چي لــوی غاپي ، کوچني تراپي
ځکه سپي پر بام غلو ته غاپي
اوبه لـــه سر ه خړيږي نه لــــه پایه
د خره په لکۍ سپور ویریږی له ځایه
په خوله خوږ دی ، په زړه کې ارمان د غلا
د خـــــپل کام او هیواد سره کـــوي ناروا
لـــه سره یې لویږی هر ګړی پګړۍ
په پلمو ولس ختا باسی دا کوکي ناوکۍ
نه شته د هغه په قاموس کې عدالت
په لوی لاس ورکوی خایین ته معافیت
په واک ورکولو دځیناورو نوم ایږدی ادم
په دستار کله له خره جوړویږی بنیادم
ړوند شوی په سترګو نه ویني خپل
په غوږونه کوڼ دی نه اوری مګر د بل
کوږ اوږ ته وایی په خدای دی سم سیده
ترکستان ته روان دی تری ورکه ده قیبله
هینجه ور پيژني ولس ته اصل ګلاب
ښکنځل کوی پښتون په خپل انتخاب
هیواد ورته ایسی په ځان ګل او ګلزار
د عقل په تول له خرو دی ډیر قرضدار
لکه خر تل ولاړ وی د لارو په اوبو
وایي اوبه نه مداریږي زما په کړو
هر څه بولی له خپله پوه او لیاقت
وايي له مانشته بل پوه په سیاست
وايي نیم غله ملي دي نیم بین المللي
نیم ځانګړی امنیتي دی نیم یې اجرتي
سپاهیان يي دی له ورځي ملنګ د شپې پلنګ
د بهرنیانو په امر له خپلو سره کوی جنګ
هر یو وزیر یي خپله خر له خټو باسي سم
د نورو د خرو نه او آسانو کله لري غم
خپله ناست دی په زور د دیموکراسي
کار یې دی چورکراسي زورکراسي
شعار يې دی تر څو چلیږې چلیزه
کنه ددی ملکه لکه بڼکه کړه ګریزه
اریان یم ستاخر په خر ګردان دولت ته
سل مشاورین دی ساتلی دی خجالت ته
لکه دجال د شپې پالان ګندی د سلاکارو سره
سهار دی هیر وی هغه پلان د بلا کارو سره
نه پلان لرې، نه نخښه نه موخه نه مرام
داسي کوې چې شیطان نه وي ورته پام
د پښتون بڼ دی کړخب او چوپ پی
تر پښو لاندي کوی ګلان پريږدی نی
کله کوی غرب ته کله شرق دولاسه سلام
استوی کله روس ته کله چین ته پيغام
د کلاوې سر دی له اوله درنه ورک
دچوپړ دی نه مالومیږی تر اوسه څرک
لوی زړه لري و جانیانو ته ورسره اخلا ص
داسی کارونو والاکه وکړی ماداخلاص
یوه خوله یې سره د ربانی سیاف او دوستم
دوستی دی په مجددی محقق او اسمعیل ده ختم
په اصل کې دی وطن پلرونکو ته دی پام
ته يې د هغو چورندوک پورته کړی یې پر بام
وایې نه یم خاین په نامه نه لرم هیڅ مال
خپلوانو دی د قارون څنګه پیدا کړ جلال
غټ خلک نه ثبتوی مالونه په خپل نوم
چي لری ورور ، خور زوی میرمن او زوم
ستا په ځنګله کې خاین ته جزا نشته نه دوسیه
نه د کازی امرڅوک منی نه دې سمه ده محاکمه
د ځنګل په قانون کې پاچا دی زورور
ځکه اکثریت له دولته سوی دی مرور
دشپیلۍ تر ږغه نه جوړیږی دا هیواد
که ستا همدامشری وی او همدا جواد
تر څو محاکمه نشي خاین قاتل او تور
پر سپين آس به افغان نه شی سپور
چې ورک نشی له هیواد ه دا خسان
نه د شرق نه دغرب منو دا احسان
که پوستونه ویښل کیږی د کامو نو اهل ته د کار
که شپه توره ده مڼی بایدووېښل شي په شمار
وزیر د بل واک د بل چکچکي کوې په ما
ته ډاریږی د هغو غلو، ولس یې نه لري پروا
زموږ په ماشومانو، زړو روان دی تجارت
زموږ میندی بوری کیږی ستا په دې جرات
ګارد دي دی ټوله تور عینکی امریکایي
وزیران ددي پاکستاني، ایراني او تنظیمي
په اومه تار دی تړلی ولس چې یم پښتون
کاشکی په خپل نوښت ځان وځړوی په ستون
هم به پاک شهید شي هم پاک غازی
موږ به په سجده شو د خدای به شو راضی
وروستي