اقتصاد پېژندنه/ درېیمه برخه

د سپما اقتصادي اهميت: د يو هېواد اقتصادي پرمختګ په پانګونې پورې تړاو لري او پانګونه تر ډېره بريده په سپما پورې تړلې ده که په هېواد کې د سپما سلنه لوړه وي نو هېواد له اقتصادي پلوه پياوړی وي او که د سپما سلنه کمه وي، هېواد له اقتصادي پلوه کمزوری وي، د خلکو د ژوند کچه ټيټه وي، نو که څوک غواړي چې پرمختګ وکړي، بايد د سپما اندازه لوړه کړي.
د سپما د زياتوالي لپاره بايد لاندې کارونه تر سره شي:
                  د ماليې په اندازه کې بايد کمښت راشي
                  په هېواد کې د امن راوستل
                  په هېواد کې سياسي ثبات
                  د وګړو د عوايدو د ډېر والي لپاره کړنې ترسره کول
                  په هېواد کې د مالي ادارو جوړول او پرمختګ ورکول
                  په هېواد کې د پانګونې ډېرښت
                  د خلکو د ژوند د کچې لوړوالی
 
متغيرات (Varibales): له یو متغیر څخه موخه یو داسې مقدار دی چې ارزښت يې ثابت نه وي بلکې بدلیږي، یانې کله ډېريږي او کله کمېږي، نو ځکه د متغیر مقدار په عددي بڼه نه بلکې د سمبول په بڼه لیکل کېږي. پروفیسور (کوروس) متغیر په دې ډول راپېژني: متغیر څخه موخه یو داسې علامه ده چې د يو بحث په دوران کې بېلابېل ارزښت یا د وېش د وړ ارزښتونو سیټ غوره کړي. په اقتصاد کې موږ د داسې مقدارونو یادونه کوو چې کمېږي او یا هم ډېرېږي.
د ساري په توګه: د یو توکي بیه، عرضه، تقاضا او یا د یو هېواد د سپما او پانګونې مقدار، او ددې برعکس یو داسې مقدار چې د بحث په دوران کې ثابت وي، هغه ته ثابت ویل کېږي. ریاضي پوهان ډېری وخت متغیرات د انګلیسي ژبې دAlphabet  A,B,C… په وروستيو تورو سره ښيي. (لکه: X,Y,Z) او ثابت بیا په لومړنيو تورو سره ښيي. (لکه: a,b,c)، خو اقتصاد پوهان بیا داسې نه کوي، بلکې د متغیر لفظ لومړی توری لیکي. لکه: د لګښت (Consumption) لپاره (C) کاروي. په همدې ډول د سپما (Saving) لپاره (S) او داسې نور، په همدې ترتیب مخ ته ځي او کله چې د یو متغیر عددي قیمت ترلاسه شي، نو هغه ته د متغیر ارزښت ویل کېږي.
د ساري په توګه: د بورې قیمت (P) شل افغانۍ شي او یو میاشتنۍ تقاضا پنځوس کیلو شي (P) یو متغیر مقدار  دی چې ارزښت يې شل افغانۍ دی. په همدې ډول تقاضا هم یو متغیر دی، ځکه د قیمت په تغیر سره تغیر خوري.
د ارزښت پولې (Range of values): که د بورې قیمت د (۲۰) او (۲۵) افغانیو تر منځ لوړېږي او یا هم ټيټېږي، نو لومړي قیمت ته ټيت او دویم ته لوړ حد وايي او د دواړو تر منځ چې کوم قیمتونه اخلي دې ته د ارزښت پولې وايي.
متغیرات په دوه ډوله دي:
۱-جریان لرونکی متغیر(Continous variable): هغه متغیر چې په خپل حد کې هر قیمت اخلي، دې ډول متغیر ته جریان لرونکی متغیر وايي.
