
معمولاً د نړيوا ل سياست په ډګر کې دهرسياسي كنفرانس په پای كې د ملتونو د تيرايستلو لپاره داسې اعلان کېږي، چې ګوا کې كنفرانس دير بريالى ؤ، څرنګه چې لږ موده وړاندې په بروكسل کې د ناټو دپيمان د غړوهيوادنود بهرنيو چارو وزيرانو، چى د افغانستان اړوند د اوباما د نوې استراتيژۍ په هكله يې خبري اوپريكړې كولې، دخپل كنفرانس د برياليتوب اعلان وكړ، اوخپل كنفرانس يى يو بريالی كنفرانس وګاڼه.
خو د يوه كنفرانس برﺉ د هغو پريكړو د نافذيدو څخه په گوته کېدی شي، كومې چې په هغه كنفرانس کې د غړيوتر منځ شوې وي ، اوپه عملي ډګر کې د نافذيدو وړ وي، او غړي هيوادونه يې په تنفيذ سره متفق وي. په بروكسل کې د ناټو دپيمان له كنفرانس نه وړاندې د ناټو مشر راسموسن اعلان وكړ، چى دوی به افغانستان ته پرته له امريكايي جنگياليو څخه ۵۰۰۰ نور جنگيالي د ناټو له غړو هيوادونو څخه وليږي. سره له دﯤ چى نوي مشرتابه زيار درلود، تر څو داسي وړاندیز ونه كړي، چى د هغه عملي بڼه ناشونې وي، تر څو د كنفرانس پايله چې بايد بريالۍ وستايل شي متضرره نشي.
خو كوم مهال چې كنفرانس پيل شو، نو د ناټو د مشر په ژبه له وړاندې ياده شوې شميره لوړه شوه او د لسو زرو نويو جنګياليو غوښتنه يې وكړله، ترڅو له نوې جنګي استراتيژۍ څخه حمايت وكړﺉ شي، خو د كنفرانس په پاي کې يوازي د مجردو وعدو نه پرته نور څه ترلاسه نشول او فرانسى خو په رسمي توګه اعلان وكړ، چې د اضافي عسكرو ليږلو ته چمتو نده او آلمان بيا دا پريكړه په لندن کې د افغانستان په هكله د نړيوال كنفرانس تر دائريدو پورې وځنډوله. د كنفرانس په پايله کې د رسمي شميرو په هكله واضحه څرګندونه ونشوه او نه هم دا مقايسه وڅيړل شوه، چې له غړو هيوادونو څخه ځني د خپلو جنګياليو وتل په كال ۲۰۱۰ م کې په نظر کې لري لكه كاناډا او استراليا.
نو د ناټو د غړيو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په كنفرانس کې يوازې وعدې، او يوه وړه شميره د هغو شميرو په پرتله، چى په افغانستان کې د خطرناك حالت نه دوتلو لپاره يى وړاندیز شوی، تر لاسه شوه، خوبيا هم دا كنفرانس په ميډيا کې د يوه بريالي كنفرانس په څير وپيژندل شو.
