(لويه خدايه لويه خدايه)
زما ربه زما خدايه
مالاهغه وخت ستا ذات وه پيزندلې
چې ذره ؤم دې جهان کې موجود نه وم
کيفيت مې معلوم نه وه
چې زه څه يم او څه کېږم
خو يواځې ستا بنده وم
ستا د امر تابعداروم
×××
هغه ورځ مې ښه ياديږي
چې بلاډير مخلوقات وو
انسانان ترې را جداشو
په يو صف کې ټول ولاړ وو
بيا هر صف جدا جدا شو
هرهرډله بيله بيله
ما خپل ځان ښه پيزندلو
شاعرانو کې ولاړ ؤم
ښۀ په جيګ آواز مې ويلې
ربه مونږه ټول د ستا يو
بياتا ؤليدو چې مونږ درته
په کومو اداګانو سجده وکړه
خو چې سرمو را اوچت کړو
بيا حالات هغه شان نه وو
انسانان جدا جدا وو
څه ولاړوو څه روان وو
عجيبه وه
ما د ستا لپاره بيا سر په سجده کړو
×××
او چې کله دې د خاورو کور ته راغلم
په زړا وم په کوکارو وم
ترپکې مې وهلې
خو د چيرته نه يو خوږ نوم مې تر غوږ شو
زړه مې ټول ټکور ټکور شو
زړا ختمه شوه ارام شوم
دا نامه څه عجيبۀ وه
ما به ويل چې دا نامه مې
چيرته مخکې اوريدلې
خو بيا وروسته ماته ياد نه شي خلک وايې
يوملا راغې غوږو کې يې هغه نو م
راته څوځله تکرار کړو
ما په رډو رډو سترګو
ور کتل ورته حيران وم
آشنايې مې زياتيدله
دا نامه راته لانوره ګرانيدله
×××
څه وخت په الاهو باندې عادت شوم
چې د مور غيږ کې به پروت وم
مور بۀ ماته په کراره
په خندا خندا کې ويلې
الاهو بچې اوده شه !
او چې اوس په هرڅه پوه يم
نو حيران شم د فطرت دې توازن ته
هغه وخت چې ماکتلو د ذرو په ننداره کې
انسانان جدا جدا وي
څوک ولاړوي څوک روان وي
اوڅوک تاته په سجده وي
نن هم هغه شان قانون دې
ځوک ولاړ دي څوک روان دي
خومونږ تاته په سجده يو
ستا ثنا صفت بۀ وايو
×××
(زما ربۀ زما خدايه)
يو وړه شان التجا ده
ربه ژوند د هر چا خوږ کړې
دې روانه سلسله کې
دې د ژوند په قافله کې
هغه قافله کې
رانه تللې د زړه سر دې
هو هغه ماته لږ تم کړه
چې زمونږه قافله ورپسې ورشي
د زړه سرمې ترې راواخلم
راجدا شو
مړنږه بيله قافله شو
چيرته بيا يوه ذره که
ستا په لوۍ قدرت پيدا شي
سلسله شي انتها شي ابتدا شي
هغه نوم چې په ما ګران دې
يو مخلوق يې لا سوا شي
سائرځلاند
وروستي