
د اقتصاد تعريف (Definition of economics):
کله چې انسان نړۍ ته سترګې غړولي، ورسره غوښتنې هم رامنځته شوې دي چې دغه غوښتنې په لومړي وخت کې ډېرې ساده وې. د ژوند په لومړيو وختونو کې د انسانانو ژوند په ځان بسيا وو، خلکو د ښکار له لارې خپلې اړتياوې پوره کولې، خو د وخت په تېرېدو سره د انسان په غوښتنو کې توپير راغی، انسان په دې لټه کې شو څو د ځان لپاره اسانتياوې برابرې کړي، هماغه وو چې د اقتصاد علم رامنځته کېدو ته اړتيا پېښه شوه. تقريباً د ټولو علومو په هکله که څېړنه وکړو، نو ريښه يې يونان ته رسېږي، ځکه يونان د نړۍ پر مخ لومړى ځاى و چې هلته انسانانو د طبيعت له مخ څخه پړونی پورته کړ. د انسان د پيدايښت او څرنګوالي په هکله خلکو نظريات وړاندې کړل، په ځمکه کې يې د روحانيت او ماديت اصول تر غور لاندې ونيول. د (اکونومي) کلمې جوړښت هم د يوناني کلمې ايکونومس څخه اخيستل شوې چې مانا ېې د کورنۍ اداره يا د کور تنظيم او تدبير دى. (ګزنفون) چې د سقراط شاګرد و څلورسوه څلور څلويښت (۴۴۴) کاله تر میلاد وړاندې د اکونوميکس (د کور تدبير) په نوم کتاب وليکه. (ګزنفون) نوموړی د خپل عصر لوی تاريخ ليکونکی او په يونان کې د سردارانو له ډلې څخه و، د (ګزنفون) په کتاب کې د کورني اقتصاد، تدبير، په طبيعي زېرمو د دولت کنټرول او په خصوصي ملکيت باندې څېړنه شوې ده، هغه د خپلو اقتصادي نظرياتو اساس کرنه ګرځولې او کرنه ېې د اقتصادي شتمنۍ د زیاتوالي لامل ګاڼه چې د دولت او عامو خلکو څخه يې هيله لرله څو کرنې ته ډېر پام وکړي همدارنګه (ګزنفون) له دولت څخه وغوښتل چې دولت بايد د خلکو بېړۍ چلونې او لېږد رالېږد ته پاملرنه وکړي، نوموړي دغه هنر هم د شتمنۍ د ډېروالي عامل ګاڼه، له بلې خوا (ګزنفون) د پيسو په هکله ويل چې دولت بايد د سپينو زرو کانونه په کار واچوي او سپين زر راوباسي، چې د اقتصاد له نظره د اهميت وړ دي، د (ګزنفون) دا غوښتنه ددې لپاره وه چې د سپينو زرو سکې او پيسې ډېرې شي، دولت بايد طبيعي زيرمې په خپل واک کې راولي او د خصوصي سکتور له لاسه يې وباسي او د لومړي ځل لپاره يې د ونډيزو شرکتونو نظريه هم ورکړه، نوموړي عقيده لرله چې ښارونه بايد لوى او غټ وي او ډېر خلک يو ځاى سره ژوند وکړي، څو د کار وېش چې د اقتصادي کړنو د پرمختګ لپاره لوى عامل بلل کېږي، منځ ته راشي ځکه هر څومره چې ښار لوى وي اړتياوې هم ډېرېږي او د کار وېش د اړتياوو پر اساس په خپله منځ ته راځي، (ګزنفون) د ماليې د ورکړې او ازادې سوداګرۍ پلوی و او شتمني يې داسې راپېژني شتمني د اموالو ډېروالی نسبت اړتياوو ته، يانې هر څه چې له اړتياو ډېر شي هغه شتمني ده.
