افغانستان په مرکزي آسیا د جیواستراتیژیک او جیوپولتیک مرکز کې موقعیت لرې . دا هیواد پنځه زره کلن تاریخ لرې. په افغانستان کې هر دول ملیتونه او اقوام اوسیږي. د دي هیواد اتلان یو وخت لوی امپراطوري ایښودلۍ وو چې هیڅ کوم هیواد داسې واک نه درلود چې د افغانستان سره سیالۍ وکری. مګر متاسفانه زمونږ بې اتفاقي سبب وګرځید چې نور هیوادونه دا امتیاز د زمونږ څخه واخلي او نور هیوادونه لکه انګلستان چې یو وخت په نړی کې يو لوی امپراطور وو ،وتوانیدل چې په اول سر کی پر هندوستان باندې یرغل وکړی او وروسته بیا پر افغانستان.
افغانستان هغه وخت ماتې وخوړه کله چې د محمدزایې ، سدوزایې، بارکزایې او د غلجایې په کورنیو کې د واک پر سر اختلافات او جګرو پیل شو چې تر ننې پورې موږ یو بل سره په تکر کې یو.
زه غواړم چې په همدغه بحث کې د انګلیسانو یو چال تاسو ته څرګند کړم.
انګلیسان چې هر هیواد باندې یرغل کول او بیا وروسته چې ماتي خوړه نو ، نورکوم خاص پاليسي ندرلوده بلاخره تصمیم واخیستۍ چې هغه هیواد تجزیه کړی ، لکه هندوستان او پاکستان چی دواړو په 1947 کال کې تجزیه شو او تر ننې پورې دواړو هیوادونو ترمنځ جګره روانه دي مګر په افغانستان کې دوی کامیاب نشو چې افغانستان تجزیه کړی. دوی داسې پلان درلوده چې شمال د تزاری روسیی سره یوځاي شي او جنوب د انګلیستان هيواد باندې مربوط شی مګر زموږ پلارونو او اتلانو انګلیسانو ته دا اجازه ورنکړ چې افغانستان تجزیه شی . دا څرګنده ده چې د افغانستان د خپلواکۍ په جګرو کې تول اقوام حضور درلود په هغه وخت کې دا خبره نه وو چې دا پښتون دی یا که ازبک ، هزاه او یا تاجک، تول په ګده سره یوځای د خپل خاوره څخه دفاع کری .
لکه څنګه چې په پاس کې مې لیکلې چې ؛انګلیسان په دی کامیاب نشو چې افغانستان تجزیه کړی بلاخره دوى دا پلان جور کړ چې د ملاهانو له نوم څخه ناوره استفاده وکري او دوی خپل جاسوسان سمبال کړ او د ملایانو په شکل په افغانستان کې خپل جاسوسان په هره ځايونو کې دنده ورکړله چې یو د سنی پر ضد تبلیغ وکړی او بل د شیعه پر ضد ،دوی بیا هم ونتوانیدل چې مذهبی جګره منځ ته راوري. لکه څنګه چې غازی امیر امان الله خان واک ته ورسید هغه د افغانستان د پرمختګ لپاره دیر پلانونه درلوده او ریفورمونه منځ ته راوړل خو متاسفانه د انګلیسان زامن امان الله خان ته اجازه ورنکړ چې خپل پلانونه مخ ته یووسی.
په همدا لحاظ د انګلیسانو یو پلان خنثی شو چې هغه تجزیه وو په همدا دول په خپل دوهم پلان کې چې د ملایانو د نوم څخه ناوړه استفاده کول وو کامیاب شو او په همدا دول تر اوسه پورې ټول افغانان او قومونه یو بل سره په جنګ اچولي .
مونږ افغانان د هغه خلکو څخه يو چې خپل دوست او دښمن نه پیژنو او ټل یو بل سره په جنګ یو.
مثال :یو د (دانشگاه) باندې جګره کوی او بل د پوهنتون پر سر ، میشتو ځوانان چې په بهر کې د تحصیل لپاره ترکیی ، هندوستان، روسیه او نورو هیوادونو ته تللې دي؛ د فیستیوالونو او فرهنګی ورځو کې یا د اتن پر سر جګره کوی او یا د لیدران او رهبرانو د انځور د لګولو باندې جګره کيږى . دا مونږ ته ښایی چې زمونږ نني ځوانان لکه پروني او نني رهبرانو غوندې یو بل سره د قومیت د جګوالې پر سر جګره کوی که داسې وی؛ نو زموږ هیواد هيڅکله نه جوریږی.
که په هر کور کې د هر یو افغان مور او پلار خپل زامنو ته ښه لارښوونه وکړی دا نه عامل کیږی چې موږ یو بل قوم ته ښکنځل وکړو . انګلیسان ، روسان او نور هیوادو په دی خوښ کیږی چې د افغان زامن یو بل ووهی او یو بل ووژنی مګر مونږ د هیڅ شی په باره کې نه پوهیږو او بس توپک په لاس کې نیسو او زموږ هیوادوال وژنو.
که دومره سواد مو درلودۍ دا وخت نه رارسیدلی چې زه افغان یم یا که زه افغانستانی یم تول د بیسوادی او د زموږ اسلامی مطالعات کموالې دي چې یو بل سره مخامخ یو. پیامبر اکرم (ص) فرمایی: که زما یو امت يو بل خپل مسلمان ورور سره تبعیض ولرې زموږ د دله څخه نه دي.
په پای کې غواړم ووایم که ښه کوو خپل ځان ته کوو او که بد هم کوو خپل ځان ته کوو . هغه خلک چې نفاق اچوی هغه هم خپل ځان په اورکی اچوی او نور افغانان هم په اور اچوی.
وروستي