
ليکوال : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
سريزه :
ترکان په مرکزي اسيا کې تر لسمې پېړۍ پورې ساده کوچي ژوند درلود اود څارويو په روزنه کې بوخت وو . په لسمه پېړۍ کې دوی دسلجوقيانو او مغولو له خوامجبورکړل شول خپله سيمه التې اودالتې غرونه پريږدي . د ديارلسمه پېړۍ په پيل کې دوی په اناتولیه يا کوچني اسيا کې په ننني مورني هيواد ترکيه کې را څرګند شول . د عثماني امپراتوري تاريخ هم له همدې مهاله پيل شو . عثماني امپراتوري چې په ۱۴۰۰ ع کال کې د ترکې له کوچې قومونو څخه جوړه شوې وه ، په ډيره لنډه موده کې په ۱۴۳۳ ع کال کې يې استانبول ونيوه .په ۱۵۱۶ ع کال کې سوريه او مصر ان تر مراکش پورې ورزغځيده . په اروپا کې عثماني ترکي امپراتوري تر هنګري ،رومانيا، يوګوسلاويا تر ايټاليې او سويلي روس پورې ورسيده . دوه ځله په ۱۵۸۳ او ۱۵۲۹ ع کال ترکانو د اطریش پلازميه وینا لاندې کړه . ترکيې جمهوريت ورسته له همدې امله هم دناټو په غړيتوب کې ونيولې شوه،تر څو بيا اروپا ته ګواښ نه شي .
په ۱۹۲۳ کال د اکتوبر مياشت په ۲۹ نېټه د ترکېې مډرن جمهوريت بنسټ د مذهب او دولت ترمنخ دبيلتون سياست پر بنسټ د لومړنۍ نامتو ولسمشر مصطفی کمال له خوا کیښودل شو. دې د ترکيې په تاريخ کې د اتاترک يا د ترکانو پلار په نامه ياديږي . اتاترک عملأ عثماني امپراتوري ته د پاې تکې کیښود .له همدې مهاله په ترکيه کې د اسلام مبین دین او د دولت اړيکې په يوه نوې بڼه سره تنظيم شوي دي .
د ترکې دولتونو سياسي تاريخ ډير په زړه پورې تاريخ دی . هېڅ کوم بل اسلامي هيواد سېکولريزم او لودیځ تمدن ته دنږديوالې لار په دومره مسلسل ډول نه ده تعقیب کړي لکه د ترکيې جمهوريت . نوې دولت له بنسټه تر ۱۹۶۰ کالونو پورې يو مخ پر وده هيواد ګڼل کيدو. ترکيه نن په نړيواله سوداګريز کچه يو خورا مهم هيواد دی . دناټو مهم غړې هيواد دی، اروپایي اتحاد ته د ورګديدو نږدې کانديدهيواد دی . د اسلامي نړی يوځواکمن ، ولسواک، باثبات او مخکښ هيواد دی .
ترکيه د اروپا او اسيا ترمنځه يو ځمکنې پړ جوړ وي ،د ختیځ او لودیځ ستره ډړه ده . د ترکيې هيواد ۹۷ ٪ خاوره په اسيا يا اناټوليه کې او درې سلنې خاوره په اروپا کې ده. ترکيه په سياسي،اقتصادي او پوځې ډګر کې ځان په اروپا کې ګڼې . د اروپایي ټولنې هېڅ کوم بل هيواد اروپایي اتحاد ته د ورګديدو دومره انتظار نه دی کړي لکه د ترکيې هيواد . د ۱۹۸۹ کال څخه را په ديخوا ترکيه اروپایي ټولنې ته د وورګډيدو پرلپسي غوښتنه او تمه لري . ترکيه په اروپایي اتحاد يا ټولنه کې تر ۲۰۲۰ ع کال پورې هېڅ چانس نه لري . تر څو چې ترکان په کلتوري او ټولنيزه کچه ځان اروپایي نه کړي . د۲۰۰۹ کال ددسامبر په مياشت کې ترکيې يوځل بيا د اروپایي ټولنې له مشرتابه څخه اروپایي ټولنې او شینګن تړون ( ۱) ته دورګديدو غوښته وکړه .
دکماليزم دوکټورین بنسټيزه کړنلاره اروپایي هيوادو ته د ورګيدلو تګلاره جوړوي . همدا کماليزم بيا اروپایي ټولنې ته د ورګديدو يولوی خنډ ګرځيدلي دی .کماليستي سيکولر جمهوريت د لودیځ ارزښتونو او اروپایي ټولنه ته د روګديدو معيارونه لکه ولسواکې، دبشررښتونه ،د لږکيو رښتونه،مذهبي ازادي او داسي نور حقوق د ترکيې هيواد په دننه کې تر پښو لاندې کوي . د کماليستي پرنسیبونو ساتونکې وسله وال پوځ په ترکيه کې څو واري پر منتخبو حکومتونو باندې په پوځې کودتاوي لاس پوري کړي دی .
سېکولريسته ترکيه تل لودیځوالو سياسي کتونکو ته د اسلامي نړۍ يوه پره دې له اثرارو ډکه ډړه يا دروازه او لږ څه ګواښمن هيواد ښکاريدلې دی .
دغه هيواد دوه مخونه لري، له يوې خوا دوديزه او ډير خوار له بلي خوا مډرن او لودیځ پلوه هيواد دی .اسلام په دواړو خواو کې مهم رول لوبوي . ترکيه په اسلامي نړۍ کې يو خاص ډول اوفورم د دولت رامنځته کړي دی .
لودیځ د ترکيې لودیځ پلوه سياست او ستراتیژيک موقعيت ته خاص پام کوي . لکه توري بهيره ته د ورتلو لار کنټرول، له پخوانې شوروي اتحاد سره پلوله، په ساړ جنګ کې دناټو لپاره يو خاص ځانګړې ځای درلو د . په ۱۹۶۰ کالونو کې د اروپایي هيوادو د سوداګريزو چارو ښه ملګرې هيواد و، په ۱۹۸۰ کال کې ترکيه ښه اقتصادي پرمختک وکړو او د صادراتو کچه يې ډيره لوړه شوه . ترکيه ته د نړۍ سيلانيانو ور تګ چې دعايداتو يوه خورا مهمه سرچینه ګڼل کيږي او اټګل ۹ميلونه ترکان په اروپا کې په کاروبار بوخت دي . درې ميليونه يې په المان کې د ۱۹۶۰ کالونو څخه دميلمه کار ګر په توګه کارکوي ، دوی اوس د نورو بهرنيانو په پرتله له لمسيانو او کړوسيان سره ښه منظم کلتوري ترکې اروپايې ژوند لري . ترکان خپلې ټولي ګټلې پېسي په ترکيه کې په ګټه اچوي . د دغې اسيا اروپایي هيواد په اقتصادي،ټولنيز او سياسي واده کې ستره ونډه اخيستي ده .
موږ افغانانو ته د ترکيې هيواد تاريخ له تاريخې، مذهبې،کلتوري اړيکو ورته والي سره پټ پاتې شوي دی .
