
لنډه کيسه
زه او احمد د يوې راډيو کارکونکي وو ، موږته د راډيو له مشر تابه دنده و سپارل شوه چې د هېواد د حالاتو څخه د هېواد والو د خبريدو په اړوند با يد بيلو بيلو سيموته خپل سفرونه وکړو نو په همدې لړۍ کې مې د افغانستان بيلو بيلو سيموته سفرونه پيل کړل،،يوه ورځ د يو ډېرې ښا سته سيمې په سفر ؤ دا سيمه د تورو غرو منځ کې پرته وه ، د ځمکې ټول مخ شنو با غونو نيولی ؤ او هره ونه د خپلو پا ڼو سره داسې مسيدله لکه د مور په غيږ کې چې خپل ماشومان په ارام خوب ويده وي موږ هم نصيب را وستي ؤ .د علاقې د ليدو او د خپلو خلکو د حالاتو د خبريدو لپا ره مو د يوه کلي په لور مخه کړه، چې تر هرڅه وړاندې زموږ ښه راغلی د کلی مخ کې پرتې هدېرې وکړ، دې هدېرې په خپله غېږ کې ددې سيمی ډېر اوسيدونکي د ابد ابد لپاره په ارامه ويده کړي وو . دلته د ډېرو زړو وړو ځوانانو او پېغلو ارمانونه د خاورو سره خا ورې شوي وو،پرځينو قبرو خو داسې لويې درګې يا غنې ولاړې وې چې له ليرې يې دا ګواهي ورکوله چې له نړۍ يې ډېر ارمانونه تورو خاوروته د ځانو سره وړي دي د ځينو وړو وړو ماشومانو قبرونو هغه نازولي څيرې راته تر سترګو کولې چې د مور په غېږ کې به هم له ويرې خوب نه ورتلو اوپه خپلو نازکو لاسو به يې تل د مورکۍ پړوني ټينګ نېولي ؤ خو هلته تنها ئي ځنځيرونو داسې کلک تړلې وه چې تر هيچا پورې ږغ نه رسيدی زموږ هم ددې خواوو غريبانو غوندې په وس نور څه نه وه پوره په دوعا مو لاسونه ورته پورته کړل .
مخ د کلي پر لور روان شو د ځينو کسانو سره می پر ورځني حالاتو خبرې او مرکې کولې د کلي خلک تقريبا ټول بې تعليمه بزګران وو ، ساده خړ پړ چې ډېري يې د هېواد او نړۍ څخه ناخبره وو ، بس هر يو د خپلی ډوډۍ د پيدا کيدو غم په مخ اخستي وو چې ټوله ورځ به په خپلو با غو او پټوکې بوخت وو داخلک د ساده توب تر څنګه سپېڅلي مسلمانان او ډېر امن خو ښوونکي خلک ول .
زموږ مرکو دوام درلودی چې کور په کور ګرځيدو خو په دا کورو کې يو کور چې له ورايه دا شاهدي ورکوله چې زموږ د هېواد رنګه يې ډېر زخمونه خوړلي دي موږ هم! سمدستي د کور پر لو ور روان شوو ددې کور اوسيدونکي ډېر زيات غريبان وو د کور د انګړ او بهر دښتې ډېر فرق نه احسا سيده داسې معلوميده لکه دلته چې هېڅوک هم نه او سيږي ليکن په رښتيا داسې نه وو،وموليدل چې دؤه ماشومان په څه لوبه بوخت وو او يوه شل کلنه مېرمن چې رنګ يې د خړې پړې پښتنې ؤ خو له ورايه معلو ميده چې په دا تنکي عمر کې يې ډېر غمونه او تکليفونه ګاللي دي ددې ژېړ له ځبيښه وتلی مخ او کمځواکی بدن دا شا هدي ور کوله چې په وچه ګوله ډوډۍ هم نده مړه ددې پښتنې مېرمنې له شونډانو د سرو وينو ډنډونه جوړ شوي وو په ښکلو سترګو کې د نا اوميدۍ اوښکې په يوه او بل لورمنډی وهلې ددې سترګو ددې نړۍ خلکوته ډير څه ويل او ددې نړۍ د خلکو څخه ډېرې ګيلې لرلې ماچې به هر ځل ددې مخ ته کتل زړه کې به مې يوه دردونکي څړيکه احسا سوله خو تر دې بتر حال مې هلته وليدی چې سترګې مې پر هغه مورکۍ و لګيدې چې دوخت په نا خوالو کې ډوبه وه اوله سترګو يې اوښکو لارې جوړې کړې وې ددې مور کۍ مخ لاسونو او پښو دا ډنډوره غږوله