د طالبانو قیادت د ژورو اختلافاتو او سختو اقتصادي مشکلاتو ښکار ده


د ملا محمد عمر اخوند د جعلي ژوند نه نيولې بيا د نوموړي تر مرموزي وژني پورې طالب مشران پخپل تبر يو د بل پښې وهي..
د ملامحمد عمر اخوند مرموزي مړيني وښودله چي نوموړی پخپل مرګ نه بلکي د ملا اختر محمد منصور د قطر د فتر د اخيستلو په مقابل کي د سي اي اي سره تر توافق وروسته وژل شوی، ډير طالب تحليل کوونکي ګمان کوي چې پدې وژنه کې سراج الدين حقاني هم مهم رول در لود..
 اخترمحمد منصور چي د پښتنو د دراني ټبر سره تعلق در لود په لوي کندهار کي يې د طالبانو تر منځ قومي تعصب را مینځ ته کړ طالبان پر غلجي او دراني وويشل شول غلجيو تحريک او غورځنګ خپل باله د اخترمحمد منصور څخه يې مخالفت څرګند کړ ..
د مخالفينو له زمري څخه يو هم پاکستان ته وفادار د جلاال الدين حقاني ځوي سراج الدين دی نوموړی د کویټې د شورا په ګمان په بې اطاعتۍ او خپل سرو عملياتو متهم دی او غواړي چې د تحريک تکيه يواځي پر پاکستان او ايران وي تيره ورځ هم په کويټه کې جوړ شوي يو اصلاحي کانفرنس کې د ملا عمر ورور ملا منان دغو ټکو ته اشاره وکړه نوموړي وويل چې هيڅوک حق نلري چې تحريک يرغمال کړي او د روسانو سره دتحريک په استازيتوب يواځي د کندوز والي مولوي سلام زموږ استازيتوب کولی شي د حقاني د ډلګۍ ليدنه د روسیې له استازو سره په اسلام اباد او پيښور کې دهغوی شخصي اړيکي وبللې خو دطالبانو ترمنځ ژور اختلافات د طيب اغا له لوري خط ور پسې د ملاقيوم ذاکر او اوس د طالبانو د ستر قاضي مولوي عبدالحکيم لخوا لیکنې په ډاګه او مطبوعاتي کړي.
شيخ مولوي عبدالحکيم چی په خټه درانی او د ملا اختر محمد منصور خواخوږی ګڼل کيږي هغه نوي مشر هيبت الله اخونذاده يو بې کفايته مشر بللی نوموړی تور لګولي چې د دراني طالبانو د نيولو ليسته یې د پاکستان استخباراتي ادارو ته سپارلې همدا وجه ده چي د هلمند والي حاجي منان پاکستان ته د راتللو زړه نه ښه کوي دطالبانو د چارو پوهان فکر کوي که د ملاعمر ځوی پر سر د اقتدار راشي، هغه دراني قبيلې ته د منلو وړ ندی او که له دراني قبيلې څخه څوک راځي هغه غلجيو ته دمنلو وړ ندی او که سراج الدين راځي هغه په ټول اتفاق لوی کندهار ته دمنلو وړ ندی سراج الدين حقاني خپل سري عمليات او نه اطاعت د کويټې شورا بد ګمانه کړي دي نوموړی فکر کوي چې سراج الدين د پرديو په لمسون ځان ته د يوې نوي ډلي د جوړښت کوشش کوي.
بل طرف ته دطالبانو د مشرقي زون مشر مولوي عبدالکبیر چې دحقاني سراج الدین تل سیال قومندان پاتي شوی دی
دحقاني جلال الدین له کورنۍ سره پخواني اختلافات لري کله هم دوی نه غواړي چې حقاني سراج الدین دي پیاوړی شي او په وړاندي سخت مخالفت لري.
خو په دغو اختلافاتو او شخړو یواځي طالبانو ته نږدې سرچینې خبرې دي.