
تېره اوونۍ ، په داسې حال کې چې رسنۍ د سي آی اې د دې بې ثبوته ادعا په تړاو په اوتو سپیناوۍ اخته وې چې روسانو د امریکا د اولسمشرۍ انتخابات هک کړي دي ، اولسمشر اوباما بې غږه د امریکا د سمندري ځواکونو درې سوه سرتېري بېرته د افغانستان هلمند ولایت ته واستول . په درې کلونو کې دا لمړی ځل دی چې امریکایي پوځیان د جګړې دغې سیمې ته استول کېږي ، او دا د اوباما د افغانستان د پالیسۍ وروستۍ ماته څرګندوي . تلونکي اولسمشر ژمنه کړې وه چې د هغه د دوهمې دورې په پای کې به یواځې د نظامیانو یوه کوچنۍ دلګۍ یواځې په سفارت کې دندې تر سره کوي . خو اوس چې دی خپل مقام پرېږدي ، له اته زرو څخه ډېر امریکایي سرتېري لا هم په افغانستان کې پاتې کېږي .
کله چې اولسمشر اوباما لمړی ځل انتخاب شو هغه لوړه وکړه چې په عراق کې به امریکایي نظامي شتوالي ته د پای ټکی ږدي ( ځکه چې « بده » جګړه ده ) او په افغانستان کې به د امریکا نظامي شتوالی پراخ کړي ( ځکه چې « ښه » جګړه ده ) . اوباما اړ شو چې دواړو جګړو ته د ځواکونو ډېرول ودروي ، ځکه چې په دواړو هېوادونو کې حالات لا خرابېدل .
د هلمند په ولایت کې سمندري ځواکونو ته څه اړتیا ده ؟ لامل یې دا دی ، که څه هم په افغانستان کې د امریکا پنځلس کلنه احمقانه او زیان رسوونکې جګړه ډېر پخوا بایلل شوې ده خو واشنګتن دغه فاکت منلی نشي . طالبانو تېر کال د هلمند ولایت شل سلنه کنترولوله ، سږ کال هغوی د ولایت پنځه اتیا سلنه تر خپل واک لاندې لري . نو ځکه بلیونونه نورې پيسې باید ولګول شي او ډېر نور انسانان باید ووژل شي .
آیا دغه درې سوه سرتېري به څه نا څه هغه څه تر لاسه کړي ، کوم چې د ۲۰۱۱ کال په اوږدو کې ، سل زره امریکایي سرتېري یې په لاسته راوړو کې پاتې راغلل ؟ آیا دغه وروستۍ هڅه به جګړه وګټي ؟ ډېره سخته ده ! په عراق او افغانستان کې چې اولسمشر هر څومره د نظامي کړنو ډېر امرونه ورکړي ، وضعیت لا خرابېږي . د بېلګې په توګه ، په ۲۰۱۶ کال کې اولسمشر اوباما پر افغانستان باندې ۱٬۳۳۷ بمونه واچول ، دغه شمېره د ۲۰۱۵ کال په پرتله ۴۰ سلنه ډېروالی ښيي . د ملګرو ملتونو د شمېرنې سره سم ، په ۲۰۱۶ کال کې د جګړې له امله ۲٬۵۶۲ تنه اولسي خلک وژل شوي او ۵٬۸۳۵ تنه ټپیان شوي دي . خو طالبان یو په بل پسې د افغانستان ګوډاګي حکومت ته ماتې ورکوي .
دا بې تفاوته ده چې څوک د اولسمشر په توګه ټاکل شوی دی ، په واشنګتن کې به زمونږ بهرنی سیاست د لاس وهنې پلویان مخ ته بیایي . هغوی پر جګړو او د رژیمونو پر پرځولو ټینګار کوي ، ورپسې هغوی د ړنګ شویو هېوادونو د بیا جوړونې لپاره بلیونونه پیسې غواړي . کله چې « آزاد شوی » هېواد له پخوا نه لا بد حالت ته ورسېږي ، هغوی بیا وایي علت دا دی چې يواځې په پیل کې مو دې ته ډېر پام و نه کړ چې دغه هېواد څه شي ړنګ کړ . دا په بشپړه توګه غیر منطقي ده ، مګر اولسمشران چې له نویو محافظه کارانو سره سلا کوي دا نه ویني . اوباما چې د « سولې » کاندید او اولسمشر دی ، د خپلو اسلافو سره یې هیڅ توپېر نه درلود .
اوس پوښتنه دا ده چې اولسمشر ټرمپ به په افغانستان کې د ملت جوړونې ، دغې پنځلس کلنې ناکامې تجربې په اړه څه وکړي ؟ د انتخاباتي کمپاین په بهیر کې هغه د اوږدې مودې راهیسې موجود د امریکا د « رژیم بدلولو » او « ملت جوړونې » سیاست باندې نیوکې کړې دي . زه هیله من یم چې هغه به په یقیني دول ځواکونه راوباسي . خو بیا هم که چېرې هغه په افغانستان کې د « جګړې د ګټلو » لپاره امریکایي نظامي کړنو ته پونده ورکړي ، زه به حیران نه شم . که چېرې هغه د جګړې لار خپله کړي ، هغه به بریالی نشي ، ځکه چې جګړه د ګټلو وړ نه ده ، آن هیڅوک هم نه پوهېږي چې « جګړه ګټل » څرنګه ښکاري ! که چېرې داسې وشي ، شونې ده چې په راتلونکي کال کې به مونږ په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو له خوا د ډېرو وژنو کړنې او په خپله د دوی وژل کېدل ووینو . دا به یوه وحشتناکه تراژیدي وي .
اخیست ځای :
Ronpaulinstitue.org
لیکوال : رون پال
ښاغلی رون پال یو وتلی امریکایی لیکوال او سیاستوال دی ، په ۱۹۸۸ ، ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو کې د امریکا اولسمشرۍ ته کاندید و .