خيالي پرمختګ اوخواشينوونکې پايلې


دپرمختگ په لور ليوالتيا قدرت دانسان په سپيڅلى فطرت کى نغښتى هر انسان په طبعى توگه دراتلونکى لپاره خوشبينه وى که ديو ماشوم ژوند ترڅيړنى لاندى ونيسو گورو کله چى ماشوم په ښه او بد پوهيږى دخپل راتلونکى لپاره سترى دهيلو ماڼۍ لرى دفزيکى رشد ترڅنگ دژوند په ټولو ساحو کى دپرمختگ په لور هيله مند وى داچى دژوند داسانتياو ترلاسه کيدو لپاره زيارته اړتيا ده او دانسان دهيلو په خلاف چى څه ورپيښيږى داجلا موضوع ده او ځانته لاملونه لرى چه زه ېې دوران شناسى له مخى سېړل نه غواړم دپورتنى مقدمى په مټ غواړم چى دافغانستان داوسنى پرمختگ دموضوع غيږ ته ورولويږم او داپرمختگ وارزو چى ايا داپرمختتگ په بنسټيزو اساساتو ولاړ دى او په راتلونکى کى به زمونږ دټپى ټپى هيواد دکوم پرهر مرحم شى که نه سره له دى چى داوسنۍ وينى تويدنى دهيوادوالودهيلو تصويرونه اغيزمن کوى ٠په ټوله کى تمرکز دنظر په پرمختگ نخلى که چيرى همدا پرمختگ تجزيه کړوآووېسړو څو برخى په لاس راځى ١ په امنيتى چارو کى پرمختگ ٢ په اقتصادى چارو کى پرمختگ ٣ په ټولينزو چارو کى پرمختگ ٤ په سياسى چاروکى پرمختگ
که چيرى دهمدى يادشؤ موضوعاتو په اړوند دنظرنيلى وزغلو وو او دمعيارونو او نورمولونو په کچه يي پيمانه کړو دپايلو په هکله قضاوت به يي گرانو لوستونکو ته پريږدو زيارباسو ترڅو په هغه پوړۍ قدم کيږدم چى نيوکه ورکې داصلاح په بناوې اگر چى زمونږ په ټولنه کى دا دودجوړ شوى په هرکار او کړنه نيوکه کوى او اساسى موخه يي ترينه دهغه کار خرابول وى زما هڅه دلته داده چى دنيوکى ترڅنگ رغنده لار هم په گوته کړم دنورو خبرو تيريږم خپل دبحث لمن نيسم او پيل دامنيت ځنى کوم دتيرودري لسيزو دجگړو په جرېآن باندى دڅه ويلو تيريږم ٢00١کال چى نړيوالو افغانانو ته دسوکالۍ زيرى ورکول دامنيت دټينگوالى په هکله څومره پرمختگ شوى امنيت ټينگ شوى که خرابه شوى که دامنيت دڅرنگوالى سوال دهر افغان مخى ته کيږدو جواب به يي (نه)وى د(هو) دجواب سره
هېځوک موافقه نه لرى ځکه چى څه زمونږ په وطن کى تيريږى مونږ او تاسو يي گواهان يو اود ( نه ) په ويلو دلته ډيربى جوابه سوالونه رامنځ ته کيږي چى دجواب دپيداکولو لپاره يي اساسى علتونه سېړل او په گوته کولو ترڅنگ عملى اقدام پکار دى ديوى بيلگى په بيانولو سره دلته اړين بولم او هغه داچى نړيوالى ټولنى په خپلو پړاخو مرستو او په خپل فوځى حضور دامنيت دټينگښت تشه ډکه نه کړاى شوه او ورځ په ورځ ناامني وده کوى عامه افکار په دى اړه په خپل ځاى غوښتنى لرى مونږ چى څومره دعوامو ځينى اورو هغوى په دوه کټه گوريوويشل شوي چى اوله کټه گورى خلک دامنيت دنشتوالى پړه ټوله دنړيوالو قواو پراوږو ورپيټى کوى او دخپلى ادعا دثبوت لپاره په ملکى کسانو بمبارى يادوى اوزېآتوې دارنگه پيښى نفرتونه او فاصلى زيږوى او که نړيوال په خپلو دى کړنو کى دقت ونه کړى نو دمخالفت لړۍ به ورځ په ورځ غښتلى کيږى دوهمه گټه گورى خلک دپورته ياده شوو علتونو ترڅنگ په لوړه کچه بيکارى دبيا جوړونى په کارونوکى سستې او په خلاص مټ درغلي او همداراز دښوونى او روزنى بهير ته نه پاملرنه او په زياته برخو کى په لوړه کچه مصارف پيسى په اوبو لاهو کول او ياپه يوبل عبارت سره چى لوټه ګدى اود اوبو پرى تيريدلو پرته بله معنى نه لرى .
