بيخ دې وزه

زمـــــا د سوي زړه ســـوي ارمانـــه بيخ دې وزه
چي هڅکله مې خپل نکړې جانانه بېخ دې وزه
سرتور سرې ښيرا درته کوم رب دې قبول کړي
يتيم شې ځوانيمرک شې اې هجرانه بيخ دې وزه
لا ستړي نه يو لا مو خپل ژوندون ندى بايللی
جانانــــه پسې ګرزيږو تر اسمانه بيخ دې وزه
اوس نه ويريږم تانه دا په زغرده درته وايم
بس سم شه نور رقيبه بې ايمانه بيخ دې وزه
دا نن چي غلـــې غلـــې راتـــه چـــــې رانه شي
ولله چې مې په مېنه شوى پښېمانه بيخ دې وزه
خپلواکه شونډې وچيچي له ورايه په خندا شي
په مېنه راتــــه وايي په ما ګـــــرانه بېخ دې وزه

سليمان خپلواک