
بياکتنه : خليل تسل
داخو هېڅ چاته دمنلو نه وه چې ګوندې دادې ګل خان وې هغه لوړ دنګ قدغښتلې باډې سورسپېن مخ تور صفا وېښتان کاکل به ېې په ېو لور اړولې ؤپراخه تندې چې تل په ېې نرې مسکا په شونډو نسېدله اوس په داسې حالت کې ببر سپېن سر ببره ګېره چې مخ ېې ګونځې کړې لکه دلېونې په څېر به يې ګوتې شمارلې په بدوورځو ؤدزمانې ستم داسې موجوته ورغورزولې ؤ چې وتل ورځنې
څه ساده کار نه و دزمانې دټولو ناخوالو سره په لوڅوپوڅو کې دزرمينې دمېنې ډېوه ېې په زړه کې بله وه ېوه ګړې ېې هم دزرمينې ېادونه دذهن ځنې نه وو وېستلې دګل خان که زرمېنه دهېلوزړى ؤ خو دزرمېنې زړه هم ګل خان ته په تاندو هېلو فرش ودګل خان سره ېې دژوند ملګرتېا ېې دخپلوارمانونو رژېدل بلل که د زرمېنې ښکلادنګه غاړه غتې تورې سترګې نرې شوندې لوړه پوزه وړه خوله نرې ورېزې اوږدو باڼوغشې به دګل خان په زړه ښښ ؤڅشتن پرې ښه ښکلا لورولې وه
ځکه ورته ډېرخلک هوسېدل چې خپله مېرمن ېې جوړه کړې خو دزرمېنې دزړه په محراب کې ېوازې دګل خان لپاره دامقام ؤدزرمېنې او ګل خان سره مېنه د وړکوالې وه خود ځوانې په پوړچې قدم کېښودددوې په زړونو کې دا هېله راوتوکېده دواړه پدې هوډکړل چې دوې به ېودبل دوژند ملګرې جوړېږې
دزرمېنې جې منګې په غېږکې ؤ ګل خان په لېدو دنورو ملګرو پښه نېولې شوه او دخپل راز دبرسېره کېدو ورته دا ښه موقع ښکاره شوه چې دخپل ټپې زړه ددرد څړېکه دګل خان تر غوږو ورسوې په ګل خان ېې خپل نظر وځغلولو په ژبه ېې دحېا مهر ولګېدو مېنه ېې په زړه کې په څپوشوه بدن ېې ټکان وخوړ دڅه وېلو ناکامه هڅه ېې وکړه اوتراوتر ېې په ېولورې بل لورې ولېدل ګل خان په زړه کې هم همداسې ؤچې دګل خان په اننګو کې مسکا وځلېده زړه نازړه ؤ خو خپل زړه ېې پدې تسل کړو چې دې خو دزرمېنې سره مېنه لرې او مېنه جرم ندې زرمېنې ته ووېل
زما اوستا مېنه خو سره دوړوکوالې ده نن درسره ېوه مهمه ژمنه کول غواړم دستا ځنې مې همداسې هېله ده زرمېنې دفکر په ټال اوږدې جوټې ووهلې خپل نظر ېې په مځکله ونښلودمېنې ولولې په غورځنګو شوې په مړاو سترګوېې ګل خان ته دتاېد په نظروکتل لکه دپاڼې رپېدله دسړې هوا وږمو ېې دزلفو پاڼې اړولې دګودر ونو بوټودې وږمې ته لاسونه اچول او ددې دواړو په ژمنو ېې دګواهې سرونه خوځل چې زرمېنې په رېږدېدلي غږچې په ستونې ېې دحېا خپسه ناسته وه ورغبرګه کړه ستادا غوښتنه زما دزړه هغه اواز دې چې تراسه زورېدم اودوېلو جرات مې نه ؤګل خان ېې خبره ورغوڅه کړه دسترګو په کونجو ېې لاره سارله په کړس کړس خندا کې ورته دغوږه تېره کړه چې زه تا دخپل ژوند ملګرې جوړول غواړم ددې زېرې په اورېد وسره بې اختېاره دزرمېنې دسترګو دخوښې اوشکونود ګرېوان په لور مخه وکړه