٢ په اقتصادى چارو کى پرمختگ دنړۍ دملياردونو ډالرو سيلاب دهيواد دنادارى دښتى خړوب نکړى او نه يي په مجموع کى دافغانانو په ژوند کى کوم دپام وړ بدلون رامنځ ته کړوسره ددى چى افغانان ناداره دى ولى بي همته نه دى او داو سنى نادارى يي دزمانى ستم رامنځ ته کړي افغانان ددى وړتيا لرى چى دو لوگى اور دهمت په مټ مړ کړى دهمت ترڅنگ مرستو ته هم اړتيا شته چى دنړۍ هيوادونو دافغانستان سره بلاعوضه مرستى وکړى که مونګ ېې منو اوکه نه د احسان يي پوروړى يو دا جلا خبره ده چه مونژ ېې منو که نه ستونزه دمرستو په تنظيم کى ده دمرستو دتنظيم په هکله خورا ډيرى تيروتنى شوى چى خورا مهم لامل يي بللى شو که مرسته شوى پيسى په بنسټيزه اساسى زيربيناو لگول شوى واى نن به ددومره بى سارى ستونزو سره لاس او گريوان نه وو. همدا راز ېادولو وړ بولم چه دادې ددوهم ځل لپاره دټاکنو دکارتونوپه جوړولوپه مېلنوډالر مصرفېژې خو کارتو دتوزېع کار د ډېروافغانانو له لورېتر سوال لاندې ځکه دې چه دا احصاېه دقېقه نده ېو کس کولېزشې چه په لسګونو کارتونه ترلاسه کړې اوداسۍ سېمې ډېرې دې چه دسره ورکۍ چا دټاکنو کارت ندې ترلاسه کړې که چېرې ددې دوه پړاو پېسې د تذکروپ جوړلومصرف شوې واې دراتلونکې لپاره به دبې ۍارې نېوکو او ددرغلې مخه به تر ډېره برېده نېول شوې واې او پدې
پرخه کې به مو ېو په ېو پوښ اساس ابادې کوله
ديادولو وړ ده چى بريښنا ديوويشتمى پيړۍ دژوند دمهموضرورتونو څخه شميرل کيږى خو دبده مرغه افغانان ددى نعمت ځينى محروم دى دمواقتى او انتخابى دورى دادى اوه (٧) کاله تيريږى خو په اساسى توگه په دى اړه کوم گام نه په سترگو کيږى سره ددى چى مونږ پراخى زيرمى لرو
په ځاى ددى چى دبريښنا دستونزى دحل په موخه پرمختگ شوى واى او دافغانستان په سيندو دبريښنا بندونه جوړ شوى واى په داسى پروژو مصرف کيږى چى لگ وخت په تيريدو سره به يي وجود دمنځه ولاړشى او يوازى دخوب ليده به وى .
دښارونو دروښانتيا لپاره دجنراتورونو څخه استفاده کيږى چى کله مرسته شوى تيل بند شو بيا مونږ دچلولو توان نه لرو او همدا راز لک دولت او نړيوالى ټولنى له پامه دچاپيريال ساتنى [محيط زيست ] اداره وتلى چى ديادى شوى ادارى هڅه او هاند دهوا دککړتيا مخه نيونه ده اوکه دمحيط زيست ادارى ددى نصب شوى جنراتورونولوخړو ته پام نه دى اوکه دوى هم دبسو لاندى اوبه تيروى چون دبريښنا ستونزه ډيره اړينه ده نو ځکه په دى لورى پاملرنه دخلکو دزياتو غوښتنو په اساس زياته او رنگارنگ نقشى دلاس لاندى نيول کيږى چى دلږ وخت په تيريدوبه غوا مړه شى او شير واربه وشکيږى په کليوالو سيمو کى خو يي هم دميلى پيو ستون ترعنوان لاندى دجنراتورونوناکامه پروژه دلاس لاندي وه خواوس ييي لږ چال بدل کړي او لمريزي شيشي ورکوي چى دبټرى نيمگړى او ځوانيمرگ عمر يي يوکال او شيشه به يي هم ورپسى ځى دنړيوالو مرستو په مټ خو مودا پرمختگ وکړو چى دزمانى لږ ځنډ وروسته به بى چاره افغانان بيا دسوال په ټغر ناست وى همدا راز په شيشو او جنراتورونو ورکړى پيسو باندى زمونږ اوږد مهاله پروژى کيدى چى هم به يي راتلونکى لرله او هم به ورکى يوڅو وطنوالو ته دروزگار زمينه برابره وه ماخو په پيل کى ويلي وو چى دنيوکو ترڅنگ يي رغنده لاره هم په گوته کوم که چيرى يادى شوى پيسى داوبو په بندونو او دبارانى اوبو په زيرمه کيدو لگيدلى وايي هم به موبريښنا ترلاسه کړى واى او هم به مودکرهڼى په سکتور کى پرمختگ کړى واي اوللمى به موخړوب شوى واي دبريښنا دپيداکولو او تقويه کيدو په واسطه صنعتونه هم رامنځ ته کيده خو دبده مرغه که په دى اړه چارواکي و پوښتۍ وائ چى دبريښنا دبندو لپاره ډيرو پيسو او وخت ته ضرورت دى افغانستان خو داقتصادى پرمختگ لپاره تراوسه گام هم ندى پورته کړى او په راتلونکى کى بيابه دا امکانات له کومه کړى يا خو به چاته دسوال لاس نيسى او يا به يي په پور اخلى که دموقتى دورى دپيل راهيسي په پور پيسى اخيستى واى او کار يي پرى پيل کړى واى که لس کلني پروژى وى ٧ کاله به يي تيرؤ او ٣کاله به يي پاتى وو درى کاله وروسته به افغانستان په يوسکتور کى د واقعى پرمختگ کوربه وو په کرهڼه کى پرمختگ په کرهڼى بوختيا دافغانستان داوسيدونکو ٧٠ په سلو کى په کرهڼه بوخت دى که چيرى ددى لورى په پرمختگ کى اساسى ګامونه اوچت شوى وايي دهيواد په ډيرو ستونزو به برلاسى واى دلته هم دتير په څير کوم دتهداب يا بنسټ ډبره نده کيښودل شوى يوازى دومره شوى چى کومه بورى سره دبل هيوادنه راوړل شوى تخم په بزګرانو ويشل شوى دي ددي سکتور اهميت خورا پراخه دى چى په جلا توګه ځانگړى بحث غواړى دلته به يوازى همدومره کفايت وکړى.
