کېدای شي سترس یا ذهني فشار له تاسو سره هر ځای مل وي؛ لکه په کاري چاپېریال، موټر چلولو، جشنونو، مراسمو، غونډو کې او یا هم په کور کې.
د (ایسنا) په رپوټ کې راغلي، څېړونکي پر دې عقیده دي چې د سترس یا ذهني فشار له خوړو سره ټینګې اړیکې لري. د دوی په باور که چېرې هره ورځ نا منظم او ګډوډ خواړه وخوړل شي نو د سترس یا ذهني فشار لامل ګرځېدای شي او که چېرې سترس لرونکي کسان د خوړو سمه او مناسبه ټاکنه ولري او په منظم ډول یې وخوري، نو ورځنی سترس به یې د امکان تر بریده کم شي.
د دغو خوړو نومونه به لاندې واخیستل شي.
څېړونکو د کانولوګ هول فوډ سایټ د غذایي توکو په لړلیک لیکلي چې دا ډول خواړه کولای شي انسان له سترس څخه لرې وساتي یا په بل عبارت ارام ورکوونکي دي.
لومړني خواړه مستې دي، د مستو خوړل بیا په ځانګړې توګه د اوړي په موسم کې ګټورې دي؛ ځکه سپکې دي او هضم یې هم اسان دی.
په هند کې د بدني غړو متخصص ډاکټر شیفا شارما په دې اړه وایي، مستې یا هر لبني محصول په تر ټولو زیاته کچه د تیروسین په نوم داسې ماده لري چې د مغز د سروتونین میزان لوړوي او دا سروتونین د اعصابو د ذهني فشار یا ستراس کچه ټیټوي او اراموي یې.
دويم خواږه خواړه دي؛ د دوی په وینا د سټرس هورمون کچه کموي او د سټرس اړوندې بیو شیمیایي نا ارامتیاوې د تعادل کچې ته را ټیټوي.
د طبیعي قند یا طبیعي خوږو لرونکې مېوې کولای شي سټرس له منځه یوسي. بادام باید وخوړل شي ځکه بادام د B2 او Eویټامینونه لري چې دا هم د سټرس د له منځه وړو لپاره ګټور دي.
وروستي