اته واټه کمپيوټر بازار ته وړاندې کيږي

Tiny fit-PC2i Mini Desktop PC
دا کمپيوټر چې (( فيټ پي سي دوه اى ميني ډيسکټاپ )) نوميږي يو له نوي ميني(وړوكي) ډيسکټاپونه (ايکا نيټ ټاپ) كمپيوټرونو څخه دی ، چې نوی بازار ته معرفي کيږي . د دغه كمپيوټر ښېگڼې دا دي:
لومړى -د كمپيوټرونو په اوسني بازار كې تر ټولو كوچنى كمپيوټر دى.
دوهم-تر ټولو كمه برېښنا مصرفوي ، ټول مصرف يې اته واټه برق دى. پاتې دې نه وي چې دغه برېښنايي مصرف يې ثابت مصرف دى او په كاري بوختيا پورې اړه نه لري . فول لوډ او عادى كاراخيستنه يو ډول برېښنايي مصرف لري يا په بله ژبه د مصرف كچه يې ثابته ۸ واټه پاتې كيږي.
زموږ ګران هېوادول لپاره ، چې نن سبا د برېښنا له نشتوالي سره مخ دى دا ډول كمپيوټرونو ته ډېره اړتيا لري، او همداراز د سپما په موخه دا ډول کمپوټر غوره بللی شو .