له پند ډکه لنډه کېسه

یو سپین ږیری و، چې د هرې ورځې له پای ته رسېدو وروسته یې له سختیو او دردونو څخه ځورېده. یو ملګري یې ور څخه وپوښتل: دا ټول دردونه څه دي، چې ته ترې رنځور یې!؟
سپین ږیري وویل: دوه ښکاري بازان لرم، چې هغه باید ایل یا رام کړم، دوې سویې هم لرم، چې باید پام ورته وکړم تر څو بهر ته راونوځي.
دوې باښې یا عقابونه هم لرم، چې هغو ته هرومرو لارښوونه او هدایت وکړم، یو مار هم لرم، چې هغه مې بندي کړی دئ.
زمری هم لرم، چې تل یې باید د وسپنو په قفس کې بندي وساتم او یو رنځور هم لرم، چې باید هغه ته پاملرنه او تل یې په چوپړ کې و اوسم.
هغه ملګري یې وویل: دا څه وایې؟ ته له ما سره ټوکې کوې؟ دا کله کېدای شي، چې یو انسان دې دغه ټول ژوي په یو ځای کې سره راټول، پام او ساتنه یې وکړي!؟.
سپین ږیري وويل: ټوکې نه کوم، خو ریښتیا ترخه او دردوونکي دي، هغه دوه بازونه زما سترګې دي، چې باید په ډېر زیار او زحمت په هغو پام وکړم، هغه دوې سویې زما پښې دي، چې باید پام ورته وکړم ترڅو د ګناه په لور روانې نشي.
هغه دوې باښې یا عقابونه زما لاسونه دي، چې باید په کار کولو یې عادت کړم تر څو زما خرڅ او د نورو ورڼو خرڅ مې پوره کړم، هغه مار زما ژبه ده، چې تل یې په بند کې ساتم تر څو کومه ناوړه او بده خبره ترې راونوځي او هغه زمری زما زړه دی، چې تل ورسره په جګړه کې یم تر څو داسې نشي، چې کوم بد عمل یا کړنه تر سره کړي.
او په پای کې هغه رنځور زما ځان او جسم دی، چې هوښیارۍ، ساتنې او لارښوونې ته اړتیا لري، دغه زما د یوې ورځې کړنه ده، چې پدې توګه یې رنځور کړی یم او ټوله ارامتیا یې را څخه اخیستې ده.