۲۰۱۰ ز کال او دايران لپاره سخت او ستر غوراوي

 
 
 
لیکوال : يوسف شلي
ژباړه : اسدالله ساحل
سيمه ييز که نړيوال اغيز
ځينې خلک فکر کوي چې ايران د نورو عادي هېوادونو په څير يو هېواد دی ، خو دغه هيواد دغټانو په لوبغالي کې د لوبې کولو لپاره له هرې شته وسيلې کار اخلي . د دغه نظريي په اړه ايراني سياسي شننونکي او څيړونکي بيلا بيلا دريځونه لري . ځينې يې په دې باور دي چې ايران په نړيوال اقتصاد کې دخپل ورک رول په لرلو سره د دې جوګه نه دی چې يونړيوال ځواک دې ورته وويلای شي ، خو ځينې نور بيا وايې چې د ايران د نفوذ سيمو ، د اسلامي هيوادونو په سازمان کې د دغه هېواد فعال رول ، د شانګهای په ټولنه کې دڅارونکي رول ، او همدارنګه دناپيلو هېوادونو په ټولنه کې غړيتوب ته په کتو سره دغه هېواد يوسيمه ييز نه بلکې نړيوال ځواک دی . ځينو نور بيا وايې چې په دريمه نړۍ کې ايران يو مخ پروده ځانګړی هېواد دی .
يوه پوښتنه چې د۲۰۱۰ز په پيل کې له هرچا سره مطرح ده ، د ايران او امريکا پيچلي اړيکې دي چې د څو لسيزو راهيسې خړې پړې دي ايا نوی کال به ورته څه له ځانه ولري ؟
په دې اړه هم سياسي شننونکي ، پوځي کارپوهان ، او ستراتيژيکې کړۍ په يوه خوله نه دي.
په سياسي برخه کې نه پر مختګ چې په ټولو برخو له اغيز خالی نه دی ، د اسلامي جمهوريت پر وړاندې د بنديزونو د سختولو ګواښوونه يو طرف ته بل لوري ته په اړيکوکې ځينې تدريجې نرمښت په ځانګړې توګه د ايران داټومي پرګرام پر وړاندې چې د واړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو کيلي بلل کيږي.
او دا اودې ته ورته پرمختګونه چې دمهمو مسايلو سره اړيکې لري نه يوازې په ايران او متحده ايالاتو پورې ځانګړې دي بلکې ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له ايران او عراق سره د دغه هېواد اړيکو ته په ټوله کې د شک په سترګه کتل کيږي چې د دغه شک ريښيې د منځني ختيځ هېواونو او نړيوالې ټولنې ته رسيږي ، او دغه ټول اړخونه د جګړې او سولې په برخه کې خپل رول لري چې د ايران اټومي پرګرام يې هم له اغيزه خوندي نه شو بللی
دا دی ۲۰۱۰ کال پيل شوی د تيرې جنورۍ په نيمايې کې ملګرو ملتونو د ايران د اټومي پرګرام د هڅو دمخنيو په موخه يو پريکړه ليک صادر کړ په دغه پريکړه ليک کې له ايران څخه غوښتل شوي و چې د يورانيمو دبډاينې پرګرام دې وځنډوي پريکړه ليک کې راغلي و که ايران دا کار ونه کړي نو ملګري ملتونه به خپل بنديزونه پراخ او سخت کړي ، بنديزونه به يوازې په اروپايې اتحادې پورې محدود پاتې نه شي روسيا او چين به هم د دغه بنديزونو او دملګرو ملتونو دپريکړو ملاتړ وکړي لکه څرنګه چې يې د مخه کړې .روسيا او چين دنړيوالې اټومي انرژۍ د ادراې دهغه پريکړه ليک ملاتړ کړی و ،چې په کې دايران د قم په اټومي بټيو کې ديورانيمو دبډاينې پروسې ته د پړې ګوته نيول شوې وه .
ښه ، نو دملګرو ملتونو نوي بنديزونه به څه وي ؟
په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې هيڅوک په دې نه پوهيږي . خو داسې ويل کيږي چې ملګري ملتونه دې ته په تمه دي چې امريکايې چارواکې، ځينې شننونکي او ځانګړي مطبوعات په دې اړه خپلې سترايژۍ روښانه کړي . په ايران د بنديزنو سختول په ځانګړې توګه دبنزينو د ورادولو په برخه کې څومره جدي دي .؟
په ملګرو ملتونو کې ځينې سر چينې وايې چې هغه څه چې ملګري ملتونه ورته انديښنه لري د بنديزونو په صورت کې به د ايران منځنۍ طبقه خلک له سختو ستونزو سره مخامخ شي او دا هغه څه دي چې ملګري ملتونه يې نه غواړي .
