خداييږو خپل ته خپله يار يمه،يو پند يم
خـــو پردي ته كندهـــــار يمــــــه،ميوند يم
ستا د سپين مخ د ليدو په ګناه، اوس هم
ستا د زلفــــو، په ول ول زنځير كې بند يم
ستا سرې شونډې به، په سرو وينو لړمه
ځه په هوډ كې نو پښتون يمه، څرګند يم
ما پښتون ذات، كه هر څو دل كړې ځه وخته !
بيا هـــم غـــــر يمـــــــه، لــــــه سمو سربلند يم
قسم ښـــــــــه سره، لـــــــــه ښوو نـــــه ښــه پايم
قسم بد ســـــــره، لـــــــه بدو بد چلــــــــــــند يم
لــــــه امـــو چې سرچينه اخلي، په مغز كې
تر اټكــــــه چــــــې رسېږي، هغـــــــــه اند يم
مــــــا زاهــــــــد نه، په ټينګ عــــــــزم وګټلـــه
دې خداى پرېښود، او زه لا په مى پابند يم
تيارسى، د پښتونوالــــــې په ډګـــــــر كـــې
د افغان عسكـــــر ناره يمـــه، ژوند ژوند يم
دا مې پلار جنت كې وخوړ غنم، اوس چې
زه پښتون يې غنمرنګ، سركش فرزند يم
رقابت مې له فطرت زده، شه بې غـــــمه
نه ماتېږم، د پښتون د خولې سوګند يم
نارينتوب مې، صرف په شعر نه زده اراكه !
هره چاره باندې غـــــورځمــــــــه، كمند يم
مطيع الله اراك
وروستي