لنډه کیسه

له پوهنتون څخه زموږ دکلي لمړی فارغ شوی انجینر ز مو ږ دکلي ویاړ اولومړی فارغ شوی انجینرزموږلپاره دفکري خوځښت پیغام و.
هغه دامیدونوغوټۍ یادوم چې لاغوړیدلې هم نه وه خو خوشبویي ترې روانه وه ، انجینرصاحب شریف الله (شرافت) په نبوي سنت طریقه برابر، دینداره ، دنیکواخلاقو ،سپیڅلو احساساتو اواهدافو لرونکی شخصیت و.  ښوونځی يې لانه و سرته رسولی ، له هغه شيبې راهسې یې دکلي په ماشومانو دعلم اوزده کړې ښودلولورول شروع کړي و. په زرګونومترونو یې دښونځي پرلور پلي مزلونه وهل ، منزل ته درسیدوروحیه یې پیاوړې ساتلې وه، له زیاتو ستونزواومشکلاتووروسته یې ثانوي زده کړې سرته ورسولې ، دکورنۍ ، خپلوخپلوانواوشاګردانو څخه په دوعا اخستنې دالله ج له طرفه ورته په ورکړي علم اوپیاوړي لیاقت سره یې دکانکور ازموینه ورکړه دنتایجو داعلان وروسته دپولتخنیک انجینزۍ پوهنځي ته بریالی شوی و.دنوموړې پوهنځي دلوستلوهوډ یې وکړ ،او محصل شو څه وایي : دمحصیلۍ ژونده تیربه شې خوهیر به نه شې ، چې په دې خبره سره یوتضمین شوی بیت هم رایاد شو: چې قدم مې دپوهنتون په درشل کیښود زنـــــدګي مې دغمـــونــو قافـــلـــــــــله شوه ښکاره ده چې دا دوره دهر اړخیزو ستونزو اومشکلاتو دوره ده په دې دوره کې یو محصل هم راضي نه وي ، داځکه کله چې له نورو سختیو سره مخامخ شي نوبیا وایي محصیلۍ ډیره ښه دوره وه ، په دې دوره کې هم آرامه پاتې نه شو حضرت بلال عالي لیسه کې یې داستادۍسپیڅللې دنده هم دیوڅه وخت لپاره سرته ورسوله ،له ټولو کړاونو ستونزو وروسته دانجینر صاحب اولس کلنه تحصیلي دوره بشپړیږي . او له پوهتنون څخه یې دفراغت دخوښۍ خبر خپریږي . دیاد خبر دخپریدو سره سم انجینر صاحب شرافت دعلم ډیوه په لاس دیوشمیر کلیوالوپه بدرګه کلي ته را ورسید، دهرچا تندی پرې خوشحاله شو او دښه راغلاست الفاظ یې له خولې راوتل، کورنۍ ته یې ددې خوشحالۍ مبارکي تر شلوشپو وغزیده ، دکلي لومړنی فارغ او دهرچا افتخاروا، داسې ښکاریده چې په توروتم کې مو دبخت بیړۍ دروښنايئ اوپرمختګ په لور حرکت پیل کړ ، آن فکرکیدوچې دپرمختګ ترپولې ورسیدلي یو، دوالدینو اوسرپرستو خپلو اولادونو ته هیلې او امیدونه پیداشول ، هرچا دشرافت دکورنۍ دبخت غوښتلولپاره ددعا لاسونه لپه کول ، دانجینرصاحب فراغت دفکري آزادۍ یوپیغام و ، دښونځۍ ټول زده کونکي په فکر کې شول چې دیوې روښانه راتلونکې په لور روان دي دهمدې خوشحالۍ خوبونه یې لیدل ، دانجینرصاحب فراغت دسیمې دزده کونکولپاره یوعبرتي درس شو ، هرزده کونکي دنوموړې خوښۍ په لیدلوسره دپخواپه نسبت یوپر لس چنده زیات کوښښ په خپلودرسونو کې شروع کړ، دزده