چې د ژوند په اخري برخه کې ده ددې مورکۍ د حال په ليدلو حيران شوم چې په دا پر مخ تللي نړۍ کې هم دومره بې واکه او ناتوانه څوک شته نه پو هيدم چې په دا کلي کې خو ټول خلک څه ناڅه اسانتيا لري خو دا يوه کورنۍ ولې دومره ځپلې او بې واکه چې ته به وايې د دې ټولو خلکو او ټولې سيمې غمونوته بس دايوه کورنۍ مخته کړې ده او بس د نورو لپا ره سپر ده ولې د دې بې واکه مېرمنو لاس نيوي ته څوک خپل د خير لاس نه اوږده وي ايا داخلک ددې کلي اود سيمې نه دي ايا دوی ددې هيواد او سيدونکي نه دي دوی کومه دومره لويه ګناه کړې ده چې د ټولو در حم او مهربانۍ سترګې پرې ړندې دي هڅه مې وکړه چې له حاله ځان خبر کړم په کراره مې ورته وويل مورجانې څه حال مو دی او ولې په دا سې حالاتو کې ياست د ظلم او ستم په اور سوځلې مورکۍ راته وويل ښه يو دادی ژوندي يو اوچې څه حال مو دی تاسو يې وينئ بس همدا به د ا لله ج را باندې پيرزو وي ما ترې و پوښتل کوم نا رينه په کور کی نه لرئ چې ستا سو مرسته اولاس نيونه وکړي؟ دبوډۍ مور سترګې خوله وټول بدن سره و خوځيدل خو بس دومره يې وويل نه هيڅوک نه لرو بس دغه موږ دوې سياسرې مېرمنې يو او هغه دوه ماشومان دي ، بل څوک نه لرو . ما و پوښتل هغه مېرمن دې څه ده مورکۍ وويل هغه مې نږور ده ما وپوښتل زوی دې چيرې دی؟ بوډۍ مور وويل هغه نشته هغه ډېر ليرې تللی دی ډ ېر ليرې هغه به تل ويل زه د پښتنې مورکۍ غيرتمند بچی يم خو هغه بې غيرته وخوت خپله ولاړئ خوموږ يې تنها پريښودو دومره غيرت يې نه ؤ چې موږ يې هم د ځان سره بيولې وای ددې خبرې کولو سره د مورکۍ تر سترګو د اوښکو سيندونه روان شول او دومره یې وژړل چې ما ويل زره به يې وچوي نور نو بوډۍ مور هېڅ نه وائي تر سترګويې اوښکې
بهيږي او ټول بدن يې رپيده ته به وايې چې څوک يې په اور سوځي دومره بې تابي کوي هغه بله مېرمن چې مخکې يې ذکر وشو ز موږ څخه څو ګامه مخکی نا سته وه او زموږ خبرې يې اوريدی خو خپل شُنډان يې په غا ښو ټينګ نيولې وه خو د بوډۍ مورکۍ اوښکو يې د خولې قلف مات کړ ، ويې ويل دا مور بې غيرته نده او نه ددې زوی بی غيرته ؤ خو ددا خلکو د حقيقت سترګې ړندې دي زه ددې دزوی مېرمن يم او هغه ز ما ماشومان دي ددې مورکۍ زوی ستر مجاهد ؤ هغه خپل ځان ددې هيواد ساتنې ته و قف کړی ؤ ددې سترې مور زوی يعنې زما خاوند ددې وطن يو غيرت مند بچی ؤ هغه خپل ځان تر هيواد قربان کړ . ما ترېنه و پوښتل خورکۍ په ټول احوال مې خبر کړه. پښتنې مېرمنې وويل!که چیرې دغه مور نن د نړۍ په بل هېواد کې وای نو دې به کم تر کمه د سترې مور یا د هېواد د مور لقب ور کړل شوی ؤ خو نن دا ناپوهه او جاهله قوم په دې رشخندونه وهي او هم په سپکه سترګه ورته ګوري ،دې سترې مور درې ځوانان زامن درلوده او په هر يوه يې لوړې زده کړې کړې وې دديني او دنياوي زده کړو ډېر زيات اميازونه ور تر غاړې کړې وه هر يو يې د علم هو ښيارۍ او غيرت نمونه وه او دې مور به تل خپلو بچوته ويل چې تا سو د غيرتمنې خاورې غيرتمند بچي ياست پام کوئ چې څوک درته د بې ننګه او يا بې غيرته په سترګه ونه ګوري .خو هغو به ويل مورکۍ موږ ستا او ددې سپيڅلې خاوری غیرتمند بچي يو.
