د انساني قاچاقبرانو ( Human Smugglers) او طالبانو پرته په نړۍ کې ظالمان او وحشيان خلک نور نشته، ما په خپلو سترګو په استنبول ښار کې قاچاقبران ليدلي چې د افغانستان او پاکستان نه يې مسافر رواستلي او سخت ظلمونه يې ورسره کړي، په اور يې سيځلي، په بليډونو يې غوڅ کړي او په موبايل يې د هغه مسافرو چغې د هغه خلکو کورونه ته اورولي تر څو کور ولا يې د خپلو کسانو په سر زر زر پيسې ورکړي او خلاص يې کړي.
نن مې د يو قاچاقبر ويډيو وکتله چې وايي په استنبول کې چې کوم پاکستانيان تښتول شوي وو په هغې کې زه لاس نلرم نو زه به يو خبره وکړم که که قاچاقبر و وايي چې خدای يو دی هم يې ورسره مه منئ ځکه چې په دې کې يې هم چل ول وي، قاچاقبر د نړۍ تر ټولو ټيټ، دروغجن او وحشي نوم دی کوم چې د يو چا د ژوند بربادولو او پيسو د پاره د هر څه تير وي.
په افغانستان پاکستان ايران او ترکيه کې ناست قاچاقبران يو لينک لري، کله چې د پېښور قاچاقبر ته واخلي مخکې دې په سل نورو قاچاقبرانو خرڅوي، څوک دې په غرونو خيژوي، څوک دې د موټرو او بسونو په ډيکو کې ننباسي، څوک دې په کنټينرو، او بندو کورونو کې يوه يوه مياشت ساتي، قاچاقبر هيڅ د سپينې ژيرې،ماشوم، روغ رنځور تميز نلري، ځکه چې دوي تل د ترياقو په نشه کې وي.
يوه بله ويډيو کې يو قاچاقبر لګيا دی چې زه افغان يم، هيڅکله په کوم بل افغان ظلم نه شم کولې، زما افغانيت ماته د دې اجازه نه راکوي خو يقين وکړئ د دوي نه بيا افغانيت هير وي چې کله يې د څلور کسه په اتاق کې شل تنه افغانان ننباسلي وي، نه سمه ډوډئ ورکوي، ډوډئ پرېږده خدای ګواه دې که څوک د دغه مسافرو سره په سمه خوله خبره هم کوي.
زه د دې خبرې قايل يم چې هر انسان په خپل ژوند کې ازاد دی، که يو انسان د اتلسو کالو کم عمر لري پکار ده خپل مور پلار استاذ هغه ته لار وښايي او که يو انسان د اتلسو کالو پورته عمر لري نو هغه په خپل ښه او بد ښه پوهيږي نو فکر نه کوم چې هغه ته نصيحت وکړل شي ولې هغه خپل سوچ او فکر لري، خو ولې زمونږ افغانانو په ټولنه کې تعليم کمۍ دی هر پله تياره خپره ده نو څه نه څه حق جوړېږي چې لېږ څه د خپلړ خلکو سره شريک کړو، نو د هر افغان څخه يوه دا غوښتنه ده که قاچاقبر هر څومره شنه باغونه درته وښايي په خبرو دې عمل نه کوي، په زرګونو يورو او ډالر دې نه برباده وي، قاچاقبران د انسانيت دښمنان دی، دوي هيڅ زړونه نلري، احساس نه پيژني.
وروستي