څه عجيبه غوندی شپه وه په ناز ناز چې ګړيدلې
له حيا دې ستر ګې ښکته په لېمو کې خنديدلې
زه د خيال به نيلی سپور وم ستا د عشق په جزيره کې
ته د عشق له ډېر جنونه په خپل ځای کې څرخيدلې
څه په نرمه پسته ژبه تا قېصې د پېغلتوب کړې
کله شنه به له خندا شوې کله بيا به ژړيدلې
د ا څه شپه د تخيل وه خدای کړه تېره په يو ان کې
زه د ځان نه ځان کې ورک وم ته په چا پسې ګرځيدلې
سترګې خړې دې هجرانه اوس په ته لکه مونږسوځې
مونږه تا وو جدا کړی اوس لا ته و شرميدلې
چې راپورته شوم له خوبه (ارمانی )لازيات حیران وم
ها! زما د مينې ډکه حـــوره چېرته تښـــــــتيدلې
محمد ولی (ارمانی کيله ګیوال)
29/جون/2008
د ټول ګټو وزارت ، کابل
وروستي