دکرکټ ملي لوبډلوخپلوهیوادوالوته خوشحالي راوړه

د افغانستان دکرکټ ملي لوبډلودسکاتلیند، هانکانګ اوزیمبابوې هیوادونوپروړاندې دشل آوریزونړیوالو لوبوکې پرله پسې ماتې ورکړې او له دغو بریا وو سره يې دکرکټ دشل آوریزو نړیوالو سیالیو لسوغوره لوبوته لاره ومونده، افغانستان دپنځو سترو لوبډلو په ګروپ کې ورځای شو، جنوبي افریقا، انګلیستان، سرلینکا او ویست انډیزهیوادونه په دغه ګروپ کې ؤ، چې له هغوی سره مخامخ شو، افغان لوبډلې درېیویادو هیوادونو ته لوبه وبایلله، خو دنړۍ معتبرې لوبډولې؛ ویست انډیز هیوادته يې د ۶ منډوه په توپیرسره سخته ماتې ورکړه نو دې بریا په دننه هیواد کې افغانانو ته خوښي اوخوشحالي په نصیب کړه، البته نه یوازې داخوشحالي د افغانانوپه برخه بلکې د ویست انډیزهیوادونو سرسختو رقیبانوته یې هم، چې ترې ماتې خوړلې وه، خوشحالي ورکړه.
دهیواد په زیاتروولایتونوکې له دې بریا وروسته ځوانانوخپله خوښي اوخوشحالي په ملي اټنونو، ملي لوبو او په جشنونو ولمانځله، چې دوی دښار سړکونو، واټونو اوڅلورلاروته راوتلي ؤ، له ځانونوسره يې دافغانستان ملي بیرغونه لیږدول او دافغانستان په ملي لوبډولوباندې آفرین وایه ویل یې، ژوندي د وي زمونږمیړني اوغیرتي اتلان، تل بریا دې وي دافغان ملي لوبډلوپه برخه او په هیوادکې دتلپاتې سولې غوښتنه او شعارونه ورکول.
دغه خوښي اوزمونږ داتلولوبډولوبریا؛ ددې څرګندوي کوي، چې افغان ولس په هیوادمین او نور نه غواړي، په هیوادکې دجګړو کرغیړن ټغر خور وي.
د ملي لوبډلې بریا دهیواد په سولې اوامنیت باندې مستقیماٌ اغیزه کوي. زمونږ دغه اتلې لوبډلې وکولی شول خلکولپاره خوښي اوهیواد ته دسولې پیغام راوړي،چې نن ټول هیوادوال د دوی دغې سترې بریا ته درناوی کوي اوتل نوروبریاوو لپاره لاس په لپه پردعا دي او دغه بریا؛ افغانان دهیوادلپاره دسولې، ملي یوالې اوورورګلوۍ فضا په رامنځته کیدوکې نیک فال ګڼي، انشاالله داسې خوشحالي چې داتلانو دګټلولپاره مو وکړه، نو یو ورځ به دهیواد په سراسر سیموکې دسولې اوبشپړامنیت دټینګښت لپاره ترسره شي. ددغې ورځې په هیله
شیرمحمد امیني (ستانکزی)