
له هغو وکيلانو نه په ډير معذرت چې د ولس د خدمت لپاره يې خپلې شخصي ګټې پر ملي ګټو قرباني کړي که څه هم يو شمير کورني او بهرني کارپوهانو فکر کولو چې د ولسي جرګې راتلونکې ټاکنې به د يو شمير دسيسو له مخې چې پارلمان هم په کې شامل دی د يو نامعلوم وخت لپاره وځنډول شي. چې دغو ګونګوسو زيات شمير افغانان په تشويش کې اچولي و چې هسې نه دغه اوسنۍ ولسي جرګه (رشوت خوره ) د يو يا دوو کلونو لپاره نوره هم وغځيږي او ولس يوځل بيا د د دوی د ناوړه سيسو ښکار شي . کله چې د افغانستان د ټولټاکنو خپلواک کميسون تيره اونۍ د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو لپاره د عيسوي کال د مۍ ۲۲ نيټه وټاکله، دکميسون دغې پريکړې د ولسي جرګې د هغه غړو چې تل يې د ملت رايې د خپلو نامشروعو کارونو لپاره استعمال کړي وي وې يو ځل بيا زيګ شول او هوډ يې وکړ چې يوځل به بيا د ملت په سترګو کې خاورې ور واچوي او بيا به ځانونه کانديد کړي ، دې موخې ته د رسيدلو لپاره يې ملي ګټې پر شخصي ګټو قرباني کړې او په رشوتونو يې پيل کړی چې زه به يې يو شمير هغه له تاسو سره شريکې کړم چې ارګ ته له ثبوتونو سره رسيدلي.
لومړی کله چې ولسمشر کرزي له ډيرو فشارونو وروسته د خپل پخواني عادت ( ملي مشارکت) ترنامه لاندې يو شمير جنګسالاران او د بهرنيو جاسوسان بيلا بيلو وزارتونو ته ونومول نو ولسي جرګې ته هم تيره مړۍ په لاس ورغله ه چې د ولسي جرګې په راتلونکو ټاکنو کې د خپلو کمپاينونو لپاره له وزيرانو پيسې وغواړي او ولس چې د فقر او بيچارګۍ د لاسه د غرمې او ماښام ډوډۍ هم نه لري هغوي يو ځل بيا د همدغو پيسو له لارې وغولوي او ولسي جرګې( توطئو جرګه) ته يو ځل بيا لاره ومومي.
د غه د ولس په اوږو بار د رشوت خورو جرګې د خپلو تيرو ټاکنو لګښت خو له تيرې کابينې پوره کړی و خو د راتلونکو ټاکنو د لګښت لپاره ورته خدای دا کابينه برابره کړه. دغه د رشوت خورو جرګې د تيرو وزيرانو د ټاکلو په وخت له هر وزير څخه له ۵۰۰ افغانيو نيولې تر ۱۵۰۰ ډالرو پورې رشوت اخيستي و. دوی نه يواځې له وزيرانو څخه پيسې اخيستې وي بلکه ډيرې نورې معاملې يې هم کړې وې چې دلته په يادولو به يې له موږ د دغه وکيلانو اوسنۍ او راتلونکې دسيسي هيرې شي.
کله چې ولسمشر کرزي ولسي جرګې ته خپله لومړۍ د دسيسو ښکار کابينه ور معرفي کړه ، نو د ولسي جرګې زيات شمير وکيلانو له هر وزير څخه د پيسو غوښتنې پيل کړې، خو داځل دوی دومره رشوت غوښتو چې دغه وزيرانو که په خپل وزارت کې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره فساد کړی هم وای نو جبران به يي ناشونی و. يو شمير هغه وزيرانو چې څو ورځې مخکې يې له ولسي جرګې يې د باور ( د پيسو رايه) ترلاسه کړې دوی هر يو يې دغه غوړه مالانو وکيلانو ته په ميلونونو ډالر ورکړي و چې زه يې يواځې هغه بيلګې وړاندې کوم چې ثبوتونه يې هم ولسمشر ته او هم يو شمير بهرنيو او کورنيو سازمانونو او سفارتونو ته په لاس ورغلي.
لومړی په تيرو ټولټاکنو کې د ولسمشر کرزي سيال عبدالله عبدالله د دې لپاره چې د کرزي حکومت مشروعيت نور هم د نړيوالو د سوال لاندې راولي نو د ولسي جرګې زيات شمير غړو ته يې څلور ميلونه ډالر ورکړي چې د کابينې زيات شمير وزيران ناکام کړي. د يادولو وړ ده چې په تيرو ټاکنو کې ايران او هندوستان عبدالله عبدالله ته په ميلونونو ډالر ورکړي و چې په افغانستان کې يې د پښتنو او ريښتيني افغانانو پرضد وکاروي چې د هغه پيسو يوه برخه يې عبدالله اوس د کرزي پرضد د دسيسو لپاره کاروي.
