د چین نه تر نیویارکه پورې دوه ساعته مزل

چینایي محقیقنو یو داسې نوی ډیزان په کار اچولی، چې د چین نه تر نیوراکه به جېټ الوتکه په دوو ساعتونو کې پرواځ کوي او دا به د نن ورځې پرواځو مطابق اوه چنده چټک مزل کوي.

څیړنپال ( کوکاي) پلان لري، چې نوموړې جېټ الوتکه به په یو ساعت کې ۶۰۰۰ کیلومتره واټن وهي.
د طیارې جوړښت په سر کې دوه جوړیز وزرنونه لري او دا د هغه جېټ طیارې شکل لري، چې په ۱۹۳۰ کې بازار ته وړاندې شوه خو ډیره مشهوره نه شوه. دوه جوړیز وزرونه د طیارې وزن حجم او سرعت کنټرول کوي، که څه هم دا ماډل الوتکه به ډیره اقتصادي نه وي، ځکه چې حجم یې ډیر کم او دی، په کمه اندازه د ګارګو او حامله امکانات لري. نوموړیې مسافر ډوله الوتکه به ۵ تڼه کارګو او د ۵۰ حاملو امکانات ولري، چې نظر ۷۳۷ بوینګ ماډل ته چې د ۲۰۰ حامل او د ۵۰ تڼو کارګوانتقال امکانات لري ډیر کم ده.