د افغانستان په اړه د ډونالډ ټرمپ اجنډا څه ده؟

ايمل فيضي: د پخواني ولسمشر حامد کرزي وياند
سرچینه: سرنوشت ورځپاڼه
د امريکا ولسمشر بارک اوباما د جنورۍ په شلمه سپينه ماڼۍ په داسې حال کې پرېږدي چې د افغانستان په تاريخ کې د امريکا اوږدمهالې او نه گټل کېدونکې جگړه لا هم روانه ده. د افغانستان او افغانانو لپاره د ولسمشر اوباما پاليسي نهيلې کوونکې وه؛ ځکه چې ده په تېروتنه دا فکر کړی و چې د افغانستان جگړه گټي او په دې اړه يې د پاکستاني اسټيبليشمنټ پر خبرو ډېر باور کړی دی.
د اوباما ځای ناستی ډونالډ ټرمپ بايد د پاکستان په اړه په خپله پاليسۍ کې بدلون راولي، په افغانستان کې د جگړې زور لږ کړي او پر هغه چا خپل فشار زيات کړي چې افغانستان ته زيان رسوي او د ترهگرۍ ملاتړ کوي. د ۲۰۱۲ د فبرورۍ په ۲۲مه ولسمشر بارک اوباما په درې مخيز ليک کې افغان ولسمشر حامد کرزي ته ليکلي وو چې دی په پاکستان کې د وسله‌والو خوندي مرکزونو اندېښمن کړی او له دغه ځايه امريکايانو او افغانانو ته گواښونه متوجه دي. هغه زياته کړې وه: «موږ به له هرې لارې هڅه وکړو چې دغه خوندي مرکزونه له منځه يوسو او په افغانستان کې د روانو بريدونو او جگړو مخنيوی وکړو.»، خو د کلونو په تېرېدو د اوباما حکومت کومه اغېزناکه لاره خپله نه کړه چې دغه مرکزونه له منځه يوسي. د اوباما حکومت د پاکستان په اړه تر ډېره له نرمۍ کار اخيست او د پاکستان د ترهگرۍ د ملاتړ په اړه يې پاموړ گامونه نه دي پورته کړي. د طالبانو مشر ملا عمر، اسامه بن لادن او د طالبانو بل مشر په پاکستان کې اوسېدل او هلته ووژل شول، خو سپينې ماڼۍ د پاکستان په اړه په خپل دريځ کې بدلون نه دی راوستی.
د بارک اوباما پاليسي له تناقضاتو ډکه وه، په ۲۰۱۴ کې يې ولسمشر کرزي ته ويلي وو چې پاکستان د ترهگرۍ ضد جگړه کې د امريکا سټراټيژيک «ايتلافي» دی، په داسې حال کې چې امريکا تياره افغانستان کې په جگړه اخته ده، د پاکستان پر ضد د جگړې بل سنگر نه شي پرانيستی. اوباما په تکراري توگه پر خپل افغان سيال ټينگار کاوو چې «پاکستان په افغانستان کې د هند د نفوذ په اړه اندېښمن دی.» د ډيورنډ کرښې په اړه هم ولسمشر کرزي يو داسې حل وړاندې کړی و چې په دې اړه به هر ډول گام د دواړو هېوادونو له سلا مشورې وروسته اخيستل کېږي. د دواړو قضيو په اړه د ولسمشر کرزي دريځ ډېر روښانه و: افغانستان به هېڅکله د پاکستان هغه غوښتنه ونه مني چې د کابل بهرنۍ پاليسي دې د اسلام اباد په خوښه جوړه شي او يا دې هم د ډيورند کرښې په اړه د پاکستان دريځ او غوښتنې ومني.
د ښاغلي اوباما د بهرنۍ پاليسي تمرکز د افغانستان په پرتله ډېر پر پاکستان و، د ۲۰۰۹ په ډسمبر کې يې د افغانستان او پاکستان په اړه خپل ولس ته په وينا کې وويل چې: «موږ بايد په ډېر احتياط گامونه پورته کړو؛ ځکه چې په افغانستان کې زموږ بريا په مستقيمه توگه له پاکستان سره په ملگرتيا او اړيکو کې نغښتې ده، په تېرو وختونو کې هم موږ پاکستان سره له خپلو اړيکو دفاع کړې ده، اوس هغه ورځې تېرې شوې دي.» د بارک اوباما افغان او هندي اورېدونکي په دې خبره ډېر هيښ شوي، چې «امريکا او پاکستان له گډ دښمن سره مخ دي.» د اوباما ادارې له پاکستان سره قوي اړيکې درلودې او د پاکستان د پخواني لوی درستيز جنرال پروېز اشفاق کياني پر مهال دغه اړيکې نورې هم غښتلې شوې وې.