۱. دکماليزم او نېشنليزم تاريخي رېښي
کماليزم د ځوان ترکې ملي دولت بنستيزه ستن بلل کيږي . نېشنليزم د ترکې دولتي سيستم له دوکټورین څخه ګڼل کيږي،دکماليستي پرنسیبونو د پلې کولو لپاره له پوځې ځواک څخه هم کار اخيستل کيږي . د ترکې جمهوريت بنسټ د مذهب او سياست تر منځ پر بيلتون ولاړ سياست دی . په ډيرو اسلامي هيوادو کې دد اسي سياست تصور ا صلأ نه کيږي . د ترکيې لپاره دا يو انقلابي سياست دی . د اتاترک دغه سياست د اسلامي دود دستور او د اسلامي نړۍ سره يو ډول پريکون و . ترکې دولت يو شمير بدلونونه په هيواد کې پلي کړل له هغې جملې څخه يوشمير مهم بدلونونه دا دي . د اسلامي کليزې پر ځای له نړيواله عيسوي کاليزې څخه کاراخيستل ،د سويس مدني قانون، د ایټالې او فرانسي جزایي قوانین پلې کول ،د اسلام مقدس دین يې د دولتي مذهب په څير لغوه کړو،دښځو لپاره د ټاکنو رښته،ديوې ښځې سره واده او د لاتین ابېڅې رواجول وو.
تر ۱۹۴۵ کالوپورې په ترکيه کې يو ګونديزه سياست د اتاترک جمهورې غښتوونکې ولسي ګوند په واک کې و،په څنګ کې يو وفاداره وسله وال پوځ ولاړ و . د پوځ دنده ده چې دترکيې اساسي قانون او د نېشنليستي پرنسیبونو پر بنسټ د کماليزم ساتنه وکړي . د کماليزم مفکوره په ترکيه کې دولتي دوکټورین منل شوي . شپږ بنسټيز ه پرنسیبونه يا ارزښتونه د دولت ایډ يالوجۍ جوړه وي .
هغه مهال ټول ریفورمونه د کماليزم ایډيالوجۍ پربنسټ رامنځته کيدل . داسي فکر کيدو چې اسلام نوې ځوان جمهوريت ته ګواښ دی . په ۱۹۳۱ کال کې دغه ریفورمونه دمصطفی کمال د يوالي ګوند په کړنلاره کې وليکل شول . په ۱۹۳۵ کال کې دغه پرنسیبونه د دولت دوکټورین وګرځيدو او په ۱۹۳۷ کال کې په اساسي قانون کې تصویب شول .
داسي مالوميدو چې په کماليزم کې اسلام ته هېڅ ځای نشته .عجیبه داوه چې اسلام د ترکيې د ملي کلتور يوه برخه او دملت په اجنډا کې جوت رول لرلو .بيا کماليزم د اسلام په نامه دعثماني امپراتوري څخه پاتي شوي ګڼ شمېر مسلمان توکمه ولسونه لکه کردان،قزاقان،البانيان،بوسنيايان،تاتاران او نور قومونه ټول د يو ترک ملت په نامه سره يومټي کړو .
۲. د کماليزم شپږ بنسټيزه مټي په لاندې ډول دي .
۱.نېشنليزم :ديو ترکې ملي دولت بنسټ ایښودل و، مذهب نه بلکې ترکې کلتور او ژبه بايد خلک ترکان کړي .
۲. سېکولريزم : په مذهب نه ولاړ دولت يا د مذهب او دولت ترمنځ بيلتون ته ويل کيږي، له همدې دولتي فورم سره لا مذهبه ترکيه د اسلامي ټولنې څخه ووتله .
۳ . جمهوريت : ديو جمهوري غوښتونکې اساسي قانون د ولس استقلاليت ،خپلواکې او قانوني عدالت دټولو وګړو ترمنځه مساوي تظمینول دي . په مذهب نه ولاړ جمهوريت د يو جمهوري غوښتوونکې دولت بنسټ ایښودل و، چې ورسره سلطنت او خلافت ته شاه واړه و ل شوه .
۴ . محبوبيت : د ټولو وګړو سره د مساوي حقوقو ویش پر ته له قومي ، ژبني او مذهبي توپير څخه .
۵ . حيتايزم : د دولت ستره دنده د هيواد په اقتصادي وده اوپرمختګ کې اودهيوادپر اقتصاد باندې دولتي انحصار لرل دي .
۶ . انقلابي ریفورمونه : لودیځ ته په کتوسره دولت او ټولنې ته په سيستماتيک ډول سمون او فورم ورکول دي .
د ترکې جمهوريت په تاريخ کې دغه پرنسیبونه ډول ډول وزنونه درلود. اماد کماليزم اصلي نښانه ټولو ترکانو ته نېشنليزم او په مذهب نه ولاړ جمهوريت دی .کماليزم بيا د پوځ له خوا تظمین کيږي اوپر خلکو منل کيږي .
۳. د ترکې مډرن جمهوريت دبنسټ تاريخ
دنن نه ۱۲۹ کاله وړاندې د عثماني امپراتوري ديونان په سالونوکې ښارکې يو هلک د مصطفی په نوم وزيږدو . د پوځې زده کړو څخه ورسته ده بيا د خپلو لاسته راوړنو له امله د ترکيې ولسي جرګې له خوا دمډرن ترکې دولت دپلار نوم وګټلو . د اتاترک يا د کماليزم ایډيالوجۍ بنسټ يو مډرن ترکې جمهوريت د عثماني امپراتوري په پاې کې رامنځته کول و . له هغه مهاله چې ترکيه خپل فورم اخيستې دی تر ننه پورې د کماليزم پرنسیبونه په اساسي قانون کې لومړيتوب لري . د ترکانو دخپل منځي پوهاوي او ملي ویښتيا لپاره برخليک ټاکونکي پرنسیبونه دي .
په ۱۹۱۸کال د اګوست په ۳۰ نېټه عثماني امپراتوري،، د مودروس Mudros اوربندتړون ، د لومړی نړيوالې جګړې ګتونکو سره لاس ليک کړواو تسليمه شوه، چې ورسره يې د زيورز Severs ( ۲ )سولې تړون لاسليک کړو . له همدې سره د اسلامي امپراتوري پای رامنځته شو. سلطان د امن اونظم راوستولو او مات شوي پوځ دبيرته راټولو لپاره جنرال مصطفی کمال اتاترک يې اناټولیي ولايت ته وليږلو . ده نه يواځې پوځ را ټول کړو بلکې له همدې مات او پاشلې پوځ سره ده په وسلوال مقاومت لاس پوري کړو . دپوځې ځواک سره ولسي ملي مقاومت غورځنګ يې هم منظم کړو . دی د همدې غورځنګ د کمیټې مشر وټاکل شو . په ۱۹۱۹ کال کې دغه کمیټه د انقرې په ښار کې میشت شوه . د ۱۹۲۰ کال د اپريل په مياشت کې داستانبول ولسي جرګې د منحل ليدو په غبرګون کې ترکانو ملي جرګه په انقره کې راوبلله . دی د ملي غورځنګ دسياسي مشرتابه ترڅنګه د پوځې برياو سره مخامخ شو .
