
د تیرې اونۍ د سه شنبې ورځې بریدونه په افغانستان کې د ډيرو تلفاتو لرونکي وو. په يوه ورځ په کابل، کندهار او هلمند کې څلور ترهګریز بریدونه وشول چې په لړ کې يي لسګونو هیوادوال و وژل شول او لسګونو نور ټپيان شول. په کابل کې د سه شنبې ورځې په مازديګر په شوي بريد کې څلويښت تنه و وژل شول او اويا تنه نور ټپيان شول. په کندهار کې هم په هغه چاودنه کې چې د والي په ميلمستون کې وشوه د متحده عرب اماراتو د پنځو ديپلوماتانو په ګډون، د کندهار د والي د مرستيال او څو دولتی لوړپوړي کسان پکې و وژل شول.
د کندهار والي او د متحده عرب اماراتو سفير هم په دې پيښه کې ټپيان شول. د لشکرګاه برید هم افغان وګړي قرباني کړل. هغه اسناد چې امنیتي ادارو رسنیو ته په واک کې ورکړي دي پکې ښودل کيږي چې ددې درې ګونو بریدونو طرحه د پاکستان په چمن سیمه کې د کوټې شورا په مستقيم امر په داسې يوه مدرسه کې جوړه شوې وه چې د افغانستان پولې ته څيرمه د پاکستان په خاوره کې پرته ده. ددې برید د روزنې او پلي کيدو ځای د مولوي احمد کندهاري په نوم هغه مدرسه وه چې ورته ډير بريدونه پکې پلان شوي. د امنيتي معلوماتو پر بنسټ دا مدرسه د چمن شنبې باغچې په سيمه کې د رحمان کهول په نوم سيمه کې پرته ده، ددې ترڅنګ هلته درې نورې مدرسې چې د مولوي مستان، مولوي مستقيم او مولوي جمعه ګل په نامو دي هم حقاني شبکې ته ځانمرګي بريدګر روزي. دوی د زده کړو په لړ کې په دوو مياشتو کې تنکيو ځوانانو ته د ځانمرګي برید زده کړې ورکړی او بیا يي چې کله ذهنا اماده کړل د حقاني شبکې ته سپاري. په زړه پورې داده چې دا څلور ګونې مدرسې د پاکستان د يو ستر پوځي مرکز يوازې په څو سوه ميتري کې پرتې دي. د اطلاعاتو پر بنسټ ددې بریدونو اصلي طراح د مولوي ولي الله په نوم يو کس دی چې د مولوی احمد کندهاري د مدرسې اړوند دی. دې سړي دې کار ته درې ډلې ګمارلې چې يوې ته يي بدري نوم ورکړی وو چې د کابل بريد يي وکړ، بله يي بیا چريکې نوميده چې د کندهار برید يي پلان کړی وواو دريمه يي د عرب په نوم وه چې په هلمند کې يي بريد وکړ. د مولوي احمد کندهاري په دې مدرسه کې يوازې د ياد بريد نه بلکه تر دې مخکې پر امریکايي پوهنتون د بريد، د ميدان وردګو او کابل پر لويه لاره د پوليسو اکاډمۍ پر فارغينو د برید،پر پوليسو اکاډمۍ د بريد،د ولسی جرګې د غړي ميرولي پر کور د بريد،د ميدان وردګو د قاضي په کور د بريد او د کابل پر دوهمه حوزه د برید طرحې هم پکې جوړې شوې وې. له شواهدو دا ښکاري چې د دین په نوم په دې مدرسو کې د پټې روزنې او ذهنيت سازۍ يا ذهن وينځلو تر شاه په ښکاره ډول د ای اس ای يا پاکستان د استخباراتي ادارې لاس دی. دا چې ورته روزنیز مرکزونه دې د پوځ د يو ستر مرکز په څو سوه میترۍ کې وي دا له ترهګرو خصوصا طالبانو او حقاني شبکې د آی اس ای د ښکاره ملاتړ په مانا ده. تر دې برید يوازې یوه اونۍ مخکې همدې مدرسې ته په کوټه کې له يو پاکستاني ادرس څخه شل لکه کلدارې هم استول شوي دي. له دې پيسو او پټو روزنو داسې ښکاري چې په افغانستان کې کيدونکي بريدونه لکه څنګه يي چې طالبان د خدای په لار کې جدو جهد يا جهاد بولي نه ده بلکه د پيسو د پيداکولو يوه وسيله ده چې مدارس او د دې مدارسو ناظمين او مسولین پکې خپل جيبان ډکوي. پاکستان په تیرو څو کلونو کې نه يوازې زرګونو افغانان د طالباني وحشتونو ښکار کړي دي بلکه نړۍ يي هم په دې غولولې چې دوی ته يي طالبان يو خودجوشه حرکت معرفي کړی دی او نړۍ ته يي په ډراماتیک ډول ښودلې چې په افغانستان کې روان وحشتونه افغاني رنګ لري. دا شواهد او په داسې حساسو ځايونو کې د دين په نوم خلک وحشت او دحشت ته هڅول ددې ښودنه کوي چې نه يوازې طالب مشران بلکه ټولې هغه مدرسې چې په پاکستان کې ددين په نوم ترهګر روزي له هيڅ ډول بنديز سره مخ نه دي ان د پاکستاني پوځ له لوري يي امنيت هم ساتل کيږي. بله په زړه پورې خبره داده چې طالبان د کندهار د برید تر کولو وروسته هڅه وکړه چې دا بريد په بل چا يا ډلې پورې منسوب کړي. دوی دا انکارځکه وکړه چې په ياده پيښه کې څو تنه عربان مړه او ټپيان شول او عرب هغه خلک دي چې همدې ډلې ته اوس هم ترې چندې او پيسې را روانې دي نو دوی ددې لپاره چې د عربو زړه يي نه وي مات کړی تر مسولیته انکار ته لومړیتوب ورکړ. د قطر دفتر د فارس خليج په حوزه کې طالبانو ته د آزاد تګ راتګ موکه برابره کړې ده نو دوی نه غواړي چې د داسې اسانتياوو ورکونکي هیوادونه يا ملتونه دې د دوی دښمنان شي. اوس نو دا د افغان دولت مسولیت دی چې د شته اسنادو پر بنسټ لومړی د پاکستان دوه مخې را بربنډه کړي او بیا پر نړۍ واله ټولنه د فشار په لړ کې نړۍ اړه باسي چې په پاکستان کې نور باید د ترهګريزو بریدونو د کونکو او پلان کونکو مرکزونو ګيلم ور ټول کړي.
سرچينه: هشت صبح ورځپاڼه
پښتو ژباړه: اکرام الله مظلوميار