
ليکوال او ژورناليست : ايمل افغان
څرنګه چې د تاریخ په اوږدو کې په افغان ولس باندې داسې یوه جګړه وتپل شوه چې د هغې په نتیجه کې یې هېواد له داسې یوسیاسي بحران سره لاس او ګریوان کړو چې د جګړې په نتیجه کې افغان سیاست پوهانو هم ماتې خوړلې ده او د دغې ماتې په نتیجه کې یې هرافغان ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړې چې دغه جګړه د لومړي ځل لپاره له خپله د افغان مشرانو له خوانه او بیا هم د هېواد له د ښمنانونه را منځ ته شوه.
البته افغان دښمنانو په دغه جګړه کې په خپله په افغانستان کې ډېرڅه ترلاسه کړل چې د دغو لاسته راوړنو په نتیجه کې یې زموږ هېواد د تباهې په لور ترنن ورځې پورې روان کړی ده خو ولې افغان جګړه مارانو خپل بادارن د تل لپاره خوشحاله وساتل خیرده که هېوادوال ووژل شول اوخاورې په سرشول.
ځکه د دغې خونړې جګړې په پایله کې جګړه مارانو د وطن د د ښمنانو په لمسون سره وکولای شول چې په دا درې لسیزو کې یې ډېری ځوانان له زده کړې نه بې برخې کړل او دې ته یې اړ ایستل چې کډوال شي او په پردیو هېوادونو کې د کډوالې او بې عزتې شپې، ورځې تېرې کړي او د دې ترڅنګ دغې جګړې داسې څه راوزیږول چې د افغانستان سرلوړی تاریخ،اقتصاد،فرهنګ او ملي شتمنې ته یې ضربه ورکړه چې ترنن ورځې پورې په خپلو پښویې څوک نشي ودرولی.
دا ځکه چې د تل لپاره په هېواد کې لوړې چوکې د داسې بې کفایته او نه افغانانو په لاس ورغلي چې نه ورسره د هېواد غم شته او نه هم د هېوادوالو ځکه له یوې خوایې هېواد د تباهې سره مخ کړو او له بلې خوایې هېوادوال ووژل او خپل ملي تاریخ یې د اور د لمبو ښکار کړو.
په اوسني وخت کې په افغان حکومت کې په لوړو چوکیو داسې کسان ګمارل شوي چې له سره د هغوی سره د هېواد د جوړولو کوم قوی پلان نشته چې څرنګه دغه مظلوم ولس ته په پوره اخلاص سره کار وکړي ترڅو د هېوادوالو ژوند هم مخ په ښه کېدو شي لکه څنګه چې دوي خپلې سرمایې نن ورځ د اسمان څوکو ته وخیژولې .
ترڅو به افغان ولس له داسې ستونزو او وژنو سره لاس او ګریوان وي ځکه که جګړه وه ، ورور وژنه او یاهم د پیسو ګټل وو خو همدومره بس ده چې وموکړو هېواد او هېوادوال مو له داسې یوه بحران سره مخ کړو او د غم په ټغرمو کینول چې اوس یې درنه د حل لاره ورکه ده چې څرنګه دغه هېواد اداره کړو او د خلکو پښتنواوغوښتنو ته یو مثبت ځواب ورکړو.
زه د یو افغان په صفت سره دا وایم چې د خلکو دغوښتنو او پوښتنو ته په ځواب ویلو سره لوړ پوړي چارواکي او دولتي ادارې په دې باید وتوانیږي چې په یوه قوي ستراتیژي او قوي پلان کار وکړي چې د هغه په نتیجه کې دا خپل ملي پولیس او ملي اوردو پیاوړې کړي ترڅو وکولای شي د هېواد امنیت په خپله ونیسي نه د نړیوالو ځواکونو په تشو لافو او لوړو مصارفو سره چې نن ورځ یې دوي په افغانستان کې کوي.
اصلي خبره داده دا کومه اداره چې نن ورځ د هېوادوالو په سر باندې لوبې کوي او د تل لپاره یې سرونه په بازار کې د خپلو اهدافو لپاره کارول کېږي دوي باید له خپل ولس سره خپلې اړیکې ټینګې کړي ځکه دغه ولس هم یو څه له دغه څلور سترګي حکومت نه غواړي که هغه غوښتنه د دوي د ژوند خوندي کول دي او که نور کارونه دي باید حکومت ورته پوره پاملرنه وکړي.
دا چې په هېواد کې هره ورځ ستونزې زیاتیږي دا یو څرګنده خبره ده چې حکومت د تل لپاره له ملت نه لرې پاتې شوی.هغه په دې معنی سره کومې غوښتنې چې د هېوادوالو وې او افغان حکومت ورسره هم ژمنې کړې وې هغه د تاریخ په اوږدو کې دوي پوره نه کړای شوې که هغه د بیا رغونې کارونه وو او که د زده کوونکو له لپاره د زده کړې زمینه مساعدول وواویا د دوي د ژوند خوندي کول وو خو متاسفانه چې دغسې دغو چارواکو پوره نکړې.
نوپکاره ده چې اوس افغان حکومت او لوړپوړي چارواکي په پوره افغانیت سره دغې غم لړلې پیښې ته نورد پای ټکی کېدي او خپل هېواد یوځل بیا اباد او ګلزارکړي.