د انسان د ژوند اخيستل د اسلامي اصولو، مقرراتو، موازينو او احکامو له نظره او د نړيوالو جگړيزو قوانينو له نظره په دواړو کي مردود او حرام دي. هيڅوک د دې حق نه لري چي د بې گناه انسان ژوند واخلي. په افغانستان کي دوامداره جگړه تر بل هر چا ملکي وگړو ته زياته مرگ ژوبله اړوي، چي دا مرگ ژوبله له څو اړخه په ناځوان مردانه ډول اوړي، ځيني کړۍ د ملکي وگړو په مرگ ژوبله دا ښيي چي گواکي د دوی فعاليتونه پراخ دي.
افغانستان هغه کړېدلی او نړېدلى هيواد دی چي له څو لسيزو راهيسي د جنگ مور پکښي لنگه سوې او بېلابېل ناوړه او بې رحمه قاتل بچي يې زېږولي دي او هغه اوس ټولو افغانانو ته څرگند دي چي دا بې رحمه او قاتل بچي څوک دي. په تېرو پنځلسو کلونو کي په افغانستان کي بېلابېلو کړيو په يوه او بل نامه د جگړې بهير تود ساتلى، خو په دې جگړه کي تر بل هر چا ملکي وگړو ته ډېر تلفات اوښتي. کله يوې ډلي ملکي وگړي په نښه کړي وي، کله بلي چي نه يوازي دا غميزه ونه درېده، بلکي زور اخلي. څنگه چي جگړه په تمامه مانا همېشه د خلکو د انساني حقونو د نقض لامل گرځي، د هغوى حقوق تر پښو لاندي کېږي، يعني جگړه ويراني ده. په دې وروستيو کي خصوصاً په سويل لوېديځه حوزه کي د ملکي تلفاتو کچه لوړه سوې ده.
پوښتنه دا ده، که د لويو لارو پر سر بمونه پر ملکي وگړو الوځي او هغه کړۍ دا ادعا کوي چي موږ مخالف لوري ته بمونه ځاى پر ځاى کړي وو، د دولت د مخالفينو پر ماينو خو هر وخت بې گناه کسان وژل کېږي او هر وخت د هغوی د دې شومي پديدې ښکار گرځېدلي دي.
د دې ډول ماين چاودنو او بريدونو پړه تل د افغانستان پر گاونډيو هيوادونو اچول کېږي او په قصدي توگه دغه کار کوي، چي ملکي وگړو ته مرگ ژوبله واړوي او خلک په وېره کي واچوي، تر څو افغانان پر خپلو امنيتي ساتونکو باور له لاسه ورکړي. افغان امنيتي ځواکونه وايي، د ماينونو ٩٥ سلنه مخنيوى کولاى سي، خو پنځه سلنه چي الوځي د مرگ ژوبلي کچه يې تر ٨٥ پوري رسېږي. په دې ډول پېښو کي د افغانستان د گاونډيانو او پرديو څارگرو شخصي گټي نغښتي دي، څو د ملکي بې گناه افغانانو د سر په بدل کي خپلو شومو اهدافو ته ورسېږي.
گاونډي هيوادونه نه غواړي چي افغانان دي د يو با ثباته هيواد درلودونکي وي. هغوى غواړي دغه اولس په بېره، جنگ او نا اراميو کي پاتې وي. هغوى ته لاس نيولي او محتاج وي، تر څو خپلو اهدافو ته په اساني ورسېږي. هغه هيوادونه او څارگر چي په افغانستان کي د جگړې اور ته لمن وهي او د جگړې د اوږدولو هڅي کوي، وسلې او مهمات را استوي او د څو پردي پالو افغانانو په وسيله يې عملي کوي، له يو باثبات هوسا افغانستانه بېره لري او وايي، هسي نه چي دغه هيواد پر مخ ولاړ سي، د تېرو حساب_کتاب راسره ونه کړي.
اوس ږغ پر خپلو امنيتي ارگانونو په کار دئ، لومړی هغه فاصله چي اوسمهال د اولس او د دولت تر منځ موجوده ده، باید دا واټن لیري سي، اولس او دولت سره نوک او ورۍ سي، اولس د ځان کړل سي. په دوهم قدم کي امنیتي ارګانونه باید د دې پردۍ جگړې لپاره يوه شېبه غفلت ونه کړي، داسي غاښ ماتوونکى جواب ورکړي، لکه په تېر وخت کي چي يې ورکړى دی او په دې برخه کي افغان امنيتي ځواکونه د اولس لاسنيوي ته هم اړتيا لري چي ورسره مرسته وکړي او د خپلو شهيد او ټپي سوو سرتېرو څاڅکي ويني ته دونه درناوى وکړي چي ساری يې نه وي، تر څو ثابته کړي چي پر خپل وطن مين دي او پر خپلو امنيتي ساتونکو باور لري. په درنښت ثناءالله مخلص ـ کابل
وروستي