د ساري په توګه:  د بورې د قیمت حدود (۲۰) او (۲۵) وي، نو د دې دوو عددونو ترمنځ چې بوره هر قیمت اخلي، دې ډول تغير ته جریان لرونکی متغیر وايي.
۲- بې جریانه متغیر(Dis contious variable):هغه متغیر چې بېلا بېل قیمتونه اخلي، یانې د ارزښت او مقدرا په لحاظ بدلېږي را بدلېږي.
د ساري په توګه: که د یو من غنمو قیمت (۳۲۰) وي، یو ځل (۳۶۰) ته لوړ شي.
خپلواک او بلواک متغیرات(Dependent and independent variables): که د یو ځانګړي بحث په اوږدو کې د یو متغیر ارزښت فرض کړای شي، نو خپلواک متغیر ورته وايي او که په ارزښت کې تغیر راشي او ددې تغیر په وسیله بل متغیرکې تغیر راشي، نو هغه ته بلواک متغیر ویل کېږي.
د ساري په توګه: کله چې د یو توکي قیمت تغیر وخوري، ورسره تقاضا هم تغیر خوري، چې دلته قیمت خپلواک متغیر او تقاضا بلواک متغیر دی.
تابع (Function): د ریاضیاتو شننه تل په بدلېدونکو مقدارونو پورې اړه لري او ددې متغیراتو تر منځ څه اړیکه ده، خو په حقیقت کې ریاضي هم د همدې اړیکو نوم دی. د دې اړیکې د څرګندولو یا په علامتي ډول ښودلو ته تابع وايي.
د ساري په توګه: د یو توکي تقاضا په قیمت پورې اړه لري، که قیمت لوړ شي تقاضا کميږي او که قیمت ټیټ شي، نو تقاضا لوړېږي. د قیمت او تقاضا تابع په لاندې ‌ډول لیکلی شو:
D = F(P)
چې په پورتنۍ مساوات کې: D د تقاضا مقدار، F تابع او P هم د توکو او چوپړتیاو له قېمت څخه استازیتوب کوي، او دا واضح کوي چې توکو او چوپړتیاو ته تقاضا د هغوی د قېمت تابع دی.
تعادل (Equation) : تعادل یا مساوات هغه الجبري فقره ده چې د یو متغیر اړیکه  له یو بل متغیر سره څرګندوي، يا د دوه خواو برابر والی څرګندوي. یو تعادل یا مساوات معمولاً په شفري علایمو ښودل کيږي وي، ځینې نښانې متغیرات څرګندوي او ځینې ثابت عددونه،
د ساري په توګه :
 (Q = a + b(X) چې په دې مساوات کې (Q) او (X) متغیرات دي (a) او (b) ثابت عدونه دي.  له (X) سره چې (b) دی، دې ته د (X) ضریب وايي.
د ساري په توګه: که فرض کړو چې د 100 جوړو بوټونو ثابت لګښت 5000 افغانی وي او د هر جوړ بوټ متغیر لګښت 800 افغانی وي نو ټولیز لګښت عبارت دی له:
Q= a+b(x)
Q=5000+800(100) = 85000 AFs
دا په دې مانا چې: دلته د بوټونو ثابت لګښت خپلواک دی، د هر بوټ متغیر لګښت هم خپلواک دی او یوازې د بوټونو شمیر بلواک دی نو د تولید لګښت د بوټونو په شمیر پورې تړلی دی که د بوټونو تولید زیاتیږی نو ټولیز لګښت یې هم زیاتیږي او برعکس کمیږي.
سمبول (Symbol): لکه څرنګه چې مو وړاندې ذکر کړه، د یو مساوات یا تعادل دوه خواوې لري، چې په خپل منځ کې سره برابر وي چې ددې ښودلو لپاره دوه وړې کرښې (=) چې د مساوات نښه ده لیکل کېږي. د پوره اصطلاح د لیکلو پر ځای د یو شي لنډ لیکلو ته سمبول یا نښه وايي. لکه(price=p) (Export=X) او داسې نور.