په ۱۹۱۹ کال کې ده د ارمنيانو بيلتون غوښتونکې هڅې مخه يې ونيوله . په ۱۹۲۱ او ۱۹۲۲ کالونو کې يونانيانو ته سخته ماته ورکړه . بلاخره همدغه ازادی بښونکې پوځ په ۱۹۲۲ کال کې استانبول ښارته ننوت .
دمصطفی کمال سخت مقاومت په جګړه کې نور شامل ځواکونه يې مصالحه ته مجبوره کړل . د لوزانه سولې تړون (۲ ) د ترکيه پولې وټاکلې او د ترکيې استقلال په رسميت وپیژندل شو، له هم دې سره د ترکې جمهوريت دبنسټ لومړنۍ ډبره کیښودل شوه .
په ۱۹۲۳ کال د اوکتوبر ۲۹ نېټه ترکې جمهوريت وزيږيدو . لومړنۍ ګوند د ځوان ترکې جمهوريت جمهوري غوښتوونکې ولسي ګوند و. ګوند د ترکيې په سياسي او ټولنيز سيستم کې ریفورمونه راوستو،دغه ریفورمونه د کماليستي کلتوري انقلاب په نامه هم ياديږي . د دغې بنسټيزو ریفورمونو يوه برخه د ژبې ریفورم او يو ملي تاريخ رامنځته کول وو . د خلافت دولت څخه يو سيکولر دولت ديو نوې سياسي ،حقوقې سيستم سره رامنځته شو. اسلام د جمهوريت لپاره يو خنډ ليدل کيدو. له همدې امله ډير شمير نوې قوانین او مقررات داسلام سپڅلي دین د پڅولو لپاره رامنځته شول .
ـ په سترو مذهبي غوڼدو اومجلسونو باندې بنديز ولګول شو .
ـ له ۱۹۳۴ کال څخه تر ۱۹۴۷ کاله دحج شریف زيارت منع شو .
ـ له ۱۹۳۳ کال څخه تر ۱۹۴۸ کالو پورې مذهبي لوړ ي زده کړي په پوهنتونو کې رسمآ شتون نه درلود .
ـ ټکړې او اسلامي حجاب په رسمي دوايرو کې منع شو . د کاليو سټيل يا ډول لودیځ ډوله شو .
ـ وادونه چې يواځې داسلامي قانون پربنسټ ترسره شوي وه، په قانوني ډول غير قانوني شول اوپه رسمي ادارو کې نه منل کيدل .
ـ دعثماني امپراتوري اسلامي مرکز په موزيم واړول شو . له همدې سره ترکيه د خپلو ۹۹ ٪ مسلمانو وګړو سره اسلامي نړې او ټولنې ته شا واړوله او لودیځ ته يې مخه کړه .
د دغو ټولو مقرراتو موخه دا وه چې ملي ترکې هويت ځواکمن او ورسره مذهبي هويت کمزورې شي .
په دوهمه نړيواله جګړه کې متحدینو او متفقینو دترکيه پر دولت فشار راوړلو او ګواښونه يې ورته وکول،هر يوه غوښتل چې ترکيه له ځانه سره په جګړه کې ملګرې کړي .اما ترکيې دولت خپل ناپيلتوب په دغو ډيرو سختوشرایطو کې وساته او د يو ملي ناورین مخه يې ونيوله .
۴. ترکې پوځ او سياست
پوځ د ترکيه په سياسي سيستم کې پر ټولو ځواکونوباندې برلاسې ځواک دی او دترکيې په سياسي سيستم کې تل لاسوهنه کړي ده . د ترکې جمهوريت په تاريخ کې په مستقيم ډول په ۱۹۶۰ ، ۱۹۷۱ او په ۱۹۸۰ کالونو کې په سياست کې لاس وهنه کړي ده . غيرمستقيم په ۱۹۹۷ کال کې د نجم الدین اربکان حکومت يې استعفا ته مجبوره کړو . په ۲۰۰۷ کال د ولسمشری په ټولټاکنو کې عبداله ګل ته د پوځ له خوا د کودتا ګواښ وشو . په ۲۰۰۸ کال کې د AKP. ا ،ک ، پ يا دعدالت او پرمختګ ګوند پروړاندې د منع علانولو قضايې دعوا پيل شوه ،چې ورسره يوشمير جګپوړي افسران هم بنديان شول . ځکه پوځيانو له دوی څخه کماليزم ته ګواښ محسوسه وه . دا د سېکولرو او اسلامي محافظه کارانو ترمنځ د سياسي مبارزو واک او ځواک پرسر زور ازميل دي . تاريخ ته په کتوسره دپوځ خاص رول دترکيه په سياست کې ان په عثماني امپراتوري کې ریښي لري . دعثماني امپراتوري د لمنځه تللو سره مصطفی کمال اتاترک دملي خپلواکې جګړې په ترڅ کې د ترکې جمهوريت بنسټ کیښود . پو ځ ملي يوالي،دجمهوريت امنيت ساتلو او دکماليزم دسياسي پرنسیبونوميراثي مدافع وکيل ګڼل کيږي . ترکې پوځ په ترکيه کې يو ډول پوځې ولسواکې پر مخ بيایي .
په ۲۰۰۸ کال د اوکتوبر په مياشت کې د مختلفو انسيتيتونو په يوه سروې او ټولپښتنه کې چې د( پيا ) Piar T S M موسسې (۴ ) له خوا تر سره شوي ښیي ، دترکيې په دولت کې د ترکيې وسله وال پوځ ۸۹،۹ ٪ خلکو ته يو اعتبارې منل شوې اورګان دی .
په دويمه ځای کې پوليس ۷۱،۱ ٪ ښودل شوي، له دی نه ورسته داساسي قانون محاکم ۶۶،۰ ، ولسمشر ۵۳،۸ ٪ ، لومړي وزير ۴۲،۶ ٪ د ټولو نه ورسته دسياسي ګوندو ځای د ترکيې په ټولنه کې راځي چې په ټوليزه توګه بډې اخيستونکې ، د واک وګږي، او بې اعتباره انځور په ټولنه کې لري . په ټوليزه ټوګه د رايو انځور ته په کتو سره ويلي شو،دغې سياسي حالاتو ولسواکې ودې ته يو ژور خنډ او فکتور ي توکې رامنځ ته کړي دی .
پوښتنه دا ده چې پوځ څه ډول رول د ترکيه په سياسي او ټولنيزو چارو کې لري .
د ترکيه د جزاقانون په ۱۵۹ ماده کې داسي ليکل شوي ، پوځ ته د توهین يا سپکاوي په صورت کې سخته جزا ټاکلې شوي ده .په بله مانا پوځ د حکومت په منځ کې بل حکومت دی .
