انډيا په روان کال کې په خپل هيواد کې لس لويی ميګا پروجيکټونه ترسره کولو پلان لري، زه غواړم دغه پراجيکټونو په اړه لنډ وليکم چې څه په اړه دي او څومره مصرف پرې کيږي خو مخکې له دې چې هغه پښتون چې په پاکستان فخر کوي، د پنجابي د خوشالئ لپاره هندستان او خپل افغان ته کنځه سپکې سپورې وايي په خپل ګريوان کې سر دننه کې چي پاکستان دوي ته تروسه کوم ښه صحت تعليم يا نور سهولتونه ورکړي.
هند به د جمو کشمير ولايت خلکو ته په چناب سند په 92 ملين ډالر يو ستر پول جوړ کړي چې دا به د هغه ځای خلکو ته يو لويی سهولت وي.
اناچل پرديش ولايت کې به ديبنګ هايډرو پراجيکټ په 25 بلين ډالره جوړ کړي.
د سمندري فوځيانو د پاره به په ممبئ کې په 24 بلين ډالر يو ائرپورټ جوړ کړي.
ګجرات فنانس سيټي په نوم به په 20 بلين ډالر يو ښارګوټۍ جوړ کړي چې په 2018 کې به سر ته ورسېږي.
دهلي ممبئ انډسټريل کوريډور په نوم به په 90 بلين ډالر به يوه ستره تجارتي پروژه جوړه کړي.
حيدراباد دکن کې به په 21 بلين ډالر ميټرو جوړه کړي.
نيشنل هائی وے ډوپلمنټ پراجيکټ په يوه پروژه به په 36 بلين ډالر جوړه کړي.
نارمندره ويلي ډوپلمنټ پراجيکټ به په 30 بلين ډالر جوړ کړي.
دا ټول پراجيکټونو ته که وس مونږ فکر وکړو او د پاکستان ته فکر وکړو نو د زمې اسمان فرق هومره فرق لري، نور پاکستان به مونږ پرېږدو يواځې د خپلې پښتونخوا خبره به وکړو ځکه چې وس مونږ دلته په پښتو ليکل کوو نو په دې نوي کال کې حکومت په پښتونخوا کې د څومره کارونو کولو ټارګټ ځانته ټاکلی؟ يا په تيرو کلونو کې د پښتونخوا اولس ته څه کړي؟ دا خو بيا هم د پښتونخوا د اولس قسمت ښه وو که هر څنګه وو خو د عوامي نيشنل پارټئ کارونه وکړل که نور څه نه وي کالج او يونيورسټيانې خو يې ورته جوړې کړي.
دا يو هيواد يواځې دا زمه داري نه ده چې خپل وګړي ته دې د لس پينځلس زره روپو نوکري ورکړي او ځان دې خلاص کړي، هيواد دا پوره حق لري چې خپل اولس ته د تعليم او صحت برق او به ګاز او ټول سهولتونه ورکړي، دا ژوند دی دا يو ځل په لاس راځي، درې وخته ډوډئ خوړل په لس زره روپئ روزګار کول څه ژوند نه دی که دا چاته ژوند ښکاري نو زه په تفصيل پسې نه زم خو په يوټيوب دې د يورپ امريکه د خلکو د ژوند په اړه ډاکومنټري فلمونه وګوري.
د پاکستان دولت هر کال په ملينونو او بلينونو ډالر په جنګي جهازونو اخيستلو او اسلحې جوړولو خرچه کوي، او هر کال د کروړونو او لکهونو ډالر دغه جنګي طيارې غورزيګي تباه کېږي خو څوک يې د پوښتنې نشته، که په دغه پيسو د پښتونخوا په لرې پرتو سيمو کې سکولو کالجونه جوړ کړی نو بد به وي؟ ټوکه مې وکړه زما خو هير وو دا شته دې نه ورانوي نور دې نه جوړه وي.
خبره مې د هندوستان د ميګا پرجيکټس پورې کوله چې هندوستان څنګه خپل اولس ته ګټې ورکوي او پاکستان خپل اولس ته څه ورکوي، د پښتونخوا په قبايلي سيمو وزيرستان کې ټول اسکولونه کورونه فوځيانو وران کړي، روغ کلي سړکونه يې وران کړي، خلک يې وژلي، يو خوا فوځيان او بل خوا عام اولس دل کړل شوي دی، نو زه خو نور د ليکلو څه نلرم تاسو مرسته وکړئ، ګل خان پويه کړئ چې د پاکستان نه نور څه غواړې، ځان وپيژنه، پښتونولي وپيژنه، د پنجاب نه حفل حق غواړه، نور څه چې د چين سره د ګوادر کوريډور هغه ستره پروژه يې درنه هم پنجاب ته واړوله.
نو پښتونه! تاته پاکستان څه درکړل؟ دوه وخته ډوډئ خوړل خو د ژوند مقصد نه دی.
وروستي