روسان تر اوسه  سختو وارواو يخنۍ ته سترګې په لاره دي .

د روسي ډير وګړي سږ كال تراوسه هم واورو او سختويخنيو ته سترگې په لاره دي ، او ټول په يوه خوله وايې چې سږكال په روسيه كې هوا بدله ده . داځكه چې پخوا به په همدغه مياشت كې د تودوخې او يخنۍ درجه منفي اوو نه تر منفي شلو اوخته ، خو اوس مهالې تر منفي څلورو ندى اوختي .
د روسي ساينس پوهان وايې چې په روسيه كې د فابريكو ، موټرونو او نورو توكيودزيات والي او د كارونې له امله سږكالې هوا د نورو كالونو پرخلاف گرمه ده .
ځنې روسان بيا د نوي كال پرراتګ خوشحال وو خو په دې بيا خپه وو چې ولې د هېواد پر پلازمينه مسكو د سپينو واورو شال ندى غوړيدلى ، سره ددې چې په مسكو كې ميشته د نورو ګرمو هېوادونو وګړي په مسكو كې د هوا د ښه والي له امله خوښي څرګندوي او وايې چې مسكو دې تل همداسې ګرم واى .