داسې شواهد موندل شوي چې د تيرې کابينې څلورو وزيرانو هر يو حنیف اتمر، ډاکټر فاروق وردګ ، ډاکټر زاخيلوال او رحيم وردګ د رشوت خورو جرګې غړو ته پنځه نيم ميلون ډالر د رشوت په توګه ورکړي و چې دوی کامياب کړي او دوی سره په دغه دسيسه کې يو شمير کمپنيو او خصوصي شرکتونو هم لاس درلود.
همدارنګه متعصب ډاکټر رهين د بلخ له والي عطا څخه يو ميلون ډالر اخيستي و چې د يو شمير پښتانه وکيلان پرې واخلي رهين دزيات شمير پښتنو وکيلا نو کورونو ته دغه پيسې د ډالۍ په توګه وروړی وي او هر وکيل رشوت خور وکيل ته يې له دغو پيسو خپل نامشروع حق ورکړی و. او داسي شواهد هم ترلاسه شوي چې مخدوم رهين ته د هند حکومت ۱،۲ ميلونه ډالر هم ورکړي و چې نوموړی د پخواني وزير کريم خرم چې هند ترې ويره درلودله چې د حزب اسلامي غړی دی او کيدای شي د پاکستان له لورې يې ملاتړکيږي ځای ونيسي او د هندي سريالونو او فلمونو ته چې د افغانستان زيات شمير رسنۍ تر خپل اغيز لاندې نيولي نور هم پراختيا ورکړي. داچې د رشوت خورو جرګه د دې پرځای د يو وزير مسلک ، شاليد او پلانونو ته رايه ورکړي د هغوی پيسو ته يې رايه ورکړن نو زموږ ګران هيواد چې په فساد کې يې په نړۍ کې دويم مقام ګټلی له بده مرغه کيدای شي چې د رشوت خورو جرګې د غړو دا کارونه زموږ هيواد تردې حده ورسوي چې نړيوال به خپلې مرستې بندې کړي افغانان به بيا د غربت له امله وسلې ته لاس کړي او خدای مه کړه هيواد به مو يوځل بيا د ۱۹۸۰ لسيزو ته لاړشي.د هغو بدبخته افغانانو چې د هيواد د روښانه راتلونکې لپاره يې هيلې ورځ تربلې مړاوې کيږي، نور به هم دوی و ټکول شي دوی فکر کولو چې ډموکراسي به ريشتيا هم ولسواکي راولي ، ډموکراسي به دوی ته سوله راولی ، ډموکراسي به د دوي هيلي وغوړوي، خو له بده مرغه زموږ مقننه قوه يانې پارلمان ټول قانونونه د پيسو لپاره د يو شمير اشخاصو او د خپلو ګټو لپاره قرباني کړل دوی وايې چې موږ راتلونکو څو مياشتو کې پارلماني ټاکنې په مخ کې لرو او بايد يو ځل بيا د توطئو جرګې ( ولسې جرګه) ته لاره ومومو نو اړ يو چې له وزيرانو پيسې واخلو .
په دغه هېواد کې اپوزيسيون هم خپلې ګوندي او شخصي ګټې پالي دوی ددې پر ځای چې حکومت سره د هغوي د پلانونو په عملي کولو کې مرسته وکړي او د حکومت ټول بې قانونه او د هيواد د ګټو ضد ټول کارونه ولس سره شريک کړي او د هغې پرضد چټک غبرګون وښايې دوی هم هڅه ک کوي چې د دولت سره په فساد ، د ملي شتمنيو په لوټولو او نورو ټولو منفي کارونو کې شريک شي. افغانان چې هيمش د همدغو غوړه مالانو وکيلانو په درواغجنو ژمنو غوليدلي بايد په راتلونکې کې د دوي د تيرې دورې ټولې کړنې مخ ته کيږدي او د هغې له مخې قضاوت و کړي، ولس بايد دغه وکيلانو ته چې يو ځل بيا د دوی مخې ته د رايو کچکولونه وروړي نه داچي يواځې رايه ورنه کړي بلکه د دوی کچکولونه دې له خاورو ور ډک کړي ځکه خاورې به يواځينی شی وي چې دوی پرې ماړه شي.
که خداي يې پر خاورو ماړه کړي
البته رشوت خواره وکيلان