
زما زوى ته داسې درس ورکړئ څو هغه وپوهېږي چې ټول خلک عادل او رښتيني نه دي ، زوى ته مې دا هم ور وښيئ چې د هر شيطان سړي تر څنګ هم رښتينى انسان شته. هغه ته دا هم ووايئ چې د هر خودخواه سياستمدار ترڅنګ ځوانمرد رهبر هم پيدا کېږي.
زما زوى ته دا هم ور وښيئ چې د هر دښمن په ځان کې د ملګرتيا ليوالتيا هم شته. پوهېږم چې ستاسو وخت به ونيسي خو دا هم ور وښيئ چې د کار او زحمت له لارې که يو ډالر وګټي دا تر هغو پنځو ډالرو ورته غوره دي چې په کوم ځاى کې يې پيدا کړي وي. دا هم ورته ور وښيئ چې له خپلو ناکاميو څخه پند واخلي او له برياليتوبونو څخه خوند. زما زوى له کينې او کرکې څخه لرې ساته. هغه ته د خندا د رول او اغېز په هکله هم ورزده کړه. که تاسو کولى شي نو زما زوى ته په ژوند کې د کتاب د اغېزمن رول په هکله هم څه ور زده کړئ.
هغه ته وواياست چې په مسايلو کې ژور فکر وکړي ، هغه الوتونکي چې په هوا کې ګرځي او پورته آسمان لورته درومي هغوي ته ځير شي ، په باغچه کې ګلان او په هوا کې د شاتو مچۍ له خپل نظره تېر کړي او ورکې فکر وکړي.
زوى ته مې ور وښيئ چې که په ښوونځۍ کې په يوه مسئله کې مشکوک شي دا له دې څخه غوره ده چې په نه بهانه او يا د تظاهر لپاره هغه مسئله ومنئ. هغه ته ور وښيئ چې له نرمو خلکو سره په نرمۍ او له سر زورو سره په شخه غاړه چلند وکړي. هغه ته دا هم ووايئ چې په خپله عقيده او فکر ايمان ولري که ټول خلک يې هم په خلاف خبرې وکړي.
زوى ته مې ور زده کړئ چې ټولو خبرو ته غوږ ونيسي او له هغو خبرو څخه چې په نظر يې ښې راځي هغه دې بيا د ځان لپاره وټاکي.
زوى ته مې د ژوند ارزښت ور زده کړئ. که کولى شئ زما زوى ته ور زده کړئ چې د ډېر زيات غم پر وخت تبسم وکړي. دا هم ور زده کړئ چې اوښکې بهول کومه د شرم خبره نه ده.
هغه ته دا هم ور وښيئ چې کولى شي د خپل فکر او شعور لپاره قيمت وټاکي خو دا خبره يې هم بايد په ياد وي چې د زړه لپاره قيمت ټاکل بې مانا کار دى.
کله مو چې زما زوى ته درس ښوده هيله ده چې له نرمۍ څخه ګټه واخلئ خو دا هيله هم کوم چې له زوى څخه مې يو نازولى هلک مه جوړوئ. پرئ ږدئ چې زړور راشي. هغه ته ور زده کړئ چې په خلکو باندې باور ولري. غوښتنې خو زياتې لرم ، خو وګورئ چې تاسو څومره کولى شئ. زوى مې د واړه عمر دى خو ډېر ښه هلک دى.
په درنښت
ابراهام لينکلن