ددې مورکۍ لومړنی زوی پر هېواد د ير غل سره سم دوطن په ساتنه بوخت شو د سپېڅلي جهاد ستر مجاهد شو او په ټوله سيمه کې يې دښمن پر ګونډو کړای ، خو يوه ورځ په سرو وينو لړلی لکه د ګلاب ګل يې شهيد د خپلې مورکۍ مخته کېښودی او دوهم چې ز ما خاوند ؤ ددې وطن د ساتنې کمر بند تر ملا وتړی چې د وطن په د فاع کې د غازي او سالار لقب د نامه سره وتړل شول ددې ټول هيواد خلکو به يې د نامه په اوريدلو ئي فخر کاوه د غيرت اوشجاعت کيسې يې د هر چا پر خوله وې هر ځای چې به يې نوم ياد شو خلکو به د ا لله اکبر نارې و هلې چې زه هم دده پر مړانه مئينه شوم او ځپل ځان می ور ته و بخښئ کله چې
هغه يوه ورځ کورته راغلی ؤ نو ددښمن له لوري حمله و شوه که څه هم هغه د هر څه سره بلد ؤ خو د ښمن ټول کلی محا صره کړی او ګواښ يې وکړی که دی ورته ونه سپارو دا ټول کلی او ددی کلي وګړي به په اور کې و سوځوي ځکه وطن دښمنانو هغه بل رنګه نه شو نيولی ددښمن د اعلان په اوريدو په ټول کلي کې ګډوډي ګډه شوه هر طرف ته ماشومانو مېرمنو او بوډاګانو د خپل ژوند ساتلو په خاطر منډې وهلې ځکه چې وایي دساه خاته د اسمان خاته خو غازي او مجاهد ارام ناست ؤ ملګرويې ويل چې موږ ددښمن سره جنګ کوؤ خو ده ويل موږ هسې هم د جنګ لپاره يو خو زموږ مېرمنې ماشومان ځوانان او بوډاګان به چيرته ځي د ټول „کلي میندې او تور سرو ددې مور مخ ته دخپلو ځانو او اولادو دژوند په خاطر د پړوني پلؤنه نيولي وه بيا هم دا مورکۍ قرباني ورکړه او کله چې ددې زوی او زما خاوند دښمن ژوندی ونيوی ددې ټول کلي مخته ددې سترې مور مخته او زما مخته يې تر ټانک لاندې کړ د هغه پر بدن يې ټانک تېر کړ دا ټول کلی شاهد دی دې غيرتمنې مور دا هرڅه په سترګو ليدلو وروسته بيا هم خپل دريم او اخيرنۍ زوی ته يې وويل که چيرې خپل و طن ونه ساتو نو ددې وطن نوميالوته به څه جواب ور کوؤ او تر ټولو مهم ا لله ج ته به څه ځواب ور کوؤ اوپه ورځ د اخرت به محمود غزنوي شهاب دين غوري احمدشا ه ابدالي او ميرويس هوتکي ته څه جواب ورکوؤ او داسې نور سترو وطن ساتونکوته به په کمو سترګوګورو .
د دې دا اخيرنی بچی هم پر دښمن سره اورونه بل کړل ددښمنانو په سرو يې داسې لوبې وکړې چې دنيا يې حيرانه کړه دوطن لپاره چې کومه مېړانه وکړه تاريخ به يې تل ياد ساتي په دا سيمه کې يې د مقا ومت نوی ساه پوه کړه د غازيانو نوی داستان يې جوړ کړی د دې ټولې سيمې څخه يې دښمن نيست او نا بودکړخو د ټول وطن ته د دې په ارمان شپه ا و ورځ نه ستړي کيدونکي هڅې کولې ددې سترې مور کور يوخل بيا د اسلام او جهاد سنګر شو دلته بيا له هره لوري د کاميابۍ او مبا رکئ پيغا مونه را ليږل کيدل هر چا ددې مور په خپلوی فخر کاوه خو اجل يو ځل بيا ددې سترې مور د ارمانو نو دنيا ګۍ ړنګه کړه دلته بيا دشهيد !
جنازه کيښودل شوه دلته يو ځل بيا قيامت صغرا جوړ شو د اسلام يو بل غازي د تل لپاره ددنيا څخه سترګې پټې کړلې دا غيرت منې مور د خپل ژوند د ارمانونو اخيری هيله هم ورژيده او خپله د زړه ټوکړه يې خاوروته و سپارله چې په چغو چغو ويل يې : و طنه که چيرې نور هم وای تر تا به مې قربان کړي وای ! وطنه ته خو شکر پراخه لمن لرې ستا په لمن کې به نورې پښتنی میندي خپل غيرت مند بچي و زيږوي خو زه نور هېڅ نه لرم زما هرڅه پر تاقربان شول . زه پښيمانه نه يم فخر پرې کوم !!! چې هر څه مې پر وطن او اسلام قربان شول٠٠٠٠٠٠!!!!!!!!
نور علی شاه ځلبلاند
متحده عرب ا مارات دوبئ