
((مونږ چا ته څه ويلي دي؟مونږ ولې په ګوليو ولي؟))
يوه ترخه خاطره
د مرغومي ١٧مه وه،دفتر دنده راکړه چې په روداتو کې د زده کوونکو وروستۍ مرګ،ژوبله چې ويل کېدل د بهرنيو ځواکونو چاودنې رامنځته کړې،رپوټ کړم،د عامې روغتيا روغتون ته ولاړم، ډېر په وينو سره ماشومان مې وليدل چې د رغيدو په هيله پراته ول،له ورتګه مخکې مې ټينګ زړه کړى و چې لکه زمرى به يم،احساساتو ته به نه تسليميږم او هغه د چا خبره به عملي کوم چې((ژونالېست بايد لکه ډاکټر زړه ونه لري))څو ماشومانو نه مې دپېښې حال وپوښت،په يوه خوله يې ويل چې بهرنيو ځواکونو پرې چاودنه کړې،هغو ويل ما ثبتول خو چې وبه مې پوښتل چې څه غواړئ نو ژړه غوني به شول، د څه ويلو تمه به ترې نه وه،کار مې خلاص کړ،د تګ په حال کې وم چې يوه ډېرکوچني خو هوښيار زده کوونکي چې لومړى يې خبرې نه شوې کولاى او د ډاکټرانو په خوله چې د ژوندي پاتې کېدو هيله يې نه وه،راغږ کړه((اى خبريال صيبه!ته خو په هر څه پوهېږې،ماته ووايه چې زه يې ولې داسې کړم؟ مونږ چا ته څه ويلي دي؟مونږ ولې په ګوليو ولي؟ مونږ خو خپل تاليم(تعليم)کولو،مونږ خو طالبان نه وو،دوى به طالبان وژلي واى)) دې ماشوم همدا خبرې وکړاى شول،د نور څه ويلو نه و،د ده خبرې داسې نه وې چې ما يوازې د يوه خبريال په توګه اوريدلي او ثبت کړي واى،چې پام مې شو،ټولو ماته راکتل،سترګې مې له اوښکو ډکې وې،د ماشوم سترګې هم ماته وې،لکه چې د پوښتنې ځواب ته يې په تمه و،زړه مې و چې بې ځوابه ترې ووځم خو يو ځل مې فکر بدل شو،ماويل د ده خو هسې هم وايي د ژوند وروستۍ شېبې دي،که خداى مه کړه ساه ورکړي نو د دې پوښتنې بې ځوابه والى به يې هم يوارمان پاتې شي،ښه په سپينو ټکو او داسې چې ټول پرې پوه شي ورته ومې ويل چې((دوى همدا زما او ستاوژلو پسې راغلي،دلته د طالب،القاعده او دموکرات لوبه همدې خلکو شروع کړې،زمونږ نصيب به همداسې وي خو ته دافکر مه کوه چې ته خارجيانو وژلى يې،ستا په وژلو کې ستا د وطن خلک هم لاس لري او...))
له دې خبرو پس همداسې ژړغونى له روغتونه راغلم،ژړا مې خلاصه شوه خو فکر مې ډېر نارامه و،اوس چې له دې حالته څو ساعته تېريږي نه پوهېږم چې هغه ګلالى ماشوم چې ما يې خبرو کې د خپلو خلکو د ډېرو خوبونو پوره کېدل ليدل،ژوندى وي که مړ؟خو هغه څه چې به مې د يوې دردونکې خاطرې په توګه تل ياد وي،د دې ماشوم ژړا او پوښتنه وي.