ګل خان هم ډېر خفه شو ګوندې زرمېنه ددې پدې ژمنه خفه شوه دزرمېنې په سر که دحېا عسکر وېستلې توره په لاس ولاړ ؤخو خپل عاشق خفګان ېې هم نه شو زغملې په لړزېدلې ټېټ غږ ېې ووېل داحوزما غوښتنه ده خو کاش چې ددې پرېکړې واک زموږ سره وې زما په اړه داپرېکړه خو مې پلار کوې دلته تاته جوته ده چې ېوازې دلته نه بلکې دپښتنو په زېاتره سېمو کې دارواج ډېر په قوت حکومت کوې نجونې دوه دوه درې اونې وروسته دخپلې ورکړې خبرېږې زموږ پشتنو پېغلوددې رواج په هکله دڅه وېلو مخه تور او پېغور اغزنه کړې ددې رواج د تېاروڅخه دبغاوت ېوه لار لرو چې د قبر په لور تللې ده دزرمېنې دزهن نېلې درواج پدې ناپاېانه دښتو وزغلېددکامېابۍ کوم څرک ېې په نظر نه شو او بېا دناهېلې غره ته ودرېده دپلار سخت چلند او دهغې دا خبرې چې تل به ېې وېل زه مې په لور زېات ورور ددې امله اخلم جې قدر منه او اوسې دا ټول هغه څه ؤ چې دزرمېنې هېلې دپانسې په تښته ودرولې وې ځکه زرمېنه سلګو وجړقوله چې په زرمېنې ملګرو غږوکړ دګل خان سره دې څه وېل دې خپلو ملګرو ته ډېرې بهانې وکړې خو دددوې مېنه درساواې په درشل کې وه ډېرو ملګرو ېې لا ورته ستغې سپورې وکړې ملالې ورته ووېل دمېنې مقام زړه دې او زړه پاچا دې پاچا اختېار لرې چې هر ځه وکړې ولې دزرمېنې خوارکې پورې لګېږې زرمېه دخپلو ملګرو سره روانه شوه کورته په رسيدودموري دخولي واوريده چه شپې ته موميلمانه دي داکوردرسره پاک کړي دميلمونودخبرپه اوريدوزرمينه دډيروچرتونوکوربنه شوه دميلمنودپيژندګلوي تلوسي يي په زړه کي سکروټي بلولي دموريي وپوښتل مور جاني ميلمانه موڅوک دي موريي ورته وويل ته يي څه کوي غلجي ماما دي راځي دغلجي ماما دنوم په اوريدو يي دا شک په يقين بدل شو که غلجي ماما راځي خويه هجره کي به کيني نوبيا داکور پاکولو کوم ضرورت دى اوکه ښځينه ورسره راځى دهغى سره خوزموږداسى کوم مناسبت نشته چي دهغى ښځينه دى زمونږ کره راشى په زهن کى دسوچونو داسمندرڅپاند دى اوکله کله داسى رټلى ځوابونه ورکوى که غلجى ماماپيسه دار دى نومونږته ئي څه زرمينى لاسوچونو پدىسمندرکىلامبووهله چه دغلجى ماما ښځه اولورئي په کوررا نتوتل زرمينه پدى يقين شوه چه زما دغوشتو پرته بله کوم خبره نشته دى خپل ارمان دچلاد دتورى لاندى ليدواود خپل ارمان دقتېلدولحظې شمارلې جوشونو واخسيته په چوپه خلى ئي لېونۍ لېونۍ منډې وکړى چاړه ئي راواخسيته په تيږه ئي واچلوه ښه ئي تيره کړه په مايوس نظرئي ورته وليدل چړى ته يي وويل چه ته به زما په مظلوميت به گواهى ورکوى زمادسرپه پرېکولوکى راسره بي ايمانى ونه کړى زما دوېنو دفوارى ټوله قصه به گل ځان ته واوروى دمړو اوښکو سيلاب ېې په مخ روان وو دائي دځان سره هوډ وکړوکه زما دسمال دبل چا په نامه ددى کوره ووتوزما د وژلو پورورتر غاړه دى زمانې په پوره خاموشې ددې حالاتو ننداره کوله چه پدي کى ئي دهوش بل يو سوچ په ذهن کى سرور ښکآره کړو دى سوچ ئي دمآيوسۍ کړۍ نوره هم ورتنگه کړه دى دهوش سوچ دځآن سره ډېرى بى جوابه سوالونه لرل چه زرمينه ئي حيرانه کړه مورئي ورته وويل لورى ولىدومره نارامه ئي څه چل درباندى شوى زرمينى په ژړه