
لیکنه : همتا حکیم انداز قلم
د امریکا، ناټو او متحدینو یرغل چې په افغانستان باندې وکړ په افغانستان کې یې د طالبانو نظام د پرځیدو سبب وګرځېد، ډیر افغانان د یو روښانه او با ثباته راتلونکې په توګه خوشبینه ول، امریکا افغانانو لپاره د یو داسې دولت رامنځته کولو زمینه برابره کړه چې د خلکو ریښتني تمثیل کوونکي واوسي. ولس د دې په تمه و امریکا به افغانستان کې دجګړې ټغر ټول کړي اود طالبانو له شره به ترابده خلاصون پیدا کړي ، ولې د څو کلونو په تېریدو نه یواځې داچې دغه شر لمنځه نه دی تللې؛ بلکې د یو غوښتلې ارادې سره د جګړې ډګر ته داخل شوي یو د هیواد امنیتي ځواکونه لاهم په جګړه بوخت دي.د هیواد امنیتي او سیاسي حالت پخوا په نسبت پېچلی شوید،دطالبانو ډله عامو خلکو او امنیتي ځواکونو وژلو پسې د پخوا په نسبت نستوڼې بډ وهلي او د هیواد په ډیری سیمو کې افغان امنیتي ځواکونه له پخو غورځول شوي دي عام خلک چې له دولت سره یې دندې تر سره کولې په دار وځړول شوي. سرکونه،پلونه،مکتبونه،روغتونونه او دولتي ادارې چې د نړیوالې ټولنې په مالي لګښت جوړ شوي وو لمنځه یې وړل شوي چې لاهم ددغه جنایتونو لړۍ ښه ګرمه روانه ده هم؛ نه یواځې طالبان بلکې نورې ترهګریزې ډلې زموږ اقتصادي او فرهنګي ځایونو نه د خپل ځواک په توګه استفاده کوي خو مهمه پوښتنه دا راپيداشي چې د جګړې اصلي هدف څه دی؟ څوک هره ورځ زموږ د هیواد نظامي ځواکونه او عام وګړي وژني؟
نه یواځې دا جنایت بلکې هره ورځ په سلګونه نور جرمونه او جنایتونه تر سره کېږي زموږ له خلکو سره.
چې پخپله دغه روان جنایت د بشر حقوقو نه سرغړونه هم ده؛ ولې د ملګرو ملتونو ټولنه او نورې نړیوالې ټولنې چې په راز کې د امریکا متحده ایالات دي. امریکا دهيڅ ترهګریزې ډلې پر وړاندې جدي او عملي اقدام نه کوي ؛ بلکې یواځې ددغه جنایتونه غندنه کوي اوبس.
امریکا اوس هم د تروریزم پر وړاندې په سیمه کې لازم اقدامات تر لاس لاندې نه لري که دکاسې لاندې نیمه کاسه ده؟ باید وویل شي چې امریکا او متحدین یې د افغانستان سره د تروریزم پر وړاندې په جګریز حالت کې یو سمبولیز شکل غوره نه کړي .
باید چې یو روښانه پالیسي تر لاس لاندې ولري جګړې پر وړاندې .
ترڅو جګړه په افغانستان کې پای ته ورسېږي . امریکا متحده ایالات او ملګري یې باید تروریزم اصلي تمویل کوونکي او په سیمه کې یې اصلي ځالي لمنځه یوسي.