دپراخو دشتو دشتون ترڅنگ څپانده سيندونه بهيږى او دبيکارۍ کچه مو تر پولى اوختى همدا راز دطبيعي زيرمودموندلوترڅنګ دبډايي هيوادوالو له خواسرمايه ګذاري يا پانګه اچونه شوي وايي دخامو موادو دخرڅلاو پرځايي داخستونکو هيوادونو څخه په جوړونه ټينګارشوي وايي ديوي لوري به
دجنګ مخه په دغه نيول شوې واې دجنګ په واسته چه دپانګي اچونکوهيوادونو ګټي خرابيدلي دبلي لوري دبي روزګاره کسانو دپاره دکار زمينه برابريدله اوس هم ناوخته ندي ماهي چي هروخت داوبو راونيسي تازه دي که مو ډله ايزي صوتي تصويري اوچاپيدونکي رسنۍ دپردو کلتورونو درايجولوپه ځايي دخپلوخلکو دپوهاوي اودخرافاتواوبدو دودونو دورکولو دډيالوګ اومفاهمي اوصميميت اوداعتماد فضاپه جوړونه کي رغنده رول ولوبوي ددى سيندنونو کبرجنى څپى زمونږ دهيوادوالو ځمکى وړى او داوبو ځينى نور گټى پورته کوى که چيرى په همدى اوبو دوطن دښتى خړوبى شى دغلو دانو دوارداتو پراخه لړۍ به راکمه شى او که چيرى مو داساسى رغاونى لپاره مټى راونغښتى اټکلونه ښايي چى مونږ به دغلو دانو دصادراتو جوګه شو.
اوهمدارنګه ددي سطحي اودلږ وخت په تيريدو سره دمينځه تلونکو پرمختګونو په ځاي دهر سکتور اساسي او بنسټ رغوني په لور روان شو چي دخيالي سمبوليک اوخوب ليدني پرمختګ په ځاي دپوره رښتيني او واقعي پر مختګ په هسکو مينارو ودريږو
په ټولنيزو چارو کى پرمختگ
0 يوازى درسانيو رسالت نه دى بلکى دهر افغان وطنى دنده ده چى دخپل وطن پرمختگ او سوکالى کى په مسوليت گامونه اوچت کړى ولى زمونږ دلوړپوړو چارواکو چال چلند ته که وګورو په تعجب کى لويږو چى ايا زمونږ لوړپوړى چارواکى په دى نه پوهيږى چى دلمريزو شيشو انرژى او دجنراتورونو بريښنا زمونږ دکوم خنډ دليرى کولو لاامل کېداې شې او په چارواکو صاحبانو باندى حرص داسى سترگى پټى کړى چى دخپل شخصى گټى ما سوا ورته بل څه نه ښکارى ديو انسان دپاره همدومره کفايت کوى چى يو کور او موټر ولرى خو زمونږ دچارواکو دالړۍ ډيره پراخه ده دخپل لمسو او کړوسو دژوند جوړولو ذمه وار دي اودهېوادوالودکړاونوپه مخ نېوې کې قدم هم نه ګدې اودملو ت او هېواد منافې دخپلو شخصې ګټو قربانوې دپورتنې لنډ بحث
ځنې په نتېجه
ېو څو وړاندېزونه په لاس رازې چه دچارواکوغوژوته ېېرسول غواړو او په ترڅ کې ترېنه غوښتنه کو چه ېوه روپې هم مصرفوې په اساساتو او تهدابونودې ولګوې چه پدې کار سره به دېو لورې خپل مسولېت درک کړې وې او دبله پلوه به هېواد ددې بهرانې حالات ځنې راوباسې