غونى غږ ورته ويل مورجانى ميلمنوته مى چائي هم پوخ کړى نوردقدم د اوچتولومجال نه لرم موريى ورزياته کړه څه لورى ارام وکړه زرمينه چه کله په کټ وه غزيده چاړه يي بالښت ترلاندى کيښوه دى سوچ يي يوځل بيآ په ذهن کى سرراپورته کړو که زه ځان و وژنم دکل خان سره خپله وعده پوره کړم زه پدى د راضى يم اودى کارته چمتويم خو زماددۍ کارمخه مى ايمان نيسى اسلام چاته دځان وژنى اجازه نه ورکوى اوترقيامته به پدى جرم سزا وينم بيائى سترگى په اسمان کى داسى ونښلولى چه گوندى داپدى محکمه مىفيصله غواړى خداى ته ئي په زارى اوسنت پيل وکړو چه اى لويه خداى تازما په زره کى د گل خان مينه ځاى کړى او زه دهغى په مقابل کى ديته چمتويم کړې ېم که زمارپشته دبل چاسره وشى نو زه ځان وژنم بيا په ئي ځان پدى تسل کړو چه خداى خو دزړنو مالک دى اوهغه زماپه مظلوميت پوهيږى بيا به ماته څنگه دځان وژنى سزا راکوى ژوند ډيوخوږدى خودګل خان بغيروژوندنه ماته مرک غوره دى کله به ئي ويل اى خدايه ته راباندى داکوټه راوه غورزى چه اوپامى دپلارپه زړه کى واچى بل چاته مې ورنه کړى ياالله زه خو ډيره ناتوانه يم خوته زما په هکله فيصله وکړى چه پدى وخت کى د ميلمنو دتلوخبرى اود پښو ترپاره واوريدو دحالاتو څخه دپوهاوى لپاره په يوه تياره کى ودريده چه دغلجى ماما ښځى ئي مورته ويل چه دى خاوند ته دۍ اوواېه چه د ورورخو ډيرزيات دى لکه گذاره دى راسره وکړى مونږ په بيا راشو دې دې خبرى په اوريدو د زرمينى په رکوگى وينه وچليده اوپدى هڅه کى شوه چه ګل خان خبرکړى اوچه هرراز کيږۍ ګل خان بايد دا وروروکړى ترڅو خپل او زما ژوند وژغورى ددې تېارو په غېږکې درڼاڅرک وځلېدګل خان چې د پلار ېو زوې په پلار ځکه ډېرګران ؤچې دېرزېرک اوښېار ځوان ؤپلارېې چې څومره چرت وکړوداېې ومنله که زرمېنې پلار هر څومره ورور غواړې دې دخپل زوې په خاطر ورته چمتودې ځکه ېې دزرمېنې دپلاردروند ورور ومانه او زوې ته ېې خوشحالې راوړې ددې ورورمنل که هلته دخولې ېو هو وه ولې ددې رقم برابرول دګل خان لپاره ېو ملا ماتونکې بارو دګل خان اوزرمېنې په زړونو کې خوښېو چورلکونه کړل کله کله به دډېرې خوښۍ دوى هم ورسره په لور روان کړه داسې يې انګېرله ګوندې خوب وېنې بېابه يې په ځان لاس وواهه دګل خان دې دکور درېا غږاورېدل اودهمزولو پرلپسې مبارکېو به ېې داسولونه رټلې جواب کړل ګل خان اوپلار ېې ډېره هڅه وکړه خپله ټوله مځکه ېې ګرو کړه بېا يې هم هغه ولور پوره نه شو کړاى ډېرو دوستانو ورسره قرض وکړوچې دزرمېنې پلار غوښتنه ېې پوره کړه دزرمېنې پلار پېسې په جېب کې واچولې دواده نېټه ېې وټاکله شېبه په شېبه دګل خان اوزرمېنې هېلې غوړېدلې دخپل ارمان دپوره کېدو په هسکو منارو ورختل دزمانې پړاوونوډېرکسان د ګل خان دواده خوښۍ ته روابلل زرمينې ته هم خپلوهمزولوپه لاسونونکريزې اېښودلې خوښي وه خوګل خان دمينې اوخوښۍ په ځاى دخپل ژوندراتلوونکوپړاوونوته خوب وړى وو