په دې ورستيو کې د ترکيه لوی درستيز تور ولګاوه چې واکمن اسلام پلوه ګوندAKP ا. ک .پ . د دولت او مذهب ترمنځه دبيلتون پرنسیبونه ترپوښتنې لاندې راوستي دي . تر دې مخکې پوڅ د ترکيې بيا اسلامېزېشن ګواښ کړي و . په دې اړه دحکومت په يو غبرګون کې وويل شول ،چې لوی درستيز د ولسمشر تر قوماندې لاندې دی . په بروګسل کې د اروپایي ټولنې ،، کميسار اولې رههن ،، د پوځ دخبرو په غبرګون کې په يوه نيوکه کې وويل ، مهمه دا ده چې پوځ د ولسواکې پر مقرراتو او لوبه باندې ځان پوه کړي ،دا مقررات او پرنسیبونو د ترکيې په اروپایي کيدو کې د زړه ټوټه بلل کيږي .
په ۲۰۰۹ کال د اپريل مياشت په پنځلسمه نېټه د تر کيې لوی درستيز هلکر بسبوک په لومړۍ ځل د کردانو هويت ومانا او اسلام ته د ا. ک. پ . ګوند د نږديوالې څخه خبرې وکړي ،ورسره يې حکومت ته په ورو يو ګواښ وروليږلو . ده وويل ، ډليزه رسنې خبرې اوري خو په هماغا الفظوکې دوې ویناوي اوري . زه وايم چې پوځ هېڅ وخت د مذهب مخالف نه و. بسبوک د وینا پر مهال څووارې خپل سر د ترکيې اسلامي هويت ټولنې ته ټیټ کړو . ده زياته کړه ، د پو ځ دنده ده چې هر څوک خپل مذهبي مراسم ولمنځي او هېڅ څوک حق نه لري مذهب سياسي کړي . دا د ترکيې پوځ نه بدليدونکې نړيوال انځور دی . پوځ په دوديز ډول د سياست کنټرولر ځان پېژنې .
پوڅ په ورستيو ۴۵ کالو کې څلور منتخب حکومتونه دکودتا له لارې ړنګ کړي دي .
په ۲۰۰۸ کال د مارچ په ۳۱ نېټه د ترکيې داساسي قانون محکمې د حکومتي ګوند ا. ک. پ . پر وړاندې د منع کولو قضايې دعوا پرانيستله . د دعوا اصلي ټکې داسي و، د ا.ک.پ . ګوند هڅه کوي چې دولت اسلامي شي . لويه څارنوالی دعوا وکړه چې د ا. ک.پ ګوندبايد منع کړل شي او د ۷۱ سياسي چارواکو سره د لومړی وزير د رجب طیب اردوګان او ولسمشر عبداله ګل فعاليتونه بايد منع اعلان شي . د ترکيه په تاريخ کې څو څو واري ځواکمن اسلامي ځواک او اسلامي ګوندونه رامنځته شوي دي، تر څو دکماليستانو سره مقابله وکړي . پو ځ مداخله کړي او سېکولريزم يې بيرته په ځای کړي دی .
۵. مذهب او سيکولريزم
اسلام په ترکيه کې داسي تعریف شوي ، اسلام ترکې دی یعنې د ترکې کلتور يوه برخه ده .
په ترکيه کې لیڅيزم يا ددولت اومذهب ترمنځ د بيلتون سياست داسي نه عملې کيږي لکه فرانسوي انقلاب چې د د ولت او مذهب بيل والي تعریفوي . په ترکيه کې لیڅیژم په دې مانا دی چې دولت مذهب له سياسي فعاليتو څخه منع کړي ( ۳) . هغه سياسي فعالتونه چې د دولت پروړاندې او يا دولت کمزوري کوي ،په سېکولريزم کې د دولت او مذهب ترمنځه اړيکي يو ډول رسمي اړيکې دي . مذهب سياسي کنټرول کيږي تر څو چې مذهب سياسي نه شي . ترکيه يو لامذهبه يا سېکولر دولت لري . ټول ترکان لامذهبه خلک نه دي .يوه برخه بنسټپال سيکولر او بله برخه بنسټپال اسلامپال دي .
د ترکيې د مذهبي چارو وزير محمد ايدین يوه نوې خبره کوي چې د ولسواکې بنسټيزه ارزښتونه بايد مذهبي بنسټونه ولري . ولسواکې بايد په اسلامي هيوادو کې اسلامي ریښي ولري .( ۴)
د مذهبې چارو وزير وويل ،په ترکيه کې دهغې پېر پاۍ رارسيدلي دی چې مذهب دولت ته اړ و . له همدې سره دمذهب او دولت ترمنځ دبيلتون سياست ته دنوې سياسي کلتور په خپره ولو سره دپاۍ ټکې ایښودل کيږي .
په مذهب نه ولاړ دولت کې مذهبي ملي ګوندونه رامنځته شول . په ۱۹۷۰ کال کې نجم الدین اربکان د ملي سلامتي ګوند بنسټ کیښود. دوی له بهرڅخه يو بل ډول اسلامي دولتي موډل غوښتلو ،نه دغه نا اسلامي ترکې سيستم . په ۱۹۹۰ کال کې بيا د رفا ګوند دخپل شعار لمخه ، ټولو ته دعدل نظام اونظم تر نامه لاندې برې ته لاره ومونده او د۱۹۹۶ کال ولسي جرګې ټاکنې وګټلي . دغه ګوند د عدل نظام په اسلامي دولت کې لټه وي او نورو بياويل، چې له دې سره کماليستي دولتي پرنسپونه تر پوښتني لاندې را ځي . لومړی وزير اربکان خپل لومړې سفرونه لیبيا، ايران ته ترسره کړل او داخواناامسليمین ګوند له غړو سره يې وګتل . د رفاه ګوند دولسي جرګې يوي غړې هڅه وکړه، چې له ټکرې سره ولسي جرګې يا پارلمان ته ننوځي . دټاکنو کمپاین پر مهال زرغون بيرغونه ښوريدل او د سيکولريزم پای شعارنونه ورکول کيدل . په ۱۹۹۷ کال کې د فبروري په ۲۸ نېټه پوځ په واضع ډول د رفاه ګوند په سياست کې مداخله وکړه او اعلان يې وکړو چې اسلاميزم هيواد ته يو لوی ګواښ دی . د همدې ګوند څخه بيا د ا.ک .پ .د عدالت او پرمختګ حاکم ګوند د رحب طیب اردوګان په مشرې رامنځته شو .
په ۱۹۹۶ کال د جولاې په مياشت د کماليستي ترکيې په تاريخ کې په لومړی ځل يواسلامي بنسټپاله، نېشنلت ګوند پيل وکړو چې ددغې هيواد تاريخ وټاکې .
