د سيدبديع الزمان ( هاشمي )
له اشعارو څخه
کله کلــــه خو راځه چې غزل ليکـــــم
ستا دحسن په کېسه چې غزليکــــم
دغزل په هريو بيت کې مې ستانوم دي
ځکه دومـــــره په مزه چــــې غزل ليکم
ميلمنې دبل په کور چې مې هير نه کړې
لږپه ياد کې مې سته چې غـــزل ليکــــم
دازماغــــــزل به ولې ښکلې نه وي
تل په ښکلو ښايسته چې غزل ليکم
چې انځور داستا دحسن پکې راشي
راشه کينه يوشيبه چې غزل ليکم
څو بيتونه رانه پاتي دي نيمګړي
راستنه شه دوباره چې غزل ليکم
دومره ژر خو بيا دتللو تکل مه کړه
شه ايساره څه موده چې غزل ليکم
خامخا به مې ليدلي وي دورځې
اى ملګرو کومه شپه چې غزل ليکم
باورمه کړه ژوند دژمي مازيګر دى
ګوره نن په سره غرمه چې غزل ليکم
نه يې نوم او نه يې ځاى شمه ښودلى
( هاشمي ) په ګونګوسه چې غزل ليکم
غزل
په خوله دې يو او په زړه بل ساتې
څنګه اشنا رازونه خپل ساتې
د لعلو ډکې خزانې ته ښکلې
دتندي خال تل په مورچل ساتې
څنګه پوهيږې دويشتلو په چل
باڼه دې غشي د اجل ساتې
ښکاري چې بيا يې راته نه راکوې
زړګى مې کلک چې په منګل ساتې
ولې به نه راځي سپرلى کلي ته
له ګلو ډک چې دې اوربل ساتې
والله چې دې ته هيرانيږمه زه
جانانه يو يې ياران شل ساتې
چې غوږ ګټې سر به پرې بيلې اشنا
نوره دې خوښه چې اټک اوکه کابل ساتې
زه (هاشمي ) نووايه څنګه درشم
رقيب غماز کوڅه کې تل ساتې
وروستي