نړیواله لوبه او افغانستان

د نړي هيوادونو ترمنځ اړيکي او سياست کي لوۍ بدلونونه چي پيل يي د کريميا څخه وو  او په عربو هيوادو کي پاڅونونه او دايران او امريکي ترمنځ هستوي تړون چي په نړيوال سياست او نړيوالو اړيکو کي يې ډير ستر بدلون راوست. د‌‌دغي تړون نه وروسته په منځني ختيځ کي ډيري هيلي او په عين وخت کي نه اميدي پيل شوې.                         ايران چي هڅه او کوښښ کوی چي داسلامي نړي مشري ترلاسه کړي او ځان يو زبرځواک هيواد ښکاره کړي او يا لګ تر لګه ‌دسعودي عرب سره اسلامي واک په مسوی ډول وويشي. ددغي هدف تر لاسه کولو دپاره ايران ډير په هنر سره لوبه په مخ وړي. دايران وسني سياسي او ډپلوماټيک حرکتونه ښايي چي دوي په خپله لوبه کي تر د محاله کامياب روان دي، او هغه سور خط چي دايران او سعودي عرب ترمنځ پروت وو نن د سعودي عرب سرحداتو ته رارسيدلي دي. دا هر څه دلته پايښت نه مومي،بلکه دغه نه معلومه لوبه کي نور ډير مهم لوبغاړي لوبيږي. ټولي هغي لوبي چي په عربو هيوادنو کي رواني دي مونږ ته رازدکوي چي لوبه ډيره پراخه ده.او ددي لوبي اصلي لوبغاړي امریکه او روس دی. د تيري سړي جګړي ته ورته جګړه په مخ اچول شوي ده او يا په بله معنی د سوړ جنګ نوي جګړه په نوي بڼه په مخ وړل کيږي. دغه ځل مرکز يي د اورپا څخه منځني ختيځ ته انتقال وو. مګر دغه ځل د دغي سړه جنګ لوبه په يوه نوي ډول مخ ته وړل کيږي، روسيه د چين ملاتړ څخه برخمنه ده او امريکه د هغه زاړو انډيولانو څخه چي انګلستان يي په سر کي راځي او د ميدان لوبغاړي يي ايران،سعودي،يمن،سوريا،عراق او ځيني ډلي او ټپلی لکه حزب الله،حوثيان، داعش النصره، القاعده او نوری وړي ډلګي هم په کي راځي. ددسره په څنګ کي په غير مستقيم ډول لکه مصر،خليجي هيوادونه،ترکيه. دغه ټول هيوادونه د مذهبي او سترتيجک جنګ په اساس د يو بل په وړاندي جنګيږي او ګټه يي لوي هيوادونه تر لاسه کوي. په ځاي ددي چي دغه ټول حزبونه او ډلګي څنګه رمنځ ته شوي يو ځان ته بحث دي. هو مهم دا دي چي دغه لوبه څوک او ولي په مخ وړي،بي له شکه چي د امريکه او روس، او ددوي شريکان چي نړي په دوو ايدوليژيو باندي ويشي، چي يو يي کيپيټليزم او بل هغه يي کمونيزم ‌‌دي. او ددغو ايدوليژيو مرکز دغه عربي هیوادونه دي، چي په د سره به ډير په اساني خپل اهدف تر لاسه کړي. ددغي جنګ اصلي ښکاريان به عربي سيمه وي. او ددغي لوبي مرکزي سيمي به سوريا او يمن ‌وي، دغه سيمه نن د روسيه او امريکي ترمنځ سرا کرښه بلل کيږي. که چيري ددغي کرښي نه هر هيواد تيريږي نو دا په ‌د معنی چي يو يي مات او دا بل  ګټونکه دی،لکه څنګه چي په نويمه لسيزه کښي روسيه په افغانستان کي ماته وخوړه او کمونيزم ته يي نه هيرودونکي ماتي ورکړه او شوراوي اتحاد يي په برخو برخو وويشو. هم هغه لوبه نن په منځني ختيځ کی راونه ده،تر ووسه په دغه نه اعلان شوي ساړه جنګ کي روسيه بريالي ښکاري.   راځو دې ته چي  دغه حالات او  سياسي لوبو کي بدلونونه د افغانستان دپاره څه ورپه برخه کوي او افغانستان په دغي لوبه کي کوم ځای لري.  که مونږ تاسو ځير شو او د تاريخ پاڼي را واړوو نو پوهه به شو چي افغانستان په کوم ځاي کي خپل موقعيت لري. مګر د تاريخ پاڼو دهغي وخت حالاتو ته په کتو، دلوی زبرځواک هيوادنو ترمنځ خپل شوم اهدفو په رڼا کي قاضاوت کولي شو.   که څه هم دهغي وخت لوبي په نوي بڼه او په نوي جغرافيه کی په مخ وړل کيږي بيا هم افغانستان يي دپيل سر وو او په آخر کي به بيا هم افغانستان باندي پاي ته راسيږي.