د سولې لپاره ټکني ګامونه او د خلکو اندېښنې

 
په سوله کې خير دى، سوله د بشريت اړتيا ده او سوله د جګړو ځپلو افغانانو ستر ارمان دى. حزب اسلامي افغانستان هم همدې ټکو او د هېواد اوسنيو شرايطو ته په پام د بين الافغاني تفاهم له لارې د افغانستان له دولت سره د سولې هوکړه لاسليک کړه.
د دغې هوکړې لاسليک، د سولې په لاره کې يو مهم ګام دى، خو هغه مهال ورته  ستره لاسته راوړنه ويلى شو، چې په برياليتوب سره پلې شي.
د دې هوکړې په پلې کېدو کې دواړه لوري مکلفيتونه لري او په بهرني بُعد کې يې نړيواله ټولنه هم مسووليت لري چې د جګړو ځپلو افغانانو د سولې دغه غږ ته مثبت ځواب ورکړي.
خو په دې برخه کې تر ټولو ستر مسووليت د افغانستان دولت لري؛ ځکه چې اوسنيو شرايطو ته په پام يې تر ټولو ستره او مهمه دنده دا ده چې په هېواد کې جګړه پاى ته ورسوي، ټول افغانان د وروڼو په څېر په يو ټغر سره کېنوي او د بهرنيو لاسوهنو مخه ونيسي.
دغه کار د سولې د هڅو له لارې چې مهم او بنسټيز ګام يې له حزب اسلامي سره هوکړې ته عملي بڼه ورکول دي، شونى دى؛ ځکه چې که د زور له لارې سوله ټينګېداى شواى نو په تېره يوه نيمه لسيزه کې به امريکا او له هغې سره د لسګونو ملګرو هېوادونو پوځيان په افغانستان کې د سولې په ټينګښت او له هغوى سره د وسله والو مقاومت په ختمولو بريالي شوي وو .
خو که چېرې له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه په بشپړ ډول پلې شي، نو څرګنده خبره ده چې دغه هوکړه د دولت نورو وسله والو مخالفينو ته هم د سولې لپاره يوه ښه بېلګه او تګلاره کېداى شي او که ښکېل لوري اخلاص ولري، نو د بين الافغاني تفاهم له لارې به په ټول هېواد کې جګړه پاى ته ورسېږي او سوله به ټينګه شي.
خو که له حزب اسلامي سره د يادې هوکړې د عملي کېدو لپاره اړينې هڅې ونه شي، په تېره بيا دولت د هوکړې د ټولو موادو د پلي کېدو لپاره جدي کار ونه کړي او نړيواله ټولنه دې ته اړ نه باسي چې پر حزب اسلامي لګېدلي بنديزونه ژر لرې کړي، نو خداى مه کړه د سولې لپاره د خلکو په زړونو کې راټوکېدلې هيلې به پر ناهيليو بدلې شي او د هغو کورنيو او بهرنيو کړيو تبر به لاستى پيدا کړي چې د افغانستان په جګړو او نا امنيو کې خپلې ګټې لټوي.
جګړو ځپلي افغانان چې په پراخه کچه يې له حزب اسلامي سره د سولې له هوکړې ملاتړ کړى او  بيا، بيا يې د دې هوکړې د پلې کېدو غوښتنه کړې ده، په دې برخه کې ځنډ اندېښمن کړي؛ ځکه چې د هوکړې له لاسليک څخه شاوخوا درې مياشتې تېرې شوې، خو تر اوسه سره له دې چې موظف کمېسيونونه کار کوي، نه پر حزب اسلامي او د دغه ستر اسلامي او ملي خوځښت پر مشر لګېدلي نړيوال بنديزونه لرې شوي، نه د حزب کوم زنداني خوشى شوى او نه هم د هوکړې د نورو موادو د تطبيق په برخه کې د ولس لپاره محسوس ګام اوچت شوى دى.
له حزب اسلامي سره د سولې موافقتنامې په عملي کېدو کې د ځنډ په اړه د  خلکو اندېښنو ته زما پام تېره ورځ هغه مهال واوښت چې په يو کور کې د قران کريم تر ختم وروسته په ناسته کې خلکو له يو بل سره په دې اړه خبرې کولې او د کابل ښار له ميرويس ميدان څخه د کمپنۍ سيمې ته پر لاره له ماسره په ټکسي موټر کې سپرو کسانو هم همدا ويل چې له حزب سره د سولې خبره چېرته ورسېده، ولې دغه کار دومره وځنډېد، تر کومه به افغانان د جګړو قرباني وي او ...؟
خلک بايد هم د سولې په لاره کې ټکني ګامونه اندېښمن کړي؛ ځکه چې پر افغانانو تپل شوې جګړه هره ورځ د لسګونو افغانانو ژوند اخلي او که  مخه يې ونه نيول شي نو په نړيواله او سيمه ييزه کچه وروستيو بدلونونو ته په پام به نوره هم خونړۍ او پېچلې شي او افغانان به نور هم د نړيوالو او سيمه ييزو لوبو قرباني وي.
طالبان هم هرو مرو له حزب اسلامي سره د هوکړې عملي بهير او په دې اړه د دولت ژمنتيا څاري او که شوې ژمنې پلى نه شي نو هغوى به څنګه له داسې لوري سره د سولې خبرو ته زړه ښه کړي چې شوې موافقتنامه نه شي عملي کولاى او پرېکړې يې يواځې د کاغذ پر مخ پاتې کېږي.
همدې ټکو ته په پام ويلي شو چې له حزب اسلامي سره د سولې هوکړې پلي کېدل د افغانستان د دولت لپاره برخليک ټاکنونکى ازمېيښت دى او که دولت په هېواد کې د سولې د ټينګښت په برخه کې له دې ازمېيښت څخه بريالى را ونه وځي، نو نورې چارې به يې هم بريالۍ نه وي؛ ځکه چې د سولې او امنيت له ټينګښت پرته، نه له اساسي قانون سره سم د سراسري او رڼو ټاکنو تر سره کېدل شوني دي، نه د زورواکو او مفسدينو د ناروا کړنو مخه نيول کېداى شي، نه د قدرت جزيرې له منځه تلاى شي او نه هم د بنسټيزو اقتصادي پروژو بريالي سر ته رسول هسې شوني دي لکه څنګه چې ښايي.
 
سرچینه: سرنوشت ورځپاڼه