په ۲۰۰۲ کال د نوامبر مياشت په دريمه نېټه ا.ک .پ .د نوې اسلامي سياست له لارې د ولسي جرګې ټاکنې يې په حيرانوونکې ډول وګټلې او واک يې ترلاسه کړو . رجب طیب اردوګان او عبداله ګل د ګوند بنسټ ایښودونکې په هيواد کې کماليستي ایډيالوجۍ ته په خپل سياست کې ځاې وکړو .د شعاري حرکتونو مخه يې ونيوه . دا ګوند اوس ځان ولسي محا فظه کارګوند معرفي کوي لکه په المان کې واکمن مسیعي دموکرات اتحاد ګوند.
رجب طیب اردوګان پخوا د شپاړلسو ميليونو ښار استانبول ښاروال په توګه اسلامي سمبوليکي پروژي پلانونه طرحه او پلي کړي و، لکه يو سترجومات د تقسيم په سيمه کې،ديو لودیځ ډوله کلتورې ژوند مرکز جووول، پر شرابو خرڅولو لږ څه بنديز او داسي نوري پروژي .
په ۲۰۰۹ کال کې د فارین پاليسي اخبار ښاغلې اردوګان يې د روان کال د سيمي او منځنې ختيز له ښو اومخورو سياسي مشرانو په نامه وټاکه . د فارین پاليسي رسنۍ چې د امريکا دبهرني سياست په اړه خپريږي . ،د ترکيې لومړۍ وزير يې دنړيوالې دیپلوماسي او ستراتېژي يو لوی لوبغاړي وبله . اخبار د اردوګان په اړه داسي ليکې، اردوګان کوم نوی سياسي چارواکې نه دی ، دی اوس د منځنې ختيز د سياست او ډیپلوماسي اصلې لوبغاړي دی . ترکيه عملآ د اسرايلو سره له پخوا څخه ستراتیژيک ملګرتوب لري . دااړيکې د ساړ جنګ پر مهال زيږيدلي دي . ترکيه او اسرايل دواړه د امريکې سره د پخواني شوروي اتحاد پروړاندې متحد وو. اردوګان مجبور شو په همدې سختو شرایطو کې خپل مخالفت د اسرايلو سياست د غزې په اړه دمنځلار مسلمانانو په منځ کې وښي . دبېلګې په توګه د سويس د داووس ښار په غونده کې اردوګان د اسرايلو ولسمشر شيمون پيرز سره د نړيوالو رسنيو مخ ته دغزې د ۲۲ورځني جګړې څخه ورسته په شديده توګه لفظې ګوزارونه وکړل . په سيمه کې د ده د محبوبيت له لاملونو څخه ګڼل کيږي .
د ا.ک .پ . حاکم ګوند اروپایي سياست پرکورنې سياست او دولتي ارزښتونو باندې اغيزه کړي ده. چې نه دوديزه اسلامي ګوند رفاه او نه کلاسيک کماليستي سياست ته ورته والي لري . ا .ک .پ . ګوند او حکومت په دې ورستي يو کال کې دترکيې سياسي سيستم له بل هر وخته اروپایي شوي دی . پر نړيوالو لاسليک شويو تړونو باندې عمل کيږي ، قضايې سيستم ریفورم ترسره شو، د شکنجې مخه نيول شوي ده ، ټولنيز بدلونونه رامنځته شوي دي . د ا.ک.پ .سياست د پوځ په اړه داسي دی چې دوی صبر کوي ترڅو په پوځ کې دکماليستي پرنسیبونو ساتونکې جنرالانو متقايد کيدو سره خپل خلک ورو ورو په پوځ کې ځای پر ځای کړي . د ترکيې په سياست کې د کماليستي نېشتليزم پوهاوي او د ترکې ژبې کلتورې هژمونيزم چې دهيواد ملي يوالې سمبول دی له سره پرې بيا کتنه شوي ده .په دولتي تلويزيون کې کردي خپروني پيل شوي دي .کردي ژبې ته اوس په ښوونځيو کې اجازه شته او په کردي ژبه ځايونو ته نومو نه ورکول هم پيل شوي دي .
د ترکيې په سياست کې اوس ډيره سخته مبارزه د نوې عثماني پان ترکيزم اسلامي بنسټپالو او کماليستې سېکولاريستانو ترمنځه پيل شوي . دا به تاريخ ثابته کړي چې په ترکيه کې کومه يوه خوا به په يوویشتمه پیړۍ برلاسي شي .
دامريکې د بهرنيوچارو يو وزير دترکيه په اړه په مثبت اند وويل، ترکيه يو ډير ښه پرمخ تللې اسلامي هيواد دی . د ترکيه ولسمشر سيزار چې څو ورځو مخکې له دندې ګوښه شوي و،په غبرګون کې په سختو ټکوکې وويل ، ترکيه يو اسلامي هيواد نه دی ،بلکې ترکيه په مذهب نه ولاړ يو هيواد دي .
ترکيه د اروپا لپار نه د امريکې لپاره مهمه ده . که ترکيه د اروپا یي ټولنې څخه وشړل شي ،يوه اسلامي ترکيه به ترنه جوړه شي . امريکا له همدې امله پر اروپايي ټولنې له خپلې اغيزې څخه کار اخلې . تر څو ترکيه په اروپایي ټولنه کې برابره ومنل شي اود يو اروپایي غړې هيواد په څير ورسره چلند وشي . ترکيه امريکې ته يوه نه ډوبيدونکې د جنګې الوتکووړونکې بېړۍ ده . ترکيې د ۱۹۴۵ کال څخه راپدخوا په ناټو کې دساړ جنګ په پېرکې له ۶۰۰۰۰۰ مېړه په مډرنو وسلو سمبال پوځ سره مهم رول لوبولي دی . په اقتصادي کچه د کسپین په سمندرګې کې اټکل ۱۵۰ ميليارده بیړله اومه تيل شتون لري، چې دنړۍ له سترو زيرمو څخه ګڼل کيږي .امريکايې کمپنيو ته ډيري مهمي زيرمي دي . دتيلو پایپ لاین له باکو څخه دکسپین بهيري ته ورڅيرمه د ترکيې تر کيهان بندره پوري په ترکيه کې له نورو پایپ لاینونو سره بهيږي . دامريکې له خوا په افغانستان باندې د امريکې هوایي بريدونه په پنځویشتمه ورځ هوایي بمباريو ته نوره هم زور ورکړل شو . ورسره ډيرو ډليزورسنيو خبر ورکړو چې امريکې په انقره کې له ترکې حکومت څخه وغوښتل چې ترکې سرتيري او افسران د شمالي ټلوالې دتقويه لپاره د طالبانو پروړاندې ورواستوي . د NTV ټلويزيون خبر ورکړو چې دهغه مهال لومړۍ وزير بولنت هيويت خپله کابینه د مشورې لپاره راوغوښتله، ترڅو د امريکې غوښتنه وڅیړي . د CNN ټلويزيون بيا خبر ورکړو چې له انقرې څخه د مثبت ځواب زیګنال راغلي دی . ترکيه له ډيرو مودې څخه د شمالي ټلوالې سره په تيره بيا له بدنامه ملیشايې جنرال دوستم سره چې په جنګې جرمونو تورن دی نږدي اړيکې لري .
