
تيره اونۍ افغان پارلمان د ولسمشر کرزي د وړاندې شوې کابينې له ۲۴ وزيرانو يوازې ۷ وزيرانو ته د اعتماد رايه ورکړه ، زه نه پوهيږم چې افغانان ولې دومره بدبخته دي ! څه کم شپږ مياشتې کيږي چې په دغه هېواد کې په سياسي چينل د ټولټاکنو سريال چليږي ، کله په کې ټاکنې دويم پړاو ته ځي کله څوک د ټولټاکنو خپلواک کميسيون نه مني کله بيا کابينه نه جوړيږي او که جوړه شي پارلمان دي خدای لري چې د خپلو ګټو لپاره څومره چې زړه وي دغه سريال غځوي خو زه فکر کوم چې دا به يوازې د لوبغاړو ګناه هم نه وي ډايرکټر به همداسې سريال جوړ کړی وي خو هر څه چې وي . خپلې خبرې ته راځو چې ولې په افغانستان کې ځينې کدرونه دځينو نورو پر وړاندې دسيسې جوړوي ؟که دا ځل دغه سريال د دسيسو په جوړولو سره مخ پروړاندې لاړ شي نو دافغانستان او افغانانو انجام به څه وي ؟ که د اعتماد رايه په پيسو شي هر شتمن به وکيلان اخلي او دځان په ګټه او دنورو په زيان به يې استعمالوي.
په دې وروستيو کې په يو شمیر سایټونو او له ارګ څخه داسې خبرې د ولس غوږو ته ورسیدلې چې د ولسمشر د کابینې یو شمیر وزیرانویو بانډ جوړ کړی و او په قصدي توګه امیرزی سنګین او ډاکټر احدي ناکام کړي، دوي د ولسي جرګې وکیلانو ته پيسې ورکړي چې هم د دوې بانډ کامیاب کړي او هم دې ډاکټر احدي او امیرزی سنګین ته د نه باور رایه ورکړي چې دې بانډ نه یواځې د ولس ترمنځ خپل اعتبار بلکه د ولسي جرګې اعتبار یی هم له منځه یوړو.
که چیرې داخبره ریشتیا وي نو د هیواد په دې خرابو شرایطو کې ولې موږ دهیواد مهم کدرونه وځپو، کله چې کابینه ولسي جرګې ته ورپيژندل کیده نو ولس په دې ډير خفه و چې ولې په کې ډاکټر اشرف غني نشته ، ولي جلالي ته په کې وزارت نه دی ورکړل شوی، خو امیرزي سنګین او ډاکټر احدي ته د ولسي جرګې د نه باور رايي ولس ډير ناهیلی کړو او په ولسي جرګې یی شکونه زیات شول.
اوس داسې شواهد هم پيدا شوي چې د بلخ والي عطا محمدخان نور د ډاکټر مخدوم رهين د برياليتوب لپاره يو ميليون ډالر مرسته کړې چې رهین پرې د ولسي جرګې غړي واخلي. پو په خپله پو موږ بدبخته پښتنو ته هر څه له ځانه راپيښ دي موږ په خپلو منځو کې په دې اخته يو چې د خپلو کدرونو دبرياليتوب مخه ډپ کړو خو نور بيا په ميليونونو ډالر ورکوي چې خپل شعوري کس بريالي کړي.
کرزي صیب چې په کابینه کې د هیواد کدرونه هریو ډاکټر اشرف غني ، علي احمد جلالي له پامه وغورځول او ډاکټر احدي ته یی داسې وزارت ورکړو چې ولس ته د منلو وړ نه و داچې ډاکټر احدي د دې لپاره منلی وي چې هیواد ته خدمت وکړي او افغانان له یو کدر بې برخې نشي نو کور یی اباد او که یی د شخصي ګټو لپاره کړی وي خو زه فکر نه کوم چې په اقتصاد وزارت کې دی ډاکټر احدي کومه شخصي ګټه کړی وای ځکه کوم اجرایئوی وزارت نه دی. داچې ولسمشر کرزی په خپلو ژمنو ونه دريد هغه کدرونه چې ورسره دې ژمنه کړې وه چې په حکومت کې په ځای ورکوی لومړی یی هڅه وکړه چې په کابينه کې يې رانه ولې لکه د ډاکټر اشرف غني په څير شخصيتونه خو که کوم يو يې په کابينه کې راغلو نورو صاحبانو دې دهغوی دناکامولو پروسه پر مخ بوتلله ، چې په دې کار سره يې لومړی ضربه ولسمشره تاسې ته درکړه . ستاسي د حکومت مشروعیت چې مخکې هم دسوال لاندې و نور هم تر سوال لاندی راغی ، دویم دا چې له مسلکي نيمګړ تيا سره مخامخ شو او په راتلونکې کې له اعتمادي ټيم څخه بې برخې شو ځکه د ولسمشر کرزي په شاو خوا کې یو شمیر داسې وزیران شته چې ولسمشر پرې ډير باوري دی ، خو ولسمشر خبر نه دی چې همدغه اعمتادي وزیران یی اوس په مافیا بدل شوي چې ښايې هر وخت چې وتوانيږي نو ولسمشر ته هم تاوان ورسوي هغوی چې کابينه کې کدرونه ناکامه کولای شي د ولسي جرګې غړي د یو وزیر پرضد په میلونو ډالر اخیستلای شي نو دا هم کولای شي چې د ولسمشر نور هم له پښو وغورځوي ، ځکه دوی اوس يو مافيايې ډله ده چې نه د ولسمشر او نه د هيواد په ګټه ده .
که هر بډایه وزیر او یا بانډ د یو شمیر شرکتونو او نور سازمانونو یا اشخاصو څخه د نامشروع کارونو لپاره پیسې اخلي نو بیا دې خدای دغه هیواد او ولس ته خیر ورکړي.( امین)