اقتصاد پېژندنه/  پينځمه برخه

۲- اقتصاد د مادي هوساينې علم دی
(Economics is a science of material welfare)
1-ډاکتر الفرد مارشال: (ادم سميت) او د هغه پيروانو چې کوم تعريف د اقتصاد د علم لپاره تر  وړاندې کړی دی، له يوه اړخه محدود او لار ورکی و، ځکه هغوی شتمنۍ ته مرکزي بڼه ورکړې وه، نو له دې کبله د اقتصاد علم په اړه یو داسې تعریف ته اړتیا وه چې د اقتصاد په اړه د خلکو ناسمه پوهنه لرې کړي. ددې اړتيا د لرې کولو لپاره په نولسمه ميلادي پيړۍ کې ډاکتر (الفردمارشال) په خپل کتاب (د اقتصاد د علم اصول)کې  دغه ناسمه پوهنه لرې او د (کارلايل) او (رسکن) نيوکو ته يې د پای ټکی کېښود. (الفردمارشال) اقتصاد علم داسې تعريف کړ: اقتصاد يو داسې علم دی چې د انسان ورځنی ژوند تر څېړنې لاندې نيسې او ددې امر څېړنه کوي چې انسان څنګه شتمني لاسته راوړي او څنګه يې په لګښت ورسوي؟، دا علم د انسان د ځاني او ټولنيز ژوند هغه برخه تر مطالعې لاندې نيسي چې انسان خوشاله ژوند او مادي اړتياوې ترلاسه کړي، نو د اقتصاد علم له يوې خوا د شتمنۍ مطالعه، له بلې خوا تر ټولو اړین د انسان د ژوند يو اړخ مطالعه کوي. د الفرد مارشال له تعريف وروسته ټولې نيوکې له منځه لاړې الفرد مارشال د اقتصاد د علم په اړه ټولې ناسمې پوهې له منځه يوړې او د اقتصاد علم يې په ډېره ښه بڼه توضيح کړ، د ډاکتر الفرد مار شال په تعريف کې لاندې ټکي شامل دي:
۱-د شتمنۍ مطالعه: په اقتصاد کې يوازې دا نه مطالعه کېږي چې شتمنۍ څنګه لاسته راوړو؟ بلکې دا هم مطالعه کېږي چې شتمنۍ څنګه ولګوو؟
۲- د ورځني ژوند مطالعه: له ورځني ژوند څخه موخه ټول هغه کارونه دي چې څنګه شتمني لاسته راځي او څنګه په لګښت رسېږي او په ټولنه کې کوم کارونه  تر سره کېږی چې خلک ورته په بد نظر نه ګوري او ددې برعکس هغه کارونه چې ټولنه ورته په ښه نظر نه ګوري، لکه: رشوت، غلا او داسې نور چې دا په اقتصاد کې نه راځي او دا کارونه په ورځني ژوند پورې تړلي هم نه دي.
۳- د روغ انسان مطالعه: په اقتصاد کې د هغه شخص کړنې مطالعه کېږي چې روغ اوسي، د ليوني، ملنګ او ساده انسان کړنې په اقتصاد کې نه مطالعه کېږي، ځکه د دوی کارونه له ورځني ژوند څخه بيل دي.
۳- مادي اړتياوې: مارشال په خپل تعريف کې دا هم څرګنده کړې چې اقتصاد د انسان هغه کړنې مطالعه کوي چې مادي توکي رامنځته کوي او کومې کړنې چې مادي توکي نه رامنځته کوي، په اقتصاد کې نه شمېرل کېږي. لکه: کروندګر کرنه کوي، مادي توکي پيدا کوي، خو ددې برعکس استاد او څارنوال کړنې ځکه په اقتصاد کې نه راځي چې دوی مادي شی نه پيدا کوي.
۴- خوشاله ژوند: په اقتصاد کې هغه مادي توکي مطالعه کېږي چې انسان ته مادي خوشالي ورکوي او هغه مادي توکي چې انسان ته خوشالي نه ورکوي په اقتصاد کې نه راځي. لکه: د شرابو څښل، چرس او داسې نور... ځکه دا انسان ته مادي خوشالي نه ور په برخه کوي، نو ځکه يې اقتصاد نه مطالعه کوي.
۵- د شتمنۍ لګښت او پيدايښت: (مارشل) په خپل تعريف کې ويلي: ((انسان د خپلو غوښتنو د پوره کېدا لپاره چې په کومو اصولو عمل کوي، شتمني ترلاسه کوي، په لګښت يې رسوي،  تر څو پرمختګ او خوشالي تر لاسه کړي))
۶- انساني اړخ ته اهميت: تېرو اقتصاد پوهانو اصلي موخه شتمني ګڼله، خو مارشال اصلي اړخ انسان وباله او د انسان دلچسپي له شتمنۍ سره، ځکه چې د انسان د خوشالۍ وسيله ګرځي.