ځکه چې ايران په ملګرو ملتونو کې د ډيرو هېوادونو ملاتړ له ځانه سره لري ايران د ناپيلو هيوادونو د ټولنې غړی دی په نيويارک کې د دغه سازمان يو مسول خبرداری ورکړی چې د ايران د اټومي پرګرام د سالميت په صورت کې د دغه سازمان ۱۱۸ هېوادونه د ايران تر څنګ ولاړ دي . البته دې په پام سره چې په ۲۰۱۲ ز کې ايران د دغه سازمان مشري هم په غاړه اخلي . هو نوموړي مسول دا هم ويلي که ايران ثابته نه کړي چې اټومي پرګرام يې سوله ييزې موخې لري او د ناپيلو هيوادونو تړونو ته ژمن نه دي نو په دې صورت څرګنده ده چې دنړيوالې ټولنې پر وړاندې به يې ماتې خوړلي وي .
يو لوري ته د ايران اړيکې د ناپيلو هيوادونو له ټولنې سره ، بل لوري ته ايران د خپل اټومي پرګرام پرسر دلويديځو هېوادو سره تر بندې لارې رسيدلی . د ايران د دغه سياست او هغه دريځ په اړه چې يوازې سيمه ييز نه بلکې د نړيوال رول په لټه کې دی په بهر کې خلکو سره ځينې پوښتنې راولاړې کړي . يو ايراني سياسي شننونکی مخضرم وايې : ايران سيمه ييزه سترايژي نه بلکې نړيواله ستراتيژي لري ، او د تعجب وړ خبره هم ده ، که موږ متوجه شو نو په دې تيرو نيږدې وختونو کې د ايران ولسمشر د ګاونډيو هيوادونو په پرتله د لاتيني امريکا په پلازمينو کې ډير پاتې شوی او هلته يې خپلې هڅې پراخې کړې دي .
ولې ايران د نړيوال رول ليواله دی ؟ سره د دې چې په سيمه ييزه کچه د ايران پر وړاندې خنډونه هم نه شته او په سياسي او اقتصادي برخو کې يې نفوذ هم منل شوی . همدغه ايرانی دپلوماټ زياته وي چې دا دايران د تاريخي اسلامي انقلاب له غوښتنو څخه ده ، او دا چې تهران دمنل شويو امپراطوريو اوږد تاريخ لري ، نوځکه خو
ډير ايرانيان په دې اند دي ، پاکستان چې په ۱۹۴۷ز کې يې له هندوستان څخه جلا شو او اسرايل چې په ۱۹۴۸ز کې يې د ملګرو ملتونو دپريکړې پر بنسټ د فلسطين دخاورې د ويش په ترڅ کې رامنځ ته شو دواړه اټومي وسلې لری . خو ايران چې تاريخي لرغونتوب او تمدن لري ( فارسي امپراطورۍ يې پيړۍ پيړۍ دوام کړی ) اوس هيڅ نه لري نو ځکه ايرانيان غواړي چې د امريکا او په ټوله کې د لويديځ څخه د خپل ځان د دفاع لپاره اټومي وسلې ولري دوی په سيمه کې د امريکا شتون دايران د ګټو سره په ټکرکې ويني .
خو د موجوده سياسي نظام شتون او د نړيوالتوب عاموالي ته په پام سره د ايران د اټومي غوښتنو اهميت په دې کې دی چې که ايران تر يوحده نه د دې لپاره چې ايران يو هېواد دی ، د اټومي وسلو د لاسته راوړنې په پلمه په نورو اټومي هېوادونو فشار راوړي چې که تاسې له خپلو اټومي وسلو تير شئ نو ايران به يې هم دلاسته راوړنې په برخه کې له خپلو هڅو تير شي. که ايران دا کار وکړي نو په ناپيلو هيوادونو خپل دريځ لا پياوړی کړي چې په نړۍ کې د اټومي وسلو د مخنيوي لپاره هلې ځلې کوي
بل لوري ته فرض کړئ ايران همدغه سيناريو پلي کړه ، که دوی اټومي وسلې ترلاسه هم نه کړي نو په نړۍ کې به دهغه هېوادونو په پرتله چې اټومي وسلي يې ترلاسه کړي ـ هند او پاکستان ـ د ډيرو هيوادونو پام ځانته راواړوي او په دې سره به ايران نه يوازې د ناپيلې هېوادونو بلکې د ټولې نړۍ د احترام وړ يو هېواد ګرځيدلی وي .
بل لوري ته دغه سيناريو له ايران څخه غواړي چې يو داسې مسلکي، نظامي څو اړخيزه بهرنی سياست چې د مشرتابه حکومت د منطق سره سم او اوړنده تړونو ته ژمن وي خپل کارونه منظم کړي، نه دا چې په سيمه ييزه کچه د ځواک ښوودنې په لوبه کې ښکيل شي .
همدارنګه د ملي امنيت په برخه کې د ايران مشروع غوښتنې بايد دنورو په ځانګړې توګه دامريکا د متحده ايالاتو او اروپايې ټولنې له خوا په نظر کې ونيول شي ايران ته بايد ضمانت ورکړل شي چې له بهرنيو ګواښوونو خوندي دی .
ځينې نور بيا په دې باور دي چې ايران يو عادي هېواد دی چې غواړي په تش لاس د غټانو په لوبغالي لوبه وکړي