افغانستان ته د منځني ختيځ پروژي انتقال

  د افغانستان جغرافيايي موقعيت او دافغانانو احساساتي کړنو څخه په ګټه اخيستو، امریکا غواړي چې خپل حریف روسي ته دداعش له لاري یو ځل بیا ماتي ورکړي او خپل شومو اهدافو ته ځان ورسوي.   دروسيي ځيرکتيا په منځني ختيځ کې، امريکا دی ته مجبوره کړی چې خپل جنګي ماموریت بيرته افغانستان ته رانتقال کړي،دا په دی چي امريکا نشي کولای د منځني خیتځ عربي هيوادونو ترمنځ په سوريه کې خپل جنګي ماموریت مخته يوسي ،نه یواځی دا چی جنګ په مخ يوسي بلکې خپل د لسیزو انډيولان يي هم له لاسه ورکړل. د ایران حضور په سوريه ،يمن او عراق کې او دوی ته ورته کارکونکي ډالی او ټپلي لکه حزب الله حوثيان او مقتدا صدر،ورسره په څنګ کښي سعودي عربستان خلاف ډالی لکه القاعده،اخوان المسليمن او د دوی په دننه خپل هيواد کي مخالفتونه ددسبب شول چی ایران برلاسي کړي او ايران مستقيمن د روسي په ملاتړ او د مرکزي آسيا په ملګرتيا وکولاي شول چی سعودي عربستان انزوا خواته کش کړي. چې په د سره سعودي عربستان خپل ایتلاف کي هم ماتي سره مخامخ شو. پاکستان،مصر،ترکيه چې يي مهم غړی وو يا په شا تګ وکړ او يايي خپل رول کم رنګه کړ او ورسره په څنګ کې دغه ګډون کونکو هيوادونو روسي ته د نږدېوالي هڅي پيل کړی چې په دسره يي د امريکي سترتجيک ملګرو ته يو لوي سرخوګي جوړ کړ. ددوي نږدېوالي امریکا دی ته مجبوره کړه چې خپل بهرني سیاست کي يو څه بدلون راولي،هغوي د ايران سره هستوي تړون لاسلیک کړ او دغه یي يوه بيلګه وه چي په دی سره يي ځان ایران ته نږدي کړ چي هند هم په کي شامل دي. ددي دپاره چې د امریکي اهداف په منځني ختيځ کې د ګواښ سره مخامخ دي، نو دوي خپل پام بيرته افغانستان خواته روړولو ځکه چې: ۱. د افغانستان جغرافيي موقعيت د دغي زمینه ورته برابره کړه چي خپل غچ واخلي ۲. افغان ولس چي د جنګسالارانو په واک کي ده او دافغان ولس احساساتي برخورد او ناپوهي لوی کچه ورسره دقومونو ترمنځ اختلافات دوي يو ښه فرصت په لاس ورکړ چي خپل اهداف په مخه يوسي. ۳. د پاکستان سترتجيک جوړښت چي د همدي لپاره جوړ شوي دی او د داعش ډلي انتقالي پروسه يي دمنځني ختيځ څخه افغانستان ته پیل کړه او ورسره په څنګ کې يې په موصل ښار کې داعش ماتولو ته لاسنو رونغړل تر څو ددوئ دپاره په افغانستان کې زمين سازي شوي وي او د ژمي په پیل کيدو دلته ميشت شي او د ژمي په پای ته رسیدو سره جګړه پیل کړې او ددلاري ځان مرکزي آسيا ته ورسوي تر څو روسيه په انحصار کي راولي.که څه هم روسیه وار د مخه  په د لوبه پوهه شوي او دغي لوبي ته يي  خپل تياري نيولي دي او دطالبانو سره يي اړيکې ټينګي کړئ تر څو يي د ایران په مرسته مخته يوسي.ددغي لوي لوبي قربانیان به افغانان وي او افغانستان به بيا هم د جنګ ډګر پاتې شي. نور بيا......