کونکوذهن اوفکر ته یې خوځښت ورکړ، یوشاعر وایي : هرڅه رانه واخله خوفکر خیال مې مه وژنه په دې کې مې وطن ته لوی توان لیدلی دی شرافت صاحب دخپلوملګروسره یوځای په هرات ولایت کې دخپل مسلک مطابق دنده واخسته ، او دخپل کورني مسولیت اواقتصادي ستونزوسره سره د ټولنې دپرمختګ اوستونزو دحل فکر هم ورسره و. دخپلوزیاتومصرفیتونو ترڅنګ یې له ما اوډیرونورمحصیلینوسره داحوال اخسنتې سره ښې ښې مشورې اولارښونې شریکولې چې زموږ لپاره یې ډیرزیات ارزښت درلود . ده غوښتل چې ټولنه له یوه داسې حالت څخه وباسي چې هیچاته راتلونکې څرګنده نه وي او دنا معلومې راتلونکې لپاره باید شپې تیرې نه کړو همدارنګه د ځانځاني ، کینې حسد او بې اتفاقۍ دله منځه وړلو په هڅه کې و . کله چې دیوه ټولنه فکري آزادي ونه لري ، هغه ټولنه ساکنه وي اوهیڅ کله پرمختګ نه شي کولی ، دیادې فکري آ‌زادۍ سرلاری اولومړنی فارغ دچاراباندې پیر زو نه شو . دسهار ۸ بجې وې دڅه کار لپاره دکور څخه بهر شوم دا ورځ مې طبعي تبیت خراب و ، چې ګورم یو کلیوال مو له بل کلیوال سره په ډیرې خواشینۍ سره پټې پټې خبرې کولې ، زه یې هم خوا له ورغلم ، له سلام او روغبړ وروسته مې ترې وپوښتل خواشیني یاستئ خیر خودی ویل نور څه خبره نشته انجینر صاحب شرافت نامعلومه کسانو نیولی دلته مې نور هم تبیت خراب شو ، له وخت وروسته دکلي بازارګوټي ته لاړم دنیکو اخلاقو اود ښو کړو وړو دڅښتن په هکله خلک خبرې اودوعاوې ورته کوي چې یاربه ته یې روغ اوسلامت ترې خوشی کړې ډیر خلک په دې نظر باور و چې انشأ الله خوشی به یې کړي ځګه چې په ظاهر اوباطن کې په اسلامي اصولوبرابرشخص دی ، دې خبرې ما اوډیروخلکوته تسلیت راکاوه ، دوه ورځې وروسته هواګردجنه او ورځ سخته خفه ښکاریده چې دخواشینۍ دغه خبر موتر غوږو راورسید چې انجینر صاحب شریف الله (شرافت ) شهید شوی ، دمرحوم شهید انجینر صاحب جنازه دټولوکلیوالو په بدرګه په سخت احساساتي شکل سره کلي ته راوړل شوه اودجنازې لمونځ یې د برغسون بازارګوټي ته څیرمه په (چل) نومي ځای کې دسلګونو کسانو په ګډون ادا شو، دګډونکونکو کسانوتر سترګو اوښکې بهیدې او دا کلمات ترې اوریدل کیدل یاالله (ج) دوښمنان یې هلاک کړې او شهید انجینر شریف الله (شرافت) ته جنت الفردوس په نصیب کړې انجینر صاحب په همدې شیبوکې دفاني نړۍ څخه دتل لپاره مخه ښه وکړه . روح یـــې خوشـــــحا له یا د یـــــــې دتــل وي هیله ده ټولومسلم امت ته دعاګا نې وګړئ یادونه : ددې لیکنې هدف دانه دی چې خلکو ته درد ورسوم ولې ددې ظلم اوستم هیرول دقلموالو په شتون کې راته جفا ښکاري .
ستاسوورور احسان الله هلال،
کنړ اسعد آباد ۱۳۹۵/۵ /۲۵