اکنامکس (Economics)د پولټيکل اکانومي((Political Economy مخفف دی چې د درېو يوناني الفاظو (Polis) ،(Oika) او (Nama) ټولګه ده چې (Polis) مانا ښار ،رياست او يا منظمه ډله، د Oika)) مانا کوروالا او (Nama) قانون مانا لري، دا په دې مانا چې يو کوروالا څنګه توليدي چوپړتياوې ترسره کړي؟ عوايد په لاس راوړي او په مقابل کې توکي او چوپړتياوې وپېري، تر څو خپلې اړتياوې پرې پوره کړي چې له دې وروسته پولټيکل اکانومي د هېواد د اقتصادي کړنو لپار وکارول شوه او موخه يې له هغو قوانينو او اصولو څخه وه چې يو هېواد يې نافذوي. پخوانيو اقتصاد پوهانو داسې فکر کاوه چې:
څرنګه چې يوه کورنۍ د اړتياو پر بنسټ خپل عوايد او لګښت تنظيموي، همدارنګه کټ مټ د يو هېواد حکومت هم د هېواد دننه د عوايدو او لګښتونو حساب کتاب کوي، چې همدې حساب کتاب ته يې (پوليټکل اکانومي) ويله. خو د وخت په تېرېدو سره دغه لفظ په اکانومي او بيا په اکنامکس واوښت. د يو علم د تعريف اړتيا هغه وخت پېښېږي، کله چې هغه علم د پرمختګ په حال کې وي، د يو علم د تعريف څخه جوتېږي چې د کومو موضوعاتو په اړه بحث کوي، د علم د مطالعې دايره رامالوي. د اقتصاد علم په اړه بېلا بېل تعریفونه وړاندې شوي او هر پوه دا علم له خپل نظره تعريف کړی. (ايدم سمیټ، مالتس، ريکاردو او جي ايس مل) اقتصاد د شتمنۍ علم بللی. (الفرډمارشل، پيګو او کلاک) اقتصاد د خير ښېګڼې علم بولي. د اقتصاد علم هر پوه له خپل نظره تعريف کړی، چې موږ يې په درې لاندنیو برخو وېشو:
۱- اقتصاد د شتمنۍ علم دی
(Economics is science of wealth)
ادم سمیټ: په پخوانيو زمانو کې اقتصاد پوهانو اقتصاد د شتمنۍ علم باله، له (ګزنفون) څخه وروسته اسکاټلينډي عالم ادم سمټ د اقتصاد د علم په اړه يو کتاب د ملتونو شتمنۍ(Weath of Nation) په نامه وليکه، د دغه کتاب له کبله ډېری پوهان ادم سمټ د اقتصاد پلار ګڼي، په دې کتاب کې د هېوادونو په وسايلو او نوعيت بحث شوی. دغه کتاب په لاندې څلورو برخو وېشل شوی دی:
۱-د شتمنۍ لګښت: په دې برخه کې د شتمنۍ د لګښت د اصولو په اړه بحث شوی.
۲- د شتمنۍ پيدا کول: په دې برخه کې دا څېړل شوي چې توکي او چوپړتياوې په کومو اصولو پيدا کېږي.
۳- شتمنۍ تبادله: په دې برخه کې د توکو او چوپړتياوو د تبادلې اصول بيان شوي.
۴- د شتمنۍ وېش: په دې برخه کې دا ښودل شوي چې پيدا شوي توکي او چوپړتياوې د پيدا کوونکو ترمنځ څنګه ووېشل شي.
له دې کتاب څخه جوتېږي چې ادم سمټ اقتصاد د شتمنۍ علم باله او ويل يې چې اقتصاد هغه علم دی چې انسان څنګه شتمنۍ لاسته راوړي او څنګه يې ولګوي.
اين ډبليو سينير: د ادم سمټ د کتاب څخه پنځوس کاله وروسته يو بل انګليس عالم اين ډبليو سينير د ادم سمټ نظر تائيد او اقتصاد يې داسې تعريف کړ: اقتصاد يو داسې علم دی چې د شتمنۍ نوعيت، شتمنۍ لاسته راوړل او د شتمنۍ له وېش څخه بحث کوي.
جي ايس مل: د نوولسمې زيږديزې پېړۍ مشهور عالم او فيلسوف (جي .ايس.مل) اقتصاد ته داسې تعريف وړاندې کړی: اقتصاد د شتمنۍ نوعيت او د هغو د ټولو قوانينو مطالعې علم دی چې د شتمنۍ په پيدا کېدو او د شتمنۍ په وېش اغېزه لري.
فرانس واکر: امريکايي اقتصاد پوه فرانس واکر (۱۸۸۳)زېږديز کال کې اقتصاد داسې تعريف کړ: اقتصاد يو داسې علم دی چې له شتمنۍ سره اړيکه لري.
پروفيسور ايلي: (پروفيسور ايلي) هم په اقتصاد پوهانو کې راځي او د اقتصاد د علم په اړه وايي: اقتصاد هغه علم ته ويل کېږي چې هغه اصول او ضوابط تر غور لاندې نيسي کوم چې د شتمنۍ د لاسته راوړلو او د هغې د لېږد له کړنو سره سروکار لري.
چيپ مين: (چيپ مين) هم د (ادم سمټ) همنظری دی او هغه هم اقتصاد د شتمنۍ علم بولي.
(مالتس) او (ريکارډو) هم اقتصاد د شتمنۍ علم ګاڼه او دوی داسې فکر کاوو چې ټولې انساني کړنې ځکه رامنځته کېږي چې انسان غواړي شتمنۍ تر لاسه کړي او د انسان دغه غوښتنه د نوموړي اقتصادي ژوند مخ ته وړي.
