زغم او ځانمرګی

پر (ځانمرګي)څه ويل مې دا مانا نه لري چې ګواکې زه کوم کيسه پوه يم او دکيسه ييز ادب له اصولو د محب الله زغم دا ناول ګورم،بلکې دا له دې ناول سره زما يوه مينه ګڼلای شئ،(ځانمرګی) د محب الله زغم د ناول ليکنې لومړۍ هڅه ده،هغه له دې پخوا د لنډو کيسو د ليکلو تجربې کړي چې د يو شمېر استادانو په نظر ښې او د پام وړوې،دا ناول (ځانمرګی)چې تازه چاپ شوی، مرکزي لوبغاړی يې د يوه شهيد افغان ماشوم دی چې په پاکستان کې ژوند تېروي،له اړې ورځې مدرسه لولي،د آی،آېس آی پر کسانو اوړي،د ځانمرګي بريد روزنه ويني او تر دې چې کابل ته د ځانمرګي بريد په نيت ځي،هلته تر بريد وړاندې تر بريد لاندې راځي،بهرني سرتېري پرې ډزې کوي خو ژوندی ترې وځي،روغتون ته ځي،تر پلټنو لاندې وي،څارګره اداره ترې پوښتنې کوي،ورسره خوا کې د ده روغتياپال(ډاکټر)چې پراخه اسلامي مطالعه لري،دی پر ښو،بدو پوهوي،دذاکرنايک(د اسلامي نړۍ د يوه لوی عالم)انځوريزې ويناوې(سيډيانې)پرې ګوري او دا پرې مني چې ځانمرګي بريدونه د کولو نه دي!
رېښتيا د ناول پای د مينې خواږه هم لري،مرکزي بدروزل شوی لوبغاړی چې لومړی يې له خپلې مرستيالې روغتياپالې(نرسې)له ليدو کرکه کوله،د روغتياپال د لارښوونې او روزنې په مټ د مينې سيند ته دانګي او پرهماغې روغتياپالې زړه بايلي خوله بده بخته چې نور يې حال نه معلوميږي او دا مېن خوارکی هم د سورپالنګ پر ځای د زندان پر لور ګامونه اخلي.
داناول د دې ترڅنګ چې د روان افغان ناورين د يوې غوښنې برخې کيسه کوي،يو شمېر ناسم کولتوري او دوديز ارزښتونه هم انځوروي ،لکه په يوه برخه کې دشهيد له کونډې څخه د هغه د ورور د نکاح غوښتنه،همداسې له مجبوريته په مدرسو کې د مرکزي لوبغاړي ژوند او حالت،د مرکزي لوبغاړي پر وړاندې د هغه د تره د ښځې رخه،له خپل تره زوی سره د مرکزي لوبغاړي کينه او ځينې نور...
د(ځانمرګي)راښکون(تلوسه)هم بډايه ده،ژبه يې په ټوله او په ځانګړې توګه دلوبغاړو د خبرو پر مهال د پام وړ او ښکلې ده،داناول په ډېرو نورو خبرو هم ارزي چې ښايي اړوند کسان يې وکړي،زه يې د يوه لوستونکي په توګه زېږيدنه د اوسنۍ پردۍ جګړې د پټ کړای شوو خواوو د يوې ښه انځورونه ګڼم ،ترڅنګه يې يوه نيوکه به ورته نه وايو خو يووړانديز به يې وګڼو او هغه دا چې که د کيسه ييزې ژبې د ارزښتونو په خوا کې(چې دې ناول کې ورته پام شوی)د معياري ليک په توګه د (سي)پرځای (شي)راغلی وای (البته د لوبغاړو له خبرو پرته برخې يادوم)ښه به وای،زه ليکوال محب الله زغم ته د ورته نورو ښايسته هڅو په کولو کې بری او زغم غواړم او هيله لرم چې هم شانه نور قلموال ملګري هم د هنر د پنځونې په لړ کې د زغم په شان نه له ډېر افراط او هم نه ډېر تفريط څخه کارواخلي،يانې تر وسه،وسه دې په هنري توګه د خپلې ځپلې ټولنې درد،ماتم او حالت انځور او لاملونه يې په ډاګه کړي.