
ليکنه: عبدالقادر ناصري
پخوا ( لومړۍ میلادي پيړۍ ) په نړۍ کې درى ستر قدرتونه موجود ول، چې هغه درى قدرتونه عبارت دي له: فارس ، يونان او روم امپراتوري څخه. په هغه وخت کې دا درى واړو نړيوالو هيوادونو تل يو بل سره رقابتونو او نظامي جګړو ته هڅه کوله. فارس په آسيا کې يو قدرت وو او دواړه نور هيوادونه په اروپا کې ځان ته يو ستر قدرت جوړ کړى وو . د همغه وخت څخه دا لوبه پيل شوه چې ټول هيوادونه يو بل سره په ټکر کې وو او د کولنياليزم آيديالوژي پيل شوه. په بعضې تاريخي کتابونو کې د صفر نړيواله جګړه هم ياده شوي چې د لومړي ځل لپاره په نړۍ کې د ستر ځواکمنو هيوادونو ترمنځ راغلي. چې په هغه جګړو کې فارس ، يونان او روم حضور درلود . پخوا په يونان کې خلک په دى فکر ول چې که چيري يو هيواد بل هيواد باندې بريد يا نظامي يرغل وکړي نو بریدګر هيواد په سياست کې ګټونکی دی؛ له دې څخه په سمه توګه ښکاريږې چې هغه سياسي فيلسوفان چې په يونان کې ستر شهرت او د قدر وړ سياست پوهان ول تل یې خپلو زده کونکو ته زدکړه ورکوله چې بايد امپراطوري منځ ته راوړي، امپراطوري وساتي او نور هيوادونه خپل لاس لاندې راوړي ؛ لکه سکندر مقدوني ،هغه هم د ارسطو شاګرد وو او د نوموړي فيلسوف څخه یې زده کړي کړي، چې وروسته کله هغه پاچا شول خپل يرغل یې د يونان څخه پيل کړ او تر آريانا پوري یې خپل امپراطوري راوستله چې بلاخره په افغانستان کې د يوسفزيانو لخوا وځپل شول او ماتې یې وخوړه. دا لومړی ځل وه چې قدرتونو د استعمار آيډيالوژۍ منځ ته راوړه.
دويم کله چې د اسلام مقدس دين په عربستان کې د حضرت محمد مصطفى ( ص) په واسطه ظهور وکړ نو ځواکمن هيوادونه په دې هڅه کې شول چې اسلام له منځه لاړشي ځکه چې هغه وخت اسلام د یوو دین په شکل نه بلکې د یوې سياسي آيډيالوژۍ په توګه منځته راغی او هغه وو چې د لومړي ځل لپاره د مسلمانانو او کفارو تر منځ صلیبي جګړې پيل شوې چې په همدې جګړو کې اروپايې هيوادونو سخته ماتې وخوړه . له همغه وخت څخه له اسلام سره دښمني پیل شوه، ځکه چې ډېر زيانونه اروپايې هيواونو ته ورسېدل. تر نولسمي میلادي پيړۍ اسلام يو ځواکمن آيديالوژي وه او ډېر اسلامي هيوادونه په نړۍ کې امپراطوري درلوده لکه: ترکيه عثماني ، عربستان او داسې نور هيوادونه. وروسته له نولسمي پيړۍ د اسلام په نامه ډیري توطئې جوړي شوې چې تر اوسه پوري مسلمانان په اسلامي هيوادونو کې ځوریږي.