۶. پان ترکيزم او سيکولريزم
لهڅيزم د دولت او مذهب ترمنځ دبيلتون سياست ته وايې او سيکولريزم يا په مذهب نه ولاړ سياست ورسره تړلې دی . سيکولرريست دولت بايد په عامه چارو او ژوندانه کې مذهبي سمبولو منع کړي ، د مذهبي ټولنو سره مرسته بنده کړي ، وده او ساتنه يې هم ونه کړي .
ترکيه په اسلامي نړۍ کې يو خاص فورم د دولت رامنځه ته کړي دی .لودیځه نړۍ ترکيه په بل ډول ګوري ، هغسې نه ورته ګوري لکه ګاونډي هيوادونه سوريه ، عراق اواسلامي نړۍ ورته ګوري . ترکيه نه يواځې په سياسي ډګرکې له اروپا څخه کاپي کوي بلکه په تمدوني موډل کې هم له لويدیځه کاپي کوي . ترکيې په خواد ناټو سويلې جبهه جوړه وله ،د پخواني شوروي اتحاد په لمنځه تللو سره دغه جبهه نوره نشته . ترکيه له همدې وجهې اوس په يو سيميزه ځواک بدليږي . ځکه د مرکزي اسيا په شپږ جمهوريتونو او په نور هيوادو کې لږه کې ترکې ولسونه اوسيږي .ځني ترکې لږه کې په سوريه،عراق،ايران او له سلګونو کلونو څخه لږ په افغانستان کې شتون لري .
د ترکيه دغه جيوپوليتک موقیعت او ترکيې قومونو ته په کتوسره لکه عربي ټولنه يا نړۍ او پان عربيزم ډول ځان ته غوره کوي ،له همدې امله موږ کولي شو د ترکې نړۍ څخه خبرې وکړو. دغه سيمه دبلقان څخه نيولې تر چین جمهوريت شمال لويدیځ پورې رسيږي . د ترکانو له خوا ورته ختیځ ترکستان ويل کيږي . د چین په کسنینګ ولايت کې اټکل اته ميليونه مسلمان ترکان ژوند کوي . دغې نړۍ ته اټکل ۱۶۰ ميليونه ترکې ولسونه ورګديږي . د يونسکو په حواله دوی دنړۍ په پنځمه ژبه باندې خبري کوي . د ترکيې د پان ترکيزم ایډيا سره د دوی اروپایي پلوه سياست لا ژوندې دی، ترڅو چې اروپایي ټولنه ترکې دولت ته په ګټه تماميږي . دوی به اروپایي پلوه سياست ته دوام ورکړي . ځکه لاتر اوسه د ترکې دولتونو ترمنځه دغې مفکوری ته جوړجاړي رامنځته شوي نه دی . دپان ترکيزم ترکې دولتونه ازربیجان ، قزاقستان، ترکيه ،کرغيستان ،ترکمنستان ،اوزبکستان او شمالي قبرص هيوادونه دي .
د ترکانو همدا توکميزه ،کلتوري اړيکې په مرکزي اسيا کې د يو نوي جيوپوليتک راتلونکې سره تنظيموي . کماليستي ترکيه ورو ورو د لويدیځې نړۍ څخه بيلوي .
بايد ويره نه شي چې ترکيه اوس د روس سره په مرکزي اسيا کې په رقابت بوخته ده . د روس او ترکيې ترمنځ سياست دبوسنياپه جګړه کې يوه بېلګه وه .کتونکې په دې باوردی چې ترکيه د بلقان څخه مرکزي اسيا ته ډير پام کوي . عثماني ميراث اوس په نوې اسلامي بنسټپال عثمانيزم بدليږي ،دغې موخې ته اسلامي او کماليستي وتلې روند اندي کار کوي . دوی هغه پخواني عثماني امپراتوري د ترکې ولسونو څخه رامنځ ته کول غواړي . له دغې پان ترکيزم څخه ايران او عربي هيوادونه په ويره کې دي .
په ۱۹۹۱ کال د سپتمبر په مياشت کې دقزاقستان ولسمشر نظر سلطان نظرباې يوف په انقره کې ديو رسمي سفرپه ترڅ کې وويل ،يوویشتمه پېړۍ د ترکانو پېړۍ ده، د دې احتمال شته چې ترکې ولسونه يو متحد ترکيستان رامنځته کړي . (۶ )
ان په ۱۹۸۴ کال کې د نړيوالو چارو کارپو ښاغلی ل .کارل برون ،وپتيله چې منځنې ختېځ يو core state هستوي يا منځزړې هيواد ته اړتيا لري . چې دغه سيمي سره راټوله کړي . دی ليکې ترټولو غوره کانديد چې دغه دنده ترسره کړي د ترکيه هيواددی (۷ ). اوس موږ وینو چې کماليزم ترکې جمهوريت يې دختيز باد پروړاندې وقايه نه کړو .
چا چې د سمويل هنګټون کتاب دتمدونوټکرپه نامه لوستې وي ،هغه پوهيږي چې دی په دې نړيوال نوې نظم کې هر يو تمدن ته يو منځزړي يا مورنې هيواد اړین بولي . اسلامي تمدن نن کوم هستوي هيواد نه لري . هنګټون ترکيه ته دا مشوره ورکوي چې دا دنده واخلې (۸ ) . ترکيه به ترڅو د اروپا دروازه ټکوي او سرتیټي به بيرته راځې . اوس کماليستي ترکيه د اروپایي ټولنې او پان ترکې اسلاميزم ترمنځه ولاړه ده .
په ترکيه کې ډير اسلاميستان اوس يو مذهبي دولت د عثماني امپراتوري په چوکاټ کې له ترکې ولسونو څخه غواړي . ډيري ترکان چې په کليوالي سيمو او ښارونو ته نږدې اوسيږي د ۷۰ کلن کماليستي جمهوريت سره دوی په خپل اسلامي دوديزه ژوند باندې ټینګ ولاړل خلک دي . د دوی له خوا سيکولاريزم او لیڅيزم پرنسیبونو ته تر ډيره بريده اتيهستي يا نعوذباالله د خدای (ج ) شتون څخه مخ اړول په مانا کتل کيږي .
۷ . د ترکيې لږکيو رښتونه يا حقوق
د نولسمې پېړۍ څخه را په دې خوا ډير مسلمان توکمه ګروپونه نننې ترکيه ته کدوال شول .د جمهوريت له بنسټ ایښودلو سره د ۱۹۲۳ نه تر ۱۹۹۱ کالونو پورې رسمي احصا ېيو ښي اټکل ۱،۶۵ ميليونه وګړي ترکيه ته کدوال شوي دي . دترکيه په ۷۰ ميليونه وګړو کې ۴۷ توکمه ، ژبي او مذهبونه شتون لري ( ۱۰) .
په ترکيه کې ۵۵ ميليونه ترکان، ۱۵ ميليونه کردان اوسيږي . له ۸۰ تر ۸۵ سلنې پورې سنې مسلمانان او ۱۵ تر ۲۰ سلنې پورې الويتن يا شعیګان ژوند کوي ( ۱۱ ) .