له ډاکتر الفرد مارشال وروسته يو شمېر نورو پوهانو هم د اقتصاد علم د مادي هوساينې علم ګاڼه چې په لاندې ډول ترې يادونه کوو:
۱-پروفيسور کينن: اقتصاد د هغو ټولو وسايلو وضاحت کوي چې د انسان د برياليتوب او ښه والي لامل ګرځي.
۲- پيګو: اقتصاد د مادي خوشالۍ مطالعه ده چې انسان يې مخامخ يا د پيسو په وسيله تر لاسه کوي.
(الفرد مارشال) او د هغه پيروان د (نيو کلاسيک) اقتصاد پوهانو په نامه يادېږي او د هغوی لخوا وړاندې شوي تعريفونه هم د نيو کلاسيک تعريفونو په نامه يادېږي.
د نيو کلاسيکو د تعريف ښه والی: (ډاکتر الفرد مارشال) اقتصاد علم ته د بريالتوب او ښه والي علم نوم ورکړ چې د ټولو نيوکو مخه يې ونيوله. د اقتصاد علم ته يې يوه نوې بڼه ورکړه او دا علم يې د ورځني ژوند د مطالعې علم وګاڼه، نو ځکه ډېرو خلکو د اقتصاد د علم له مطالعې سره مينه پيدا کړه. د اقتصاد علم لومړيتوب انسان ته ورکوي، په دويمه درجه شتمنۍ ته، نو له دې کبله د پخوانيو اقتصاد پوهانو نيوکې چې د اقتصاد د علم په تعريف وې، پخپله له منځه لاړې. مارشال هغه شتمني پالو ته دا روښانه کړه چې اقتصاد علم موږ ته د شتمنۍ پالنې سبق نه راښيي، بلکې شتمني يوازې د انسانانو د غوښتنو د پوره کېدو يوه وسيله ده او بالاخره مارشال وويل:
اقتصاد د انسان هغه کړنې تر مطالعې لاندې نيسي چې يو انسان يې د خوشاله ژوند د تېرولو لپاره تر سره کوي.
د تعريف نيمګړتياوې: د (مارشال) وړاندې شوی تعريف تر ډېره وخته ټولو ته د منلو وړ و، خو په (۱۹۳۴)زېږديز کال کې د لندن (سکول اف اکنامکس) پرفيسور (رابنز) په خپل کتاب (د اقتصاد د علم نوعيت او اهميت) کې د (مارشال) په تعريف کې يو شمېر نميګړتياوې را په ګوته کړې.
د پرفيسور (رابنز) په وينا د انسان برياليتوب او ښه والی يوازې په مادي وسايلو اتکا نه لري، بلکې غيرې مادي وسايل هم د انسان لپاره خوشالي ورکولای شي. د ساري په ډول کروندګر، د مزدورۍ تر څنګ ډاکتري ،استادي او داسې نورې چارې هم د انسان د خوشالی او ښه والي لامل ګرځي. د مارشال د تعريف پر بنسټ په اقتصاد کې د انسان هغه کړنې شاملې دي چې د انسان مادي اړتياوې پوره کوي، خو ددې برعکس هغه کړنې چې زموږ مادي اړتياوې نه شي پوره کولی، د اقتصاد په دايره کې نه راځي چې د اقتصاد د علم د لوستلو دايره يې محدوده کړې وه. همدارنګه مارشال برياليتوب او ښه والی په ښه توګه نه دی تشرېح کړی، کيدای شي چې يو شی د يو انسان لپاره خوشالي راوړي، خو بل ته خفګان. د ساري په توګه: د شرابو څښل د يو کس لپاره د خوشالۍ او بل ته د خفګان باعث ګرځي. په اقتصاد کې د شتمنۍ لاسته راوړلو څخه موخه يوازې هغه عايد دی چې مصرفونکی پرې خپلې مادي او غيرې مادي اړتياوې پوره کوي. د مارشال د نظريې له مخې مادي اړتياوې ( خوراک، لباس، مکان) په دغو چې کوم لګښت راځي، د اقتصاد په دايره کې راځي، مګر په غيرې مادي اړتياوو (فلم، چکر، سفر) چې کوم لګښت راځي، دا د اقتصاد له علم څخه بېرون دي، دا په داسې حال کې ده چې په اقتصاد کې ټولې مادي او غيرې مادي اړتياوې چې لګښت پرې راځي په اقتصاد علم کې شاملې دي. (مارشال) په خپل تعريف کې وايي: ((د بد عمله انسان کړنې په اقتصاد کې نه راځي)). لکه: غل،ډاکو او نور... خو دا په داسې حال کې ده چې هغه انسان هم لږ وسايل او ډېرې غوښتنې لري. د (مارشال) تعريف د انسان هغه کړنې تر مطالعې لاندې نيسي چې د انسان د خوشالۍ لامل يا د انسان په خوشالو کې لاس لري، مګر داسې کړنې چې مادي خوشالي انسان ته نه ورکوي، نه مطالعه کوي، خو که په يو هېواد کې جنګ يا زلزله راځي، نو د هېواد په اقتصاد اغېزه لري، ځکه په اقتصاد کې مطالعه کېږي.