حافظه مو ځواکمنه کړئ

وروستۍ څېړنې ښيي، هغه کسان چې ډېره مېوه او سبزي خوري، ډېر لږ د الزایمر پر ناروغیو اخته کېږي. څېړنو ثابته کړې ده، هغه کسان چې په خپل غذایي رژیم کې له ګلپي، کرم، پالکو، مڼې او ناکو څخه ګټه نه اخلي، د حافظې له ګڼو اختلالاتو سره مخ کېږي.
دغه راز مېوې په خپل ترکیب کې ويټامین اې او سي لري چې پر ګڼو ښېګڼو سربېره روان او جسم دواړو ته ګټه رسوي. که په ورځني ډول مېوو او سبو ته په خپل غذایي رژيم کې ځای ورکړئ، حافظه به مو پیاوړې وي او له الزایمیر ناروغۍ څخه به په امن کې یاست.