سره له دومره ډيرو لږکيو توکمو او مذهبونو ترکيه يواځي هغه لږکي په رسميت پیژني کوم چې په ۱۹۲۳ کال کې د لوزانه په تړون کې ياد شوي دي . هغه يهود، ارمنيان او يونانيان دي . ترکي مامورین وايې چې د لوزانه تړون پر بنسټ يواځې نه مسلمان وګړي په ترکيه کې لږه کې دي .له همدې سره ترکيه په ميليونو الويان يا شیعه ګان او بل ستر ۱۲ ميليونه توکم کردان په رسميت نه پیژني . رسمآ دلوزانه په تړون کې نه مسلمان لږکې لکه يهود، ارمنيان او يونانيان پیژندل شوي دي .
لږه کې په مسلمان او نه مسلمان باندې ویشل شوي دي . د يوملت ټکې د ترکيه په تاريخ کې لکه يوه سره کرښه ايستل شوي ده . څومر نيکمرغه دی هغه چې په ترکيه کې ځان ترکې بولي . داد ترکې دولت او ولس ترمنځه يو منل شوي اصل دي . ترکان ځان په ترکيه دولتي ولس پیژني . کردي موراو پلار چې خپل ماشومان په کردي نومونو نوموي ، دهيواد تجزیي ګواښ په تور قانونآ مجازات کيږي . دوی بايد ترکې نومونه پرماشومانو کښيږدي . له ۱۹۸۴ کال څخه د ترکيه په سويل ختیځ کې د کردانو کارګر ګوند د خپلواکې لپاره وسله واله جګړه پيل کړي ده . ترکيې يوه ډير ناوړه چټله جګړه د کردانو د پ .ک.ک. يا د کردانو کارګر ګوند PKK پر وړاندې پر مخ بيايې چې تراوسه د ۴۰۰۰۰ څخه ډير مړي او له يوميليون څخه ډير کدوال لري . ترکيه،امريکا او اروپایي ټولنه پ .ک.ک. يوه ترهګره ډله پیژندلې ده .
کردان د ترکيه په ستراتیژيکو سيمو کې ژوند کوي د د وی سيمې دتيلو او اوبو ډيري زيرمي لري . د نړۍ خورا انرژي لرونکو سيمي دي . کردان په ايران او شمالي عراق کې له مخور لږه کېو څخه دي . ،دوی خپلواک کردستان لپاره وسله واله مبارزه کوي . د ډيرو ترکې سياست پوهانو او پوځيانو په اند د هيواد يوالي او کماليستي ميراث ته ستر ګواښ رامنځته کړي دی . د ترکيه په سويل کې له همدې امله جګړه روانه ده . د ۱۹۹۰ ع کال څخه را په ديخوا ترکيې په مسلسل ډول نړيوال قوانین ترپښو لاندې کړي . لکه په کردستان اود عراق په خاوره کې دکردانو پروړاندې پوځې عمليات تر سره کول دي .
د ترکيه د جزا قانون په ۳۰۱ ماده کې داسي ليکې شوي دي . هره يوه ګوټنيوکه د ترکيې پر موسساتو باندې يو جنایي جرم ياعمل دی او هغه سړي به د حبس پر جزا محکوم شي، څوک چې دا عمل ترسره کړي . ډير ليکوال او روند اندي د همدې مادې پر بنسټ محکمې ته درول شوي دي .
ترکې کماليستي جمهوريت له بنسټ څخه تر ننه داسي ښي چې د دوی په خاوره کې د ملتونو پوښتنه نشته . په ترکيه کې يو ملت شته او هغه ترکان دي . ترکيه د لږه کيو رښتونو اوساتنې له کبله له دوو خوا تر فشار لاندې ده . له يوې خوا د لږه کيو ډلو او د بشري رښتو سازمانو د ریفورمونوتر فشار لاندې ده او له بلې خوا له بهره د نړيوالو کنوانسيونونولاسليکولو او په ځانګړي ډول په ۲۰۰۵ کال د اروپایي ټولنې د ورګديدو شرایط پلې کول دي .
د اروپایي تولنې ارزښتونه لکه انسان ته درناوې ، خپلواکې،ولسواکې،ټولنيز عدالت،دقانون دولت،دانسان او لږه کيو رښتي ساتنه،دبيان ازادي ،د توکميزه توپير پر ته ،پيوستون او دښځي اوسړې مساوي رښتي دي .
په ۱۹۲۴ کال د مارچ په دريمه په خپله کمال اتاترک په ټولو کردي ښوونځيو کې کردي ژبه منع کړه .
د ترکيې کورنې کړکیچونه زښت دير دي لکه بې روزګاری د ۲۰ ٪ په شاواخوا کې ده. په ځانګړې ډول د کردانوکړکېچ دی . دترکيه هيواد له برازيل هيواد څخه ورسته يواځنې هيواد په نړې کې دی چې له IWF څخه ۳۰ ميليارد امريکایي ډالرو پورړولي دی .
ترکيه له ديرشو کالو څخه د يونان سره د قبرس پر سر لانجه لري . ترڅو چې دا کړکېچ دوام لري ، يونان به ترکيې ته د اروپایي تولنې ورګديدو يو لوی خڼد ګرځي . ځکه دټولنې هر يو غړې کولې شي د نوې غړې په اړه د ويتو حق يا رښته څخه کار واخلي ، يونان د اروپایي ټولنې غړې هيواد دی .
لنډيز . .۸
ترکيه نن يو هيواد دی چې د دوو کلتوري کړيو له خوا ولکه شوي دی . له يوي خوا اروپا له خپل سياسي ، اقتصادي ځواک سره له بلې خوا دعربي هيوادو اغيزه سره مخامخ ده . ترکيه د اتاترک تر مشري لاندې له عربي او اسلامي هيوادو څخه بيله شوي اواروپا ته يې مخه کړي .دغه لاره اوس ترکانو ته ډيره ګرانه شوي ده .
د اروپایي ټولنې مشران داروپایي ټولنې په اړه په خپلو کې لاتر اوسه په يوه خوله شوې نه دي . ښي اړخه ګوندونه اروپایي ټولنه د عيسويت د ارزښتونو يوه ټولنه يا دمسیحيت کلوپ تعریفوي . کیڼ اړخه ګوندونه اروپایي ټولنه يوه سياسي اقتصادي ټولنې په ډول پیژني . داروپايي ښي اړخه ګوندونو په پرتله کیڼ اړخه ګوندونه ترکيه ته لږ خڼدونه مخ ته کوي .دبېلګې په ډول په سويزرلنډ کې ښي اړخه ګوندد جوماتو پر منارو بنديز لګول، چې دوی ادعا کوي منارې د اسلامي ځواک نښې په اروپا کې دي . ښي اړخه مسیحيان په اروپا کې د مسلمانانو سره توپيري چلن هم کوي .
ننني ترکيه د ۱۹۸۰ کالو ترکيه نه ده . په ترکيه کې ستر ستر ریفورمونه دادارې فساد پروړاندې پلي شوي دي .
