
افغانستان، په داسې حال کې چې د حکومت برخلیک لا په شورا کې د جوړجاړیو په بوخته کې ناڅرګند دی، د لندن کنفرانس ته د تلو له پاره تیاري نیسي. تر شپېتو زیات هېوادونه او نړۍوالې موسسې به په دغه کنفرانس کې د افغانستان د راتلونکې په هکله د یو ګډ دریځ د میندلو هڅه وکړي.
په تېره کې هم د افغانستان په اړه ګڼ کنفرانسونه جوړ شوي خو دا ځل حالات لږ څه نور غوندې ښکاري. په تېرو کنفرانسونو کې افغانستان د مرستې غوښتونکی و او نورو هېوادونو د همیانۍ مزی په لاس کې نیولی و. دا ځل نړۍواله ټولنه د مالي فساد ټوله پړه پر افغان حکومت اچوي او حساب ترې غواړي په داسې حال کې چې افغانستان په دې برخه کې یواځې ځان ګرم نه ګڼي او د نظامي عملیاتو په ترڅ کې ملکي تلفات د ستونزې مرکزي ټکی بولي.
تېره شنبه د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ میلیبنډ په پاکستان کې د اسوشیېټډ پرېس تلویزیوني خبرونو ته په یوې مرکې کې ویلي دی : «تر څو چې باوري نه شو چې زموږ پیسې چېرته ځي موږ به نورې پیسې ورنه کړو او نور به یې هم ورنه کړي.» د غربي هېوادونو ځینو نورو چارواکو هم په وروستیو کې ورته څرګندونې کړې دي.
افغان ولسمشر بیا د تېرې جمعې په ورځ الجزیرې تلویزیون ته په خپله مرکه کې ویلي دي : «د نړۍوالې ټولنې په اړه، زه د هغوی احسان نه غواړم. هغوی دلته د یوې موخې له پاره راغلي دي هغه دا چې دوی له ترهګرۍ سره جګړه کوي. موږ هم له دوی سره د یوې موخې له پاره کارکوو او هغه دا چې په افغانستان کې سوله او امنیت غواړو. زموږ او د دوی موخې سره ګډې دي.» ښاغلی کرزی داسې انګېري چې په نړۍواله سطحه په افغانستان کې د فساد خبره تر حد زیاته پړسول شوې ده هغه وایي : «نړۍواله ټولنه، په تېره بیا غرب، باید افغانستان ته او د هغه حکومت ته درناوی وکړي. دوی باید په دې پوه شي چې موږ یو ملت یو، موږ یو هېواد یو، موږ یو تاریخ لرو، موږ ګټې لرو، موږ غرور لرو او موږ درنښت لرو.»
د لندن د کنفرانس په درشل کې که د ولسمشر کرزي په وینا «موخې سره شریکې دي» خو ظاهراً دريځونه سره بېل ښکاري. اوس نو وکتل شي چې افغان حکومت به د کنفرانس په ترڅ کې هم همداسې په زغرده خپل دریځ څرګند کړي او که د ریښتیاوو په میدان کې به ژوولې دیپلوماتیکه ژبه یو ځل بیا افغانستان ته د ملامت بار پر اوږو کښېږدي.
د جمهوري ریاست د ټاکنو پر مهال د درغلیو ډرامې د افغانستان او د افغان حکومت اعتبار ته سخت تاوان ورساوه. په نړۍوالو مطبوعاتو کې او د غربي چارواکو په ویناوو کې د مالي فساد ټوله پړه پر افغانستان اچول کېږي. پر وخت او پر ځای د یوې کاري کابینې په جوړولو کې د ولسمشر ناکامي د افغانستان مخې ته د لندن په لار کې یوه بله داسې ډبره ده چې ترې تېرېدل به پوره مهارت وغواړي. خو سره له ټولو ستونزو، که حالات له نېږدې و ځیرو نو د افغانستان دریځ دومره کمزوری هم نه دی لکه تصور یې چې کېږي. نړۍواله ټولنه، لکه ښاغلي کرزي چې ویلي دي، افغانستان ته د خپلو ګټو د ساتلو له پاره راغلې او تر څو یې چې هغه نه وي خوندي کړې، یا یې بدیل ورته نه وي موندلی تر هغو به، که خوښه یې وي او که نه، په افغانستان کې پاتې کېږي. په افغانستان کې سیاسي ثبات د هغو هېوادونو له پاره چې له ترهګرۍ سره په جګړه کې ځان ښکېل بلي حیاتي ارزښت لري نو، که زړه یې وي که نه وي، د افغان حکومت ملاتړ به کوي. له بل لوري که څه هم د تل راهیسې افغانستان ته د فساد ګوته نیول کېږي او دا هېواد د نشه یي توکیو د تولید په تور ګرم بلل کېږي خو د مالي فساد تر ټولو ستر عاملین په خپله بهرنیان دي او د نشه یي توکیو قاچاق هم د افغانانو په انحصار کې نه دی. په نظامي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو ستونزه هم داسې یو څه دي چې د سیاسي معاملو په بازار کې د افغان حکومت لاس بر ښکاره کوي. په دې شرایطو کې به دا د افغانستان د حکومت یوه د نه بخښلو سهوه وي که چېرته لندن ته د غوښتونکي په دریځ کې ورشي او یو وار بیا لاس اوږد کړي. دا ځل، که افغان حکومت له «بو» څخه ځان ته «ببو» جوړ نه کړي نو کولای شي چې د لندن په کنفرانس کې د قدرت له دریځه وغږېږي او نړۍوالې ټولنې ته خپل شرایط په زغرده او بې پردې په مخ کې کښېږدي. په خپله دا خبره چې د ولسمشرۍ د ټاکنو، د فساد سره د مبارزې او د ولسي جرګې د ټاکنو په هکله د غربي، په تېره د امریکایي چارواکو څرګندونې، په ښکاره ډول د افغانستان د حکومت استقلال تر پوښتنې لاندې راولي د افغانستان د حکومت په لاس کې داسې وسله ده چې که په مهارت وکارول شي د افغانستان دریځ به لا پیاوړی کړي.