سوال پيدا کيږي چي څنګه او ولي.   هير مو نشي چي افغانستان په داسي جغرافيه کي واقع هيواد دي چي ‌امريکه او روس ورته ډير ارزښت ورکوي. ځکه چي افغانستان په کومو تيرو ديرشو لسیزو کي بدبخته وو، نن هم په هم هغه بدبختيو کي راګير هيواد ده، چي ددلاري امريکه او روسيه په اساني سره کولي شي خپل شوم اهدف په مخ کي يوسي.هر يو هيواد د داړتيا نه لري چي په ژوندي بڼه دافغانستان وګي په لاس کي ولري. دوي په اساني سره کولي شي چي په نه ژوندي بڼه خپل واک او اختيار وساتي تر څو خپلو شومو اهدافو ته ځان ورسوي.   که څه هم امريکه په افغانستان کي برلاسي ده. هو روسيه په عراق کي د ايران په مرسته او سوريا کي د بشار اسد په مرسته او عين زمان کي په خپله دغي لوبي ته وردنګل او ټول ځواک يي په کار اچول تر څو چي امريکه په انحصار کي وساتي،او په د سره به روسيه وتوانګي چي امريکه په افغانستان کي خپل قوات په کراره له لاسه ورکړي. مګر امريکه به هيس داسي تيروتنه ونکړي او جنګ به نور هم تو‌د کړي. لکه اوس يي چي د داعش په راپورته کيدو سره جنګ تود سأتلى دى .   د روسي هغه تيروتنه چي افغانستان کي يي ترسره کړي وي، نن يي امريکه په عراق او سوريه کي ترسره کوي.  كه مونږ تاسو ننى عراق او پخواني افغانستان جنګ ته زير شو نو هغه وخت هم همدا سي يو لوبه په مخ وړل شوي وه. امريکايانو په خپله وسله، د سعودي په پيسو او د پاکستان خاوري نه په ګټه کمونيزم ته ماتي ورکړه. نن روسيه د ايران په ملاتړ په سوريه،عراق او يمن کي ډير په توده جنګ کي ساتلي او خپل اهداف په کي عاملي كوي.    تير جنګ هم په افغانستان کي د شيعه او سني ايدوليژيو په اساس مخته وړل کيدو دسعودي او پاکستان په اشاره تر څو ايران ته ځاي خالي پاتي نشي. خو د روسيه ژونديو مداخلو دد فرست امريکه ته کاميابي ور په برخه کړه. او نن هم هغه فارمول په عراق، يمن او سوريا کي عملي کيږي.    افغانستان ددغي لوبي اخري لوبغاړي ولي. په لنډ ډول يي تشریح غواړم.  ۱. دافغانستان جغرافیايي موقعيت چي د غرونه او دشتو نه ډک هيواد دي او په اساني سره يو دښمن په بل دښمن د خپلو ګټو دپاره حملي کوالي شۍ. چي په د سره افغانستان د لوي زبرځواک هيوادنو ترمنځ د لوبي ډګر پاتي کيږي. ورسره په څنګ کي افغانستان د منځني اسيا او جنوبي اسيا يو پل بلل کيږي چي همدا بل دليل دي چي دنړي هیوادونو او ګاونډي هيوادو ته د مداخلي زمينه تياري وي. او په عين وخت کي د افغانستان سمندر نه لاس راسي د دسبب کيږي چي ګاونډي هيوادونه خپل شومو اهدافو ته د راسيدلو دپاره د نورو زبرځواک هيوادونو ملاتړ ځان ته راجلب کړي، او په دکار سره به افغانستان په يو جنګي ډګر پاتی شی. ۲. دډيورنډ کرښه او د اوبو مسلي، پاکستان دۍ ته هڅولی دی چي افغانستان کي جنګ ته لمنه وهي او جنګ دوام پيدا کړي.تر څو خپل هدافونه په کي ترلاسه کړي. ۳.د افغانستان کمزوري او نه اهله بهرني سياست چي د نړيوال سياست ته په کتو سره يو ماشومانه سياست دي، د دسبب شو چي افغانستان په يو انزوا کي واچوئ ترڅو په د سره لوي زبرځواک هيوادونو ته د د زمينه جوړه کړي چي خپل هدافونه تر لاسه کړي.  ۴. افغانستان کي قومي، ژبنيز، سمتي او ديني توپيرونه د دسبب ګرځيدلي چي دښمن ورڅخه خپله ګټه پورته کړي.   دغه هغه څه دی چي دښمانان ورڅخه ګټه اخلي او په خاص ډول امريکه او روس. او همدا دليل ‌دي چي افغانستان د دي او نور دسيسو قرباني ګالي او لا نوري خونړۍ ورځئ په مخ کي لاري.   ليکوال: داود خان عادل سياسي او نړیوالو اړیکو څيړونکي