اوس غواړم چې ستاسو پام دې ته راوګرځوم چې څنګه اروپايې هيوادونو بريا ترلاسه کړه او له اسلامي هيوادونو څخه یې ځان مخکې کړ:
په څوارلسمې میلادي پيړۍ کې اروپايې هيوادونو خپل پرمختګ پيل کړ چې د پرمختګ دوره یې د رينسانس (Renaissance) په نوم ياديږي. رينسانس دوره د 1400 م کال څخه پيل شوه. مخکې له رينسانس دورې څخه اروپایې خلکو په ډيرو ستونزو سره ژوند کول. کليسا خلکو باندې اربابي کوله، له خلکو او حکومت څخه یې پيسې يا باج ترلاسه کول، مګر خلک په دې پٶه شول چې تر څه وخته پورې به دا وضعيت دوام لري. بلاخره دوي د سىکولاريزم په نوم نوي آيډيالوژي منځ ته راوړه چې دين بايد له سياست څخه جلا وي. کله چې دوي له دې ستونزو څخه خلاص شول؛ اقتصاد جوړوني باندې یې کار وکړ، همدا وخت وو چې اروپایې هیوادونه د نړۍ له پرمختللي اقتصادي هیوادونو له جملې څخه راغلل. د ايټاليا هيواد په فلورانس ښار کې نوي علما او پوهاندان منځ ته راغلل چې د ډيپلماسي او INTERNATIONAL RELATION په نوم یې نوي سياسي پرمختګونه او نظريات رامنځ ته کړل. له دې څخه وروسته صنعتي انقلاب په انګليستان کې منځ ته راغی چې نړۍ د تکنالوژي خوا ته یوړه. دا لومړۍ پايله وه چې ځواکمن قدرتونه په نړۍ کې د ټولو اسلامي هىوادونو څخه مخکې شول. يو شی بايد په پام کې ولرو چې د نوي آيډيالوژي رامنځته کول او نور پرمختګونه د دې سبب وګرځيد چې اروپايې او امريکايې هيوادونه نړيوالو جګړو ته لاړل، چې په هغه کې لسهاوو او زرګونو خلک مړه شول او هغه هم د رقابت وجه وه چې هىيوادونه يو بل سره په ټکر کې مخامخ شول . اصلاً موضوع له همدې ځاى څخه پيل شوه. امريکا چې د يو نوي ځواکمن هيواد په توګه یې سر اوچت کړى وو او اقتصاد يې هم لوړ وو په نړيوال سياست کې یې ځان مخکې کړ. انګلنډ چې په نړۍ کې يو کولنيلست COLONIALIST هيواد وو، هغه هم څو هيوادونو باندې يرغل وکړ. او هاخوا فرانسه ، آلمان ،ايټاليا او روسيې هم ځان ته قدرتونه وګڼل. دا وجه او لامل ول چې ڼړيوالې جګړې منځ ته راغلې او ټوله نړۍ ويجاړه او برباد شوه. وروسته له دويمي نړيوالې جګړې، سړه جګړه(Cold War) پيل شوه چې په هغه کې هم د ځواکمنو هيوادونو قدرت يا POWER نور هم اوچت شو؛ چې په غير مستقيم ډول یې د امريكې او روسيې ترمنځ دوام وکړ. چې بلاخره روسان په 1991 ميلادي کال کې ماتې وخوړه او د هغې جګړې ګټونکې امريکا شوه. روسان چې دا وضعيت وکتل انزوا خوا ته لاړل . او امريکا نور هم پرمختګ وکړ. په لومړۍ سړه جګړه کې امريکايانو د روسانو د ځپلو په خاطر د اسلام په نوم تروریزم منځ ته راوړ چې له يوې خوا اسلام بدنام کړي او له بلي خوا روسان له منځه یوسي، چې دې مسلې ته ورته موږ په دري کې یو متل لرو چې وایې ( يک تير و دو شکار) . د ځواکمنو هيوادونو يو لوړ چل همدا دى چې د نورو نژادونو او دينونو څخه د ځان په ګټه استفاده کوي او ټول مليتونه په جنګ اچوي. چې همدا سياست دوي ته توان او قابليت ورکړى چې ښه سياست مخ ته بوزي. په پاي کې غواړم واضح کړم چې روسان او امريکايان هيڅ يو بل سره لانجه ياکومه شخړه نلري بلکې دا اسلام دی چې دوي کوښښ کوي له منځه یې بوزي او دا جګړه به ممکن تر ډیر وخت پوري دوام وکړي.