سل ډالري/ له پنده ډکه کیسه: 


ژباړه: عطا محمد میاخېل 
یوه مشهور وینا کوونکي، په یوه مجلس کې، چې دوسوو تنو پکې حضور درلوده، یو سل ډالري نوټ یې له خپل جېب څخه را بهر کړ او وې پوښتل: څوک غواړي، چې دا نوټ له ځان سره ولری؟ د ټولو حاضرینو لاسونه پورته شول. 
وینا کوونکي وویل: ډېر ښه، زه به دا نوټ له تاسو څخه یوه ته ورکړم، مګر مخکې له هغې زه غواړم چې یو کار ترسره کړم او وروسته په داسې حال کې چې ټولو په حیرانتیا ورته کتل، نوټ یې ومروړه او پوښتنه یې وکړه: اوس څوک چمتو دی، چې دا نوټ له ځان سره ولري؟ بیا هم د حاضرینو لاسونه پورته شول. 
دا ځل نوموړي مروړل شوی نوټ په ځمکه باندې وغورځاوه او څو ځله یې په لغتو وواهه او پرې وخوت او د خپلو بوټونو په وسیله یې په ځمکه باندې ښه کش کړ، وروسته یې نوټ را پورته کړ او وې پوښتل: اوس څوک حاضر دی، چې دا نوټ له ځان سره ولري؟ بیا هم د ټولو لاسونه پورته شول. 
وینا کوونکي وویل: دوستانو ! کومې بلاوې چې ما په دې نوټ باندې راوستلې، د نوټ له ارزښت څخه څه کم نه شول او ټول یې غوښتونکي یاست. په رښتیني ژوند کې هم همداسې ده، موږ په ډېری تصمیمونو کې چې نیسو یې، له کومو ستونزو سره چې مخامخ کېږو یا ټیټېږو، او مروړل کېږو او یا هم ډېر زیات خواشیني کېږو او داسې احساس کوو، چې نور نو د یوې روپۍ ارزښت هم نه لرو، مګر دا ډول نه دی، دې ته په نه پام سره، چې پر موږ باندې څه بلا راغلې ده، هېڅکله خپل ارزښت له لاسه نه ورکوو او تر اوسه هم د هغو کسانو له پاره، چې له موږ سره مینه لري. ارزښتمن یو.