د اوښکو روغتیایي ګټي

آیا پوهېږی چې ژړا مو پر روغتیا ډیري مهمې اغېزي لري او د وجود د زهري موادو د پاکیدو سبب ګرځي؟ د اوښکو تویول په رواني لحاظ کوم بدلونونه زموږ په بدن کښي منځ ته راوړي!؟
موږ ډېری وخت د بېلابېلو دلیلونو له مخې لکه: غم، ناکامي، احساساتي کیدلو، په کار ځای کې د ستونزو او یا هم د غمجني او احساساتي صحنې په لیدلو یا اورېدلو سره اوښکي تویوو، ډیری خلک فکر کوي چي اوښکي تویول یوازي د سترګو د سوروالي، پاړسوب، او تیت لید باعث ګرځي مګر ژړل پخپل وار سره ډیري ګټي لري.
اوښکي احساسات انتقالوونکي دي او د رواني فشار د ارمتیا لامل ګرځي او پر دې سربیره اوښکي زیاتي ګټي لري مګر اوښکي هم لکه نور فعالیتونه چې نه باید افراط پکښي وسي او زیاتي توی نه سي، زیاتي اوښکي هم خپل زیانونه لري چې د سترګو د وچېدو او همدارنګه د نورو زیاتو ستونزو لامل ګرځي.
دلته به د اوښکو د ځینو څو حیرانوونکو ګټو خبر سئ!
اوښکي د میکروبونو له منځه وړنکي دي:
اوښکي د لیزوزوم په نوم مایع لري چي انزایم ورته ویل کېږي چې کولای سي د بدن ۹۰ -۹۵٪ سلنه باکتریاوي یوازي د ۵ - ۱۰ دقیقو پورې له منځه یوسي.
اوښکي د سترګو دید زیاتوي او سترګي ساتي:
اوښکي د اوښکو جوړونکو غُدو له لارې جوړیږي، چې د سترګو د دید د زیاتوالي او روښانه دید لامل ګرځي، همدارنګه د سترګو په مرطوب ساتلو،د وچېدو څخه ساتلو او د سترګو په رپولو کښي مرسته کوي.
اوښکي د مزاج (طبعیت) په ښه کولو کي مرسته کوي:
اوښکي کیدای سي د هر ډول خپګان او ستریس درملو په پرتله تر ټولو ښه رواني او روحي خوښي رامنځته کړي، ځکه نو ډېری کسان تر ژړا وروسته وايي چي زړه مي تش کړ یعني سټریس او خفګان مي کم او یا ختم کړ.
اوښکي د زهري موادو له منځه وړونکي دي:
ژړل پر دې سربېره چې د ذهن احساس پاکوي بلکي زموږ بدن هم پاکوي، اوښکي تویول د هغه کیمیاوي موادو د له منځه وړولو لامل ګرځي چې په بدن کښي د کورتیسول (د سټریس هورمون) د زیاتوالي لامل ګرځي.
اوښکي د ښو اړیکو لپاره لار خلاصوي:
ژړا او اوښکي تویول کولای سي هغه خبرې رابرسیره کړي  د ویلو نه وي، دا موضوع کیداسي په اړیکو کښي یو دبل احساس ښکاره کړي او هم مقابل کس په هغه څه پوه سي چي اوښکي تویونکی یې نه سي ویلی.
اوښکي د فشار او سټريس په کمولو کښي مرسته کوي:
ژړا په نورمال ډول د بدن د استراحت او آرمتیا لامل ګرځي او پدې ډول کولای سي تشویش له منځه یوسي.