د مغزي سکتې په مخنیوي کې د مېوو او سبو رول

په دې وروستیو کې هالنډي څېړونکو یوه څېړنه کړې او ثابته کړې یې ده، هغه مېوې او سابه چې سپینه غوښه لري، لکه مڼه، ناک، ګلپي او نور...، د زړه ناروغیو لپاره ګټور دي او  د مغزي سکتې مخه هم نیسي.
څېړونکو هڅه کړې چې د مېوو د رنګونو او مغزي سکتې تر منځ تړاو په ګوته کړي. په همدې موخه دوی په ۲۰۰۰ داوطلب کسانو چې عمرونه یې د څلوېښتو او یو څلوېښتو کلونو تر منځ وو، څېړنه کړې ده.
له څېړنو وروسته دوی دې پایلې ته رسېدلي، هغه مېوې او سابه چې سپینه غوښه لري لکه مڼې، ناک او ګلپي، کولی شي د زړه ناروغیو او مغزي سکتې مخه ونیسي او د روغتیا لپاره ګټور تمام شي.
دوی وایي، هغه کسان چې د ورځې په اوږدو کې ۲۵ ګرامه دغه ډول سابه یا مېوه مصرفوي د زړه د ناروغیو او مغزي سکتې کچه یې ۹ سلنې ته را ټیټېږي.