د وزیر محمد ګل خان مومند فرهنګي ټولنې مطبوعاتي اعلاميه

کابل – د جدي ۱۶
د وزیر محمد ګل خان مومند فرهنګي ټولنه د ننګرهار ولايت د روداتو په ولسوالۍ کې د شوې پېښې له امله خپله ژوره خواشيني څرګندوي.
ټولنه په هېواد کې د بې ګناه و ګړو وژل ، د هر چا له خوا چې وي، په هر نامه چې وي او په هرو شرايطو کې چې وي بې درېغه او په کلکه غندي.
د وزير محمد ګل خان مومند فرهنګي ټولنه د ننګرهار د روداتو دپېښې شهيدانو ته د لوی الله له درباره د فردوس جنت غوښتنه کوي، ټپيانو ته د عاجلې شفا هيله کوي ، د شهيدانو له کورنۍ سره په غم کې ځان شريک ګڼي او د سيمي غيرتي ولس ته له خدايه زغم او حوصله غواړي.
ګلبت خان مومند
د وزير محمدګل خان مومند د فرهنګي ټولنې رييس