
نه پوهېږم يو ځل د بهير(ننګرهار ادبي بهير)پر ګذارش ليکنې بوخت والى او که کومه بله خبره د دې لامل شوه چې ډېروپه يوه خوله پر يو داسې شعر چې په لومړي ځل اوريدو مې زړه کې ځاى شو،ډېرو په يوه خوله نيوکې پيل کړې وې او ما هېڅ نه وېل؟د شعر شاعر هجرت الله اختيار و،شعر دومره راخوږ شو لکه زما د زړه درد چې اوبه ورکړې وې،له دې کيسې د کلو په تېريدو بيا هم زما په ذهن کې د هغه شعر شتوالى کېداى شي لا هم د دې احساس بېلګه وګڼل شي.
شعر داسې وو:
له هغه درده شوم خبر چې پرې خبر نه وم
زه لا په زړه داسې زخمي،داسې پرهر نه وم
زه لکه لار د بل په خوښه هره خوا لاړمه
زه د فطرت په تقاضو هېڅ برابر نه وم
زما تر تلو وروسته تياره نه شوه،ماښام رانغى
زه که هر وخت ومه خو وخت د مازېګر نه وم
زه چې تر اوسمهاله شعر يو محسوسيدونکى توکى راښکاري،د اختيار په دې شعر کې مې هغه څه حس کړي چې زما خوښيږي،رېښتيا هم د زړه له دره ليکل شوى برېښي،بې له دې چې څه ته ګوته ونيسي يو پټ درد انځوروي،له دې درده هر ډول تعبير کېداى شي،د مجبوريت،وروسته پاتې والي،ماتې،ژړا...او په ټوله کې د انسان د کمزوري والي چې فکر کوم هر څوک د دې ټوليز درد په هېنداره کې د خپل ارمان او خپلو هيلو وژل کېدل،مړينه،تباهي او توهينيدل ويني،دا خبرې مې په دې مانا هم درواخلئ چې اختيار د دې ټکو په انځورونه کې ځانګړى قلم او وړتيا لري،د شاعرۍ چاپه ټولګه (لپه)کې يې هم دا ټکي ما ليدلي خو اوس چې دمګړۍ يې ټولګه په لاس نه لرم نه شم ويلاى چې څومره برخه يې دې برخې ته ځانګړې ده خو د بېلګې په توګه يې يو بل همداسې شعر را ياديږي چې مطلع يې وه:
ورځ کنځا کړې راته شپې راسره جنګ کړى دى
زه ترې خپه يم،زمانې راسره جنګ کړى دى
پورتنيو يادو او نايادو بېلګو ته په پام سره هجرت الله اختيار ته زه د درد د انځورونې يو ښه شاعر وايم(سره له دې چې دى نورو برخو کې هم ښه شعر ليکي)دا څو کرښې مې د يو څه بېړې له مخې د ګران اختيار په نمانځنه چې ډېر وخت يې شعرونو سره په واټن کې يم وليکلې،داسې ډېرې نورې خبرې د هغه پر ښايسته شاعرۍ راسره دي چې که ژوند اجازه راکړه نو خامخا به څو پاڼې پرې تورې کړم.
ګران اختيار دې ژوندى او همداسې ښه شاعر اوسي!