اوس كه په نړيواله كچه د ناټو دغړيو هيوادونو سياسي تګلاره او راكړه وركړه وڅيړل شي، نو داسې ښكاري، چې د ناټو د پيمان هيوادونه د افغانستان د وضعيت په هكله په يوه واحده استراتيژۍ د راټوليدلو اړوند ستونزې لري، كه څه هم له اساسه د افغانستان په جګړه کې د ناټو هيوادونو د خپل دستورنه سرغړونه كړې ده، خو د خپل بياوړي ملګري (امريكا) د رضا لپاره يى په جګړه کې برخه اخيسته ده، او کېدی شي چې، ګڼ شمير د ناټو د پيمان هيوادونه په خپل راتګ افغانستان ته پښيمانه وي، كه امريكا د خپل غچ اخيستو لپاره افغانستان ته راغلې ده، كه بريتانيا د خپلې شرميدلې ماتې غچ په سر کې پالي او د امريكا ملګرې شوې ده، خو د اورپا ګن شمير هيوادونه د افغانستان له كشالې سره هيڅ تړاو نلري او نه غواړي چې ویې لري، ځكه دا هيوادونه هغه تور تاريخ نشي هيرولي چى د كمونزم د وحشت اوبربريت په چاپيريال کې يې تيركړﺉ دی، كه امريكا ته د اطلس اوقيانوس د يو پياوړي سپر په څير پراته دي، نو دا هيوادونه خو د روسيې اوچين چى په ټول قوت سره په نړيوال ډګر کې راولاړ شوي، له جغرافيايى لحاظه شريكه پوله لري، نو کېدي شي له دې ځايه فكر كوي، چې له خپلو ګاونډيانو سره خپلې اړيكې د امريكا په حساب ډيرې ستونزمنې نكړي او يوډول تعادل او توازن وساتي، او نه غواړي چى د امريكا اوبريتانيې په استعماري كړۍ کې دخپل ګاونډيو هيوادونو سره دښمنۍ ته ادامه وركړي، چېرته چې دوی په دې دښمنۍ کې كومه ځانګړې لاسته راوړنه نه ويني، او د خپل ويجاړ او كمزوري اقتصاد د پياوړتيا په فكر كه دي، د مثال په توګه د آلمان اقتصادي اتحاد د روسيې سره د پام وړټكی دی.
دا هم متصوره ده، چى دا هيوادونه هغه پايله د افغانستان د سياسي كشالې په هنداره کې ګوري، كومه چى د بريتانيې امپراتورۍ د ځواكونو يوه ژوندي پاته شوي جنګيالي د بريتانيې حكومت ته انځور كړله، او كومه پايله چى د روسيې د پوځونو مشر ګروموف يې په هكله د افغانستان څخه د وتلو په مهال داسې وايي: "پدي تورو غرونو کې موږ له خپل تاريخ سره سره خپله جغرافيه هم له لاسه وركړله" او د لوديځ د سياسي مبصرينو په نظرد افغانستان د سياسي كشالې پايله د تيرو شويو يرغلګرو ځواكونو په څير بريښي، نو کېدی شي، چې دا هيوادونه په افغانستان کې د امريكا پايله هم دا ډول ګوري.
د افغانستان د سياسي، نظامي، اقتصادي اوتولنيز ثبات لپاره د لندن په كنفرانس کې كه ډير څه پلان شوي دي، اوغړي هيوادونه به په هغو مهمو مسايلو خبرې وكړي، چې د افغانستان په ستونزمن سياسي حالت کې ژور اثر لري. په افغانستان کې د يرغلګرو هيوادونو نظامي ونډه به، چې اكثريت يى د ناټو د نظامي پيمان غړي دي، د لندن د محوري او بنيادي پريكړو څخه وي، همدا راز د افغانستان اقتصادي پرمختګ او بيا رغونه به هم تر څيړنې لاندي ونيول شي، خو دا ټولې هغه ستونزې دي، چې له نظري اړخه به د لندن په كنفرانس کې وڅيړل شي، خو په عملي ډګر کې ډير كتونكي په دې كنفرانس پورې هم هيلې نشي تړلی، څرنګه چې له دې وړاندې تيرشوي كنفرانسونه پاتې راغلل، دير كتونكي پدې باور دي، چې د ناټو ګڼ شمير هيوادونه د افغانستان د ګرداب څخه د وتلو لاره لټوي، او نه غواړي، چې نور د امريكا د جنګي استراتيژيو ښكار شي، نو دغه وضعيت ته په كتلو سره دا خبره كولای شو چې د افغانستان په هكله د لندن نړيوال كنفرانس به هم د نورو كنفرانسونو په څير د افغانستان د ملت د تير ايستلو لپاره يو كنفرانس وي، په ميديا کې به بريالي وستايل شي، خو په عملي ډګر کې به له ستونزو سره مخ وي، او كومه داسي د پام وړ پايله به د افغانستان د وضعيت د ښه والي لپاره تر لاسه نشي، ځكه چى د ناټو د پيمان د غړو هيوادونو تر منځ د افغانستان لپاره يوه واحده اومشتركه استراتيژي نشته .
عبدالرحمن فرقاني