له پورتنيو تعريفونو څخه جوتېږي چې په لومړيو وختوکې داقتصاد د علم پوهانو اقتصاد د شتمنۍ علم ګاڼه او د انسانانو د ټولو کړنو محرک يې شتمني ګڼله.
(ادم سمیت) او د هغه پيروان (اين ډبليو سينير، جي-ايس-مل، فرانس واکر، پروفيسور ايلي، چيپ مين، مالتس او ريکارډو) ته کلاسيک اقتصاد پوهان ويل کېږي او د هغوی له خوا چې کوم تعريفونه وړاندې شوي دي، د کلاسيکو تعريفونو په نامه يادېږي.
د کلاسيکو پوهانو د تعريفونو ښه والی: (ادم سمیت) او د هغه پيروانو د اقتصاد علم د شتمنۍ علم ګڼلی او دا علم يې په ډېرو ساده الفاظو سره تعريف کړی دی. له بلې خوا له دې حقيقت څخه هېڅ څوک سترګې نه شي پټولای چې د هېواد د وګړو د ټولو اقتصادي کړنو محور د شتمنۍ لاسته راوړل دي، نو ځکه کلاسيکو اقتصاد پوهانو د اقتصاد علم د شتمنۍ علم ګڼلی او د انسانانو د اقتصادي کړنو اصلي انځورګري يې کړې ده، ځکه چې انسان تل خپلې اقتصادي کړنې د شتمنۍ د لاسته راوړلو لپاره کاروي، د دوی د تعريف له مخې د شتمنۍ ټول اړخونه د شتمنۍ لاسته راوړل، د شتمنۍ تبادله، د شتمنۍ وېش او د شتمنۍ لګښت، د اقتصاد علم تر څېړنې لاندې نيسي چې ورسره د اقتصاد د علم اهميت لاپسې زياتېږي.
نيوکه: د کلاسيکو اقتصاد پوهانو په تعريف يو شمېر برطانيوي پوهانو چې (رسکن او کارلايل) يې د يادونې وړ دي نيوکه کړې او هغوی ادعا لري چې ادم سمټ او د هغه پيروانو د اقتصاد علم بدنام کړی ځکه هغوی اقتصاد يوازې د شتمنۍ علم ګڼلی چې له دې کبله خلک بې لارې، پيسه پاله او ځان پاله کېږي. هغوی د اقتصاد د علم يادول او ښودل د وخت ضايعه بللې او دا علم يې دومره له کرکې ډک کړی چې يوازې د خوړلو علم يې ګڼلی او دا يې يو شيطاني علم بللی دی.
د نيوکې ځواب: د هغې زمانې د پوهانو رسکن او کارلايل په دې تعريفونو نيوکه ناسم پوهنه وه، ځکه د دې پوهانو په نظر له شتمنۍ څخه موخه پيسې، سره او سپين زر، ځمکه او نور دي، نو ځکه دوی د اقتصاد علم د ډوډۍ علم ګاڼه او انسان يې شتمني پاله او ځان پاله ګڼلی. که د (ادم سمیت) او د هغه د پيروانو تعريف ته نظر واچوو، ډېر د نيوکې وړ نه دی، نو ځکه ډېرې ستونزې د شتمنۍ په اړه د ناسمې پوهې له کبله رامنځته شوي. لېکن (ادم سمیت) او د هغه د پيروانو له شتمنۍ څخه موخه له کم پیدا توکو څخه عبارت دي چې انسانان يې د خپلو غوښتنو د پوره کيدا لپاره کاروي. مګر يوه خبره د يادونې وړ ده چې شتمني د غوښتنو د لاسته رفع کولو لپاره يوه وسيله ده، شتمني په خپله موخه نه ده. د اقتصاد د علم موضوع د انسان ژوند دی، د شتمنۍ مطالعه تر هغه وخته موږ کوو، تر کومه چې د انسان په ژوند اغېز لري. د اقتصاد د علم زده کوونکی د اقتصاد علم داسې مطالعه کوي، لکه: څرنګه چې يو روغتياپال ناروغي مطالعه کوي، کله چې ډاکتر ناروغي مطالعه کوي، ددې خبرې مانا دا نه ده چې ډاکتر له ناروغۍ سره مينه لري، مګر هغه ددې لپاره ناروغي مطالعه کوي، تر څو د انسان ژوند وژغوري، په همدې ډول کله چې موږ وايو اقتصاد د شتمنۍ علم دی، نو دا په دې مانا نه ده چې اقتصاد انسان شتمنۍ پالنې ته دعوتوي، بلکې د دې لپاره چې شتمني له غلط او نامساوي وېش څخه وساتي، شتمني په خپله ښه او بده نه ده، بلکې د هغې کارول په انسان پورې اړه لري. که په ښه کارونو کې يې لګوي رحمت او که په بدو کارونو کې يې لګوي، د عذاب لامل ګرځي، نو له دې کبله دا ډول نيوکې بې بنسټه دي.