښه پوهېږي چې په دې ډګرکي دوئ تر خپلو مخالفينو بيخي وړاندي دي اوهغوئ نه شي کولای چې هغه ډول رسنۍ پرکارواچوي چې هرلوستی اونالوستی وګړی ورته لاس رسی لري . دمشال په نوم نوې پيل شوې راډيوغواړي چې دپلوشوپرځای دکفرهغه تيارې خپرې کړي چې ددوئ ټولنه یې نن په يوه داسي رواني ناروغي اخته کړې چې دهغې له خلاله ډکولوپرته دوئ نه شي کولای دهغې درملنه وکړي .
پراسلام مين ځواکونه په دې ډګرکي له سخت امتحان سره مخ دي هغوئ که په سيمه کي غليم په مخامخ جګړه کي له پرله پسې ماتوسره مخ کړی خوپه تبليغاتي ډګرکي نه دي توانېدلي چې خپل ږغ ترهرچاورسوي اوخپل اولس ته وښيي چې دوئ په دې ډګرکي هم ژوندي دي اودصليبيانوپه وړاندي خپلې دې مبارزې ته هم دوام ورکوي . دامهال چې دصليبيانوپه وړاندي دتاريخ ترټولوناانډوله جهادي مقابله روانه ده نواړينه ده چې په تبليغاتي ډګرکي هم ديرغلګروپه وړاندي روانه مبارزه لاسخته، پياوړې،ګړندۍ اومعياري شي . موږلاهم نه يوتوانېدلي چې دهواپه څپوکي وګړوته خپل ږغ ورسوو،ځکه زموږاتکايوازي پربرېښنا
يي اوځينوچاپي مطبوعاتوده چې يوازي هغه کسان ورڅخه ګټه اخيستلای شي چې له يوې خوادغووسائلوته لاس رسی ولري اوله بلې خواتعليم يافته هم وي .
سره له دې چې په اوس مهال کي ممکنه نه ده چې مجاهدين دراډيواوټلويزون په وسيله خپل ږغ پورته کړي مګرپه برېښنايي اوچاپي مطبوعاتوکي هم معياري نه دي،ځکه يو خو دهغو چلوونکي دومره وړتيا نه لري چې دسيالومطبوعاتومقابله وکړي،خپل نشرات قانوني کړي ، دپښتو او نورو ژبو ليکدودپه پام کې ونيسي ،خبرونه،مقالې،شننې،تحليلونه اومرکې په هغه شکل خپلولوستوونکوته وړاندي کړي چې معياري اصول يې غوښتنه کوي . بل خوا چاپي نشرات له دې کبله هم بې کيفيته دي چې اساسي موضوعاتوته پکي پام نه کېږي تل شننې پرهغوپېښوراڅرخي چې خبري موضوعات وي نه دتحليل اوشننې پرهمدې بنالازمه ده چې جهادي ډلې دصليبيانوپه وړاندي خپل دامحاذهم غښتلی اوګړندی کړي څوصليبيان په دې ډګرکي هم مختوري اوشرمنده شي
. په همدې هيله