له پاکستان سره ښې اړيکې د افغانستان ناکامي ده
وتلي امريکايي ژورنالېست سيمور هېرش په ۲۰۱۶ کې په خپل کتاب «The Killing of Osama bin Laden» کې ليکلي چې له افغانستانه د امريکايي سرتېرو له کمېدو سره ولسمشر بارک اوباما د پاکستان استخباراتي ادارې «ای اېس ای» ته په افغانستان کې د خلاص مټ فعاليتونو اجازه ورکړې ده. د دې پايله دا شوه چې د پاکستان گڼې وسله‌والې ډلې په لوی لاس افغانستان ته ولېږدول شوې او د تگ راتگ لاره يې هم ډيورنډ کرښه وه. په دغه وخت کې دغو وسله‌والو په نوي نوم او نشان «اسلامي دولت» تر نامه لاندې د افغانانو وژنه پيل کړه چې ډېری قربانيان يې افغان هزاره‌ گان دي.
امريکا پاکستان ته ۳۳ ميليارده ډالره مرسته ورکړې چې يوازې ۲۱ ميليارده يې د اوباما په واکمنۍ کې ورکړل شوي دي. په داسې حال کې چې سپينه ماڼۍ په دې کې سخته پاتې راغلې چې د ترهگرۍ د ملاتړ په اړه د اسلام اباد په پالیسۍ کې بدلون راولي او پايله يې دا شوه چې د افغانانو سربېره امريکايانو هم د دې مرستې زيان د خپلو وينو په تويېدو وگاله.
په افغانستان کې د اوباما پاليسۍ ته افغانان په دې سترگه گوري چې دغه هېواد کې ړندو جگړو، بمباريو، بې پيلوټه بريدونو او د افغانستان په کليو او گڼ مېشتو سيمو کې پر بې گټې پوځي عملياتو ډېر باور او ټينگار کوي. په يقيني توگه دا هغه څه نه دي چې افغانانو يې له تور پوستي امريکايي ولسمشر څخه تمه درلوده. اوباما سپينې ماڼۍ ته «د هيلې او بدلون» په شعار ورسېد او ژمنه يې کړې وه چې د جگړې عوامل به له منځه وړي. ده ويلي وو چې د افغانستان جگړه د اړتياوو له مخې روانه جگړه ده او متحده ايالتونه بايد دغه جگړه په لنډ وخت کې وگټي.
د اوباما وروستۍ وينا
د امريکا تلونکي ولسمشر په خپله وروستۍ وينا کې د خپلې اته کلنې دورې په اړه وويل چې ده په تېرو اتو کلونو کې د ترهگرۍ پر ضد د قانون په چوکاټ کې هر ډول جگړه وکړه، خو بې پايلې بې پيلوټه بريدونه، تروري بريدونه، بې گټې شپنيز عمليات، په ناقانونه توگه له پنځو زرو زيات افغانان زنداني کول؛ دا ټول نه يوازې دا چې د افغانستان د ملي حاکميت پر ضد هڅې وې، بلکې له نړيوال قانون څخه هم سرغړونه وه، چې امريکايي سرتېري دې افغانان ووژنې، زندان ته دې واچوي او څوک يې ترې د پوښتنې حق هم ونه لري. د اوباما ادارې په گڼو پېښو کې له بشري حقونو سرغړونه کړې، په گڼ مېشتو سيمو کې يې د عملياتو پر مهال ولسي خلکو ته مرگ ژوبله اړولې ده.
د ښځو، ماشومانو او بې دفاع خلکو وژنه د اوباما د کمزورې پاليسي پايله ده. په افغانستان کې د امريکا متحده ايالتونو جگړه‌ييزې پاليسۍ د سولې هيلې وژلې او جگړه د وخت په تېرېدو د افغانانو غاړې ته پرېوته.
پر دې هر څه سربېره زه د نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې دا هيله نه لرم چې د افغانستان په اړه په خپله پاليسۍ کې ژور بدلونونه راولي، خو ټرمپ بايد دومره خامخا وکړي چې د افغانستان پخوانۍ ناخوالې له منځه يوسي.
دی بايد د افغان امنيتي ځواکونو جگړه‌ييزه وړتيا او ځواک غښتلی کړي. ټرمپ بايد په سيمه‌ييزه توگه خپله پاليسي فعاله کړي او په ځانگړې توگه له روسيې، چين او ايران سره رغنده پاليسي غوره کړي.