له ۱۹۹۹ کال څخه په ترکيه کې د اعدام جزا په قوانینو کې لغوه شوي ده . په ۲۰۱۰ کال داستانبول ښار د اروپاکلتوري ښار په نامه ونومول شو .
ترکيه اوس ديوبدلون په څلور لارې کې ولاړه ده . مسلمان هيواد ترکيه دنوې عثماني اسلامي پان ترکيزم اوکماليستي سيکولاريزم ترمنځ ،ترکيه د اسلامي بنسټپالواو دويزه اسلامي منځلارو ترمنځ، ترکيه د اسلام او لوديدځ ترمنځ ، ترکيه د اروپا او امريکې ترمنځ ولاړه ده . په ترکيه کې د دغوبرخليک ټاکونکو اړخونو ترمنځه توده مبارزه روانه ده . ترکې دولت مشران او سياست پوهان په ډير احتياط سره له دغې حساسی څلورلارې څخه د تيرريدو په حال کې بریښي . ترکان دکماليزم ایډيالوجۍ سره ورو ورو خدای په اماني کوي .
ترکانو خپل نننۍدولتي فورم ، دولت دارې او دهيواد سولې ته ستري سياسي قرباني ورکړي دي، د عثماني امپراتوري پر مهال د منلې شوي سلطان ټول ورونه ، دتره زامن او نور داسي کسان چې ترکې امپراتوري ته يې ګواښ پیښ کاوه د سلطان مخ ته به وژل کيدل . سلطان ته به له ترکې توکم څخه نه بلکې له نورو توکمونو څخه واده کيدو،ترڅو ترکې امپراتوري ته دسياسي واک پرسر نوې کړکیچونه رامنځ ته نه شي . سلطان بايد يواځې او يواځې حکومتي نظام اود امپراتوري وسعت او ساتني ته پام وکوي .
د اتاترک سياست او کماليستي پرنسیبونو د ترکانو اسلامي احساس ډير سخت ژوبل کړي، توريالي ترکې ولس سره له دې مذهبي ژوبل احساس دوی د دولت پروړاندې په وسله وال مقاومت لاس پورې نه کړو. په ترکيه کې اوس ترکې نېشنليزم د ترکې اسلاميزم سره څنګ په څنک په ډيرو برخو کې لاس په لاس په ګډه مخ پر بره روان دی . ډيره ښه بېلګې د حاکم منځلارې عدالت او پرمختګ ګوند بهرني او کورني سياست دي . همداسي په عربي نړۍ کې د پان عربيزم لاروي اومنځلاري سياسي اسلامي ګوندونه د خپلو ولسونو په چوپړ کې څنګ په څنګ ولاړ دي .
د دغي څیړنې په پای کې دهنګټون تيوري په غبرګون کې بايد ويلې شي ،چې ترکيه نشي کولې چې د اسلامي نړۍ منځزړي هيواد شي لکه المان او فرانسه چې د اروپایي ټولنې ماشین يا منځزړي او موډل هيوادونه دي . ځکه په اوسنيو سياسي حالاتو کې عربي او نه عربي اسلامي هيوادونه به د ترکيه دغه رول سره مخالفت وکړي . زما په اند ترکيه کولې شي چې د ترکې ولسونو منځزړي هيواد وګرځي .
ترکيه له افغانستان سره اوږدي تاريخي اړيکي لري . سېکولريزم د افغانستان اوسني حالاتو لپاره لکه دکمونيستي زهرجنو،ترخو تجربو تکرار به وي . موږ افغانان بايد افغانستان نوره د نويو پرديو ایډيالوجيو،سياليو واردولو ډګر ونه ګرځو. موږ خپل لرغونې زوړ تمدوني افغانيت او دوديزه اسلاميت لرو . بې له شکه موږ د ترکې تاريخ او سوليزه بلهاريو څخه ډير څه زده کولي شو.
په ډيره خواشینۍ سره بايد وويل شي، چې په اسلامي نړۍ کې او نړيوال کلي ته په کتو سره د يو مخکښ ، منځلاري ،ولسواک او داسلامي قانون دولت ټولو ته دمنلو وړ اسلامي موډل دولت ځای لا تش دی .
________________________________________
لمنليک او اخیځليکونه :
( ۱ ) شینګڼ تړون : په ۱۹۸۵ کال دجون مياشتي په ۱۴ نېټه دشینګڼ تړون په لومړۍ ځل د پنځو هيوادو المان، فرانسي ،بلژيک ، لوکزامبورګ او هالند ترمنځه دګدو پولو د نه کټرول په اړه دلوکزامبوګ هيواد د شینګڼ په ښار کې لاسليک شو. د شینګڼ په تړون کې اوس داروپایي ټولنې ۲۵ هيوادونه چې په کې د پولو کنټرول نشته او بې له ويزي تګ او راتګ کيږي غړيتوب لري . داروپایي ټولنې دوه هيوادونه ايرلند او بريتانيه د تړون ځنې مادي منلي دي .
(۲،۳ ) په ۱۹۲۲ ع کال د جولاي مياشتي ۲۴ نېټه د لوزانه تړون دسويس د اوښې په ماڼې لاسليک شو . د۱۹۲۲ کال جګړه چې د يونان او ترکيې ترمنځه ترسره شوي وه .دترکيه هيوادګټونکې وپیژندل شو او د لومړې نړيوالې جګړې په پاۍ لاسليک شوې د زيورز تړون لغوه اعلان شو ،تر څو د ترکيه او يونان ترمنځه د ولسونو تبادله تر سره شي . د لوزانه تړون له مخي د ترکيې استقلال په رسميت پیژندلو شو او ورسره له استانبوله د انګريزي پوځونو وتل پيل شول .
L. Carl Brown, International Politics and the Middle East, Princeton/N.J. 1984, S. 176 ( ۴ ) Autoritativ hierzu Jacob M. Landau, Pan-Turkism, (Neuausgabe) Bloomington 1995.(۵ )
Vgl. Günter Seufert, Laizismus in der Türkei – Trennung von Staat und Religion, Vortrag auf der (۶ ) Konferenz
der Schweizerischen Gesellschaft Mittlerer Osten und Islamische Kulturen, Basel, Okt. 2004; s.:
FAZ, 03.04.2004:„Der Islam ist moderat“ Fragen an den türkischen Religionsminister Mehmet Aydin (۷
Autoritativ hierzu Jacob M. Landau, Pan-Turkism, (Neuausgabe) Bloomington 1995.(۷ )
Samuel P. Huntington, Clash of Civilizations, New York 1996, dt.: Kampf der Kulturen (۸ Wien 1996, Kapitel 7 über den „Kernstaat“.
Vgl. Vatan, 17. 11. 2008, S. 1/17( ۹ )
Akkaya et al., 1998, S. 184، Ibid., S.184-5 (۱۰ )
M. Hakan Yavuz, Islamic Political Identity in Turkey, London (Oxford University Press